نړۍ

سوريه کې دالقاعده شبکې مهم مشر له دوه تنو ملګروسره وژل شوی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په سوريه کې دالقاعده شبکې د النصر جبهې يو تن مهم مشر د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

د سوريې رسنيو ويلي چې د سوريې د حلب ښار په دانا سيمه کې د سنافي النصر په موټر د بې پيلوټه الوتکې له لوري دوه ميزايل ولګېدل چې له امله يې نوموړی له دوه تنو ملګرو سره ووژل شو.

دېرش کلن سنافي النصر چې اصلي نوم يې (عبدالمحسن عبدالله ابراهيم) و د القاعدې شبکې يو له فعالو غړو څخه و چې په سوريه کې د بشار الاسد د رژيم په خلاف جنګ کې يې فعاله برخه دلوده.

نوموړی د النصر د جبهې له لوري په سوريه کې د لازقيې د ښار د مسؤل په توګه خپله دنده ترسره کوله ددې تر څنګ يې په ټولنيزو رسنيو کې هم فعاليت کاوه او د خپلو لاسته راوړنو په اړه يې رسنيو ته مالومات ورکول.

سنافي النصر د ۶ هغو کسانو په ليست کې هم شامل و چې تېر کال د ملګرو ملتونو له لوري پرې بنديزونه لګول شوي دي.

همدغه راز نوموړی د سعودي عربستان د هغو ۸۵ مطلوبو کسانو په ليست کې هم و چې سعودي عربستان يې د وژلو او نيولو په سر جايزې ټاکلي دي.

ويل کيږي چې سنافي النصر د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن خپلوان هم و.

تر دې وړاندې د سنافي النصر نور ورونه هم د القاعده شبکې مهم غړي وو چې ۴ ورونه يې په عراق کې د امريکايي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي او دوه نور وروڼه (عبدالهادي عبدالله ابراهيم او عبدالرزاق عبدالله ابراهيم) د امريکا په ګوانتنامو زندان کې له څو کلونو زنداني کېدو وروسته په ۲۰۰۷ ميلادي کال د سعودي عربستان زندان ته ولېږل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x