شعـــــرونه

غزل – امید عمرخېل

څپه د سیند نهنګ خوړلې ده اوس
د ژوند بیړۍ مې درولې ده اوس

یوې مرغۍ به چې تارونه وړلو
ښکاري ېې ځاله غورځولې ده اوس

ستا په جامو کې اضافه تڼۍ وه
څیرې ګریوان کې ېې ټومبلې ده اوس

دا دیوې سترګې شاهد ېې راوست
چا روغه سترګه ورتړلې ده اوس

دا رقیبان مې ټول هوده کې راغلل
هغه شپیلۍ مې غږولې ده اوس

دود ېې تر څنګه د کېږدۍ نه خیژي
امیده نشته کوچې تللې ده اوس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x