نړۍ

د ملالي یوسفزی روغتیايي حالت مخ په ښه کیدو دی

نن ټکی آسیا: ډاکټران وايي د ملالي یوسفزی روغتیايي حالت مخ په ښه کیدو دی.

ملاله چي څو ورځي وړاندي د مینګوړه په سیمه کي د نامعلومو وسلوالو له خوا په سر کي ویشتل شوی وه، او بیایی د پاکستان د طالبانو یوې ډلي پړه په غاړه اخیستې وه، دا وخت د درملني لپاره د برتانیا په برمنګام ښار کي د کوین الزابیت په روغتون کي بستر ده.

ددغه روغتون ډاکټران وايي چي په روغتون کي دیوې بشپړي ورځي تیرولو وروسته د ملالي روغتیايي حالت ښه دی.

د روغتون میډیکل ډایرکټر ډیوډ روسر وویل چي ملالي په استراحت شپه تیره کړه، او مونږ خوښ یو چي ددی روغتیايي حالت ورځ تر بلي په سمېدو دی.

نومړي زیاته کړه چي د ملالي په درملني د ډاکټرانو یو خصوصي ټیم بوخت دی.

د الزابیت روغتون په یوه خبرپاڼه کی ویل شوي چي تر اوسه ملالي ته ورکړل شویو درملو ښه تاثیر لرلی، او کیدای شي زخمونه یې ژر جوړ شي.

بل خوا طبي ماهرینو ویلي چي ملاله په دماغ کي د شدیدو زخمونو سربیره د جوړیدو زیات امکان لري، ځکه د کم عمری له وجي د هغې دماغ اوس هم په وده کي دی او کیدای سي دا ټپونه برداشت کړي، او جوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x