fbpx

افغانستان ته په ۶ مياشتو کې د ۴۰۰ ميليونو ډالرو درمل وارد شوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان دعامې روغتيا چارواکي وايي چې افغانستان په تېرو شپږو مياشتو کې له نورو هېوادونو څخه د ۴۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت درمل وارد کړي دي.

د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز چې د تېر يوه کال د لاسته راوړونو په اړه يې راپور ورکاوه وويل چې افغانستان نږدې ۷۵ سلنه درمل له بهرنيو هېوادونو څخه واردوي.

نوموړي وويل چې په دغو درملو کې ۴۵ سلنه درمل له پاکستان،۲۵ سلنه له هند او ۱۵ سلنه درمل له ايران څخه وارديږي.

ښاغلي فيروز زياته کړه چې ((افغانستان ته د نږدې ۱۰۰۰ شرکتونو له لوري درمل وارديږي خو زمونږ څېړنواو مالوماتو ښودلې چې يوازې د ۲۰۰ په شمېر کې شرکتونه د ښه کيفيت درمل واردوي.))

نوموړي وويل چې د درملو د واردولو له پاره په نوي ميکانيزم کار کوي چې له مخې به يې افغانستان ته واردېدونکې ټول درمل معاينه کيږي تر څو دغير معياري درملو د واردولو مخه ونيول شي.

ددغه پلان له مخې به د درملو د معاينه کولو له پاره په سرحدي ولايتونو او کابل کې نوي مرکزونه جوړ شي.
ښاغلي فيرزو وويل چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې شخصي کلينکونه هم په ښه او معياري توګه روغتيايي خدمتونه پرمخ نه وړي او ددوی د معياري کولو له پاره هم ډېر کار ته اړتيا ده.

افغانان ډېر ځله له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان د واردو شويو درملو په اړه شکايت کوي او وايي چې هغه درمل چې افغانستان ته وارديږي معيار يې ښه نه دی،او په ناروغانو هغومره اغيز نه کوي څومره چې د همدغو فرمولو درمل په نورو هيوادونو کې اغيز لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان يو زيات شمېر ناروغان د تداوۍ له پاره ګاونډي هيواد پاکستان او هندوستان ته ځي.

د يوه راپور له مخې چې تېر کال يوه خبري اژانس خپور کړی و ويل شوي چې پاکستان ته هره ورځ له افغانستان څخه د تورخم له لارې ۳۰۰۰ تنه ناروغان د درملنې له پاره ځي.

همدغه راز ويل شوي چې د درملو په شمول د روغتيا ۹۸ سلنه توکي له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته وارديږي.
خوددې ترڅنګ ځینې افغانان بيا له دې ستونزې هم سرټکوي چې په افغانستان کې روغتيايي خدمتونو کې د انسان ژوند او روغتيا ته ارزښت نه ورکول کيږي،مګر هرڅوک يوازې دخپلې اقتصادي ګټې په فکر کې دي،چې له امله يې نه افغانانو ته مناسب درمل او نه هم په مناسبه بيه روغتيا خدمتونه ترسره کيږي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د