نړۍ

سعودي عربستان: په دفترونو کې بې حجابه میرمني زر ریاله جرمانه کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): هغه میرمني چي د خپل کار په دفتر کي شرعي حجاب نه مراعاتوي، له دې وروسته به د حکومت له خوا زر ریاله جرمانه کیږي.

د سعودي د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له لوري په نوې خپور شوي امر کې ټولو حکومتي او شخصي ادارو ته خبر ورکړل شوی چي د کار په وخت کي پر هغو میرمنو شرعي پرده لازمي ده، چې په دفترونو کې کار کوي.

ددغه وزارت له لوري په خپور شوي امر کې ویل شوي چې ددې امر د خپرېدو له نیټي سره سمدستي باید ټولي هغه حکومتي او شخصي اداري کومي چي ښځینه کارکوونکي لري، د هغو لپاره دي دغه نوې ابلاغیه د خپلو ادارو په مختلفو څانګو کي په ښکاره ډول ځوړنده کړای شي.

په ابلاغیه کې راغلي که کومي شخصي یا حکومتي ادارې د خپلو ښځینه کارکوونکو په خبرداري کې سستي وکړه، وزارت به یې ۵۰۰۰ پنځه زره سعودي ریاله جرمانه کړي.

ددغه وزارت له لوري ویل شوي چي دوی کوښښ کوي ترڅو په هیواد کي ټولي حکومتي ادراي چیري چي د ښځینه کارکوونکو د کار ضرورت وي هلته د ښځینه کارکوونکو لپاره له نارینه کارکوونکو څخه لیري او جلا د کار زمینه برابره کړي. دوی همداسي پر غیر دولتي ادارو غږ کړي ترڅو د ښځینه کارکوونکو او نارینوو د کار کولو څانګې سره جلا کړي، ترڅو ښځینه کارکوونکي په اساني سره وکولای شي په پرده کي خپل کار مخته بوزي او د حجاب په مراعات کولو کي له ستونځو سره مخ نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د سعودی شاهزادګان چه لاس ویګس او فلوریډا کی ورته د هر ډول عیاشیو د پاره ځانګړی ځایونه جوړ شوی چه یوه شپه یی په لکو او میلونو ډالرو تیروی لا کیدی شی چه د خپلو میرمنو سره به راځی او هغوی به د نورو سره هر اړخیزی عیاشیو کی برخه اخلی حتی خپله په سعودی کی د عیاشیو د پاره داسی ځایونه جوړ شوی چه امریکا او اروپا یی په زیری کی هم نه ده . دوهم ، د سعودی عیاشه سلطنتی کورنی دغه اعلان هم د ریاکاری د پاره کوی چه د سعودی او نوری اسلامی نړی مسلمانان… نور لوستل »

khalid

محترم الحاج استا ذ بیانزی صاحب ستاسو خبری بالکل دسعودی دحکامو په باره کی سمی دی خو بیا هم هیله ده چی الله (ج) یی سمی لاری ته هدایت کړی او کوم اسلامی احکام چی په نورو تطبیقوی هغه په ځان هم تطبیق کړی کنی دا چی په خپله له بش لعین سره د توری رقصونه کوی انجونی یی په مخ کی ګډوی او بیا د ریا او خلکو د خطا ایستلو او له ځان نه د نظر اړولو له وجی په نورو په نمایشی شکل اسلامی احکام پلی کوی په اصل کی یی نه کوی نو دا په ځای… نور لوستل »

عمرخــــــــــــــــــــیل

صحیح اقدام دې خو دا کوم کارونــه چې دا شاهزادهګان په یورب کښــــی کوی هغه ته خو دی پام وکړی هڅی دین یې د سعودي مڅکې پوري محدود کړي. ټولی پیسی خو په دی مصرف کوی چي کومه نامتو هالیود اداکاره ورسره شپه تیره کړی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x