د ټولنيزو شبکو کاروونکي د مخابراتو وزارت له کنترول څخه وتلي دي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل):د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت وايي چې نشي کولای د ټولنيزو شبکو په ټولو کاروونکو کنترول ولري.

د دغه وزارت مرستيال ايمل مرجان وايي چې دا مهال په هېواد کې شاوخوا يو ميليون کسان له ټولنيزو شبکو څخه استفاده کوي او د مخابراتو وزارت نه شي کولای چې د ټولو څار او کنټرول ولري.

نوموړي ويلي چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا يو ميليون کسان له انټرنېټ څخه استفاده کوي چې په دوی کې د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه شاوخوا ۹۰۰ زره تنه يې له فيسبوک څخه استفاده کوي او نور نږدې سل زره تنه يې بيلابېلو ويب پاڼو ته لاس رسی لري.

د فيسبوک د فعالانو په وينا که له يوې خوا فيسبوک او انټرنيټ د اړيکو ښه وسيله ده خو له بلې خوا هغه کسان چې له دغې شبکې ناوړه استفاده کوي خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې وروستیو کې هر لوستي او نالوستي د فيسبوک نړۍ ته مخه کړې چې له امله يې د فيسبوک په نړۍ يو لړ منفي اغيزې کړي دي.

په فيسبوک کې پخوا د علمي او سياسي شخصيتونو له لوري ډېر مهم علمي او د پام وړ موضوعات څېړل کېده خو د وخت په تېرېدو سره فيسبوک اوس د بې سواده او بې لارې کسانو د ساعت تېرۍ په خونه بدله شوې ده چې علمي،سياسي رنګ يې تت شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د