ورزش

ملي لوبډلې له زیمبابووي څخه خپل غچ واخیست (انځورونه)

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه ۱۳۹۴ل): نن د افغانستان او زیمبابووي تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه وه. دغې لوبې کې ملي لوبډلې وتوانید خپل سیالې لوبډلې ته په ۵۸ منډو ماتې ورکړي.

د ملي لوبډلې لوبډل مشر اصغر ستانکزی د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. ملي لوبډلې د محمد نبي غوره توپ وهنې په مرسته وتوانید سیالې لوبډلې ته ستر هدف وټاکي.

ملي لوبډلې په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد نبي، نور علي ځدران او اصغر ستانکزی غوره توپ وهنې په مرسته ۲۷۱ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره محمد نبي تر ټولو غوره او پیاوړې توپ وهنه وکړه. محمد نبي په ۱۲۱ توپونو د دریو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۱۶ منډې جوړې کړې. نور علي ځدران په ۹۹ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۶۰ او اصغر ستانکزی په ۳۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې.

د زیمابووي لوبډلې لپاره پنینګارا دوه، موټمبوډزي دوه، مسکدزا یوه او کیسورو هم یوه ویکټه واخیسته. د زیمبابووي په توپ اچوونکو کې سکند رضا تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

د زیمبابووي لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې د ملي لوبډلې غوره توپ اچونې په وړاندې بې وسه ثابت شول. زیمبابووي لوبډلې د پیل په شیبو کې ویکټې له لاسه ورکړې چې همدغه يي د ماتې لامل شو.

زیمبابووي لوبډلې په ۴۶.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ایروین او جونګوي غوره توپ وهنې په مرسته ۲۱۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۵۸ منډو په توپیر وبایلله.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره ایروین په ۵۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۳ او موټمبامي په ۳۹ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۵ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لپاره جونګوي د لوبې په وروستیو شیبو کې چټکه او پیاوړې توپ وهنه پیل کړه خو د دولت ځدران په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه. جونګوي په ۳۳ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۶ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره افتاب عالم، دولت ځدران او سمیع الله شینواري دوه دوه او محمد نبي، امیر حمزه او راشد خان یوه یوه ویکټه واخیسته. د ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې راشد خان تر ټولو لږې منډې ورکړې. راشد خان خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۳۰ منډې ورکړې.

دولت ځدران هم خپل ۸ اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره پیاوړې توپ اچونه وکړه.

له دې بریا سره د افغانستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو لړۍ ۱-۱ سره مساوي شوه. د افغانستان او زیمبابووي تر منځ درییمه لوبه د اکتوبر د میاشتې په ۲۰مه د سې شنبې په ورځ ترسره کیږي.

1545836_1629600023961256_2039078109668730053_n 1896865_1629604193960839_4685179338899882463_n 10362846_10206746524396218_6006996298173944367_n 10376739_1629540450633880_7421832492964296484_n 12065745_1629568773964381_5688715232818441611_n 12074819_1629600040627921_2323987670940019312_n 12088089_1629524100635515_119596451857943694_n 12096531_10205527064277066_7875127686219510034_n 12106966_1167700366580588_768705857393461976_n 12107019_10205527064197064_8204280943140166510_n 12107963_10205527064637075_3028394885866132324_n 12109025_1629538753967383_3403455133209907525_n 12115497_10207397020114354_448090767932880717_n 12118900_1629523870635538_4991537527471776842_n 12118974_1629589227295669_2714213491315133670_n 12122797_1629565547298037_8153758733700478151_n 12141697_1629589660628959_3643832941856858112_n 12141785_1629550680632857_7792664526462969274_n 12143292_1629538823967376_6026972887520289824_n 12144926_1629558380632087_4556374642028998921_n

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x