افغانستان

د معروف په چاودنه کي د سی آی ای یو ضابط هم وژل شوی وو- نیویارک ټایمز

CIA-in afghanistanامریکایي چارواکو ویلي چي د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې چي د تیري شنبې په ورځ د ملي امنیت ریاست ته نیژدې چاودنه وشول، په هغه کي د سی آی ای د استخباراتو یو ضابط هم وژل شوی وو.

د نیویارک ټایمز د نن ورځي الیکتروني ورځپاڼي د دغو چارواکو په قول ویلي چي په هغه چاودنه کي چي د کندهار ولایت د ملي امنیت مرستیال غلام رسول د خپلو دوو تنو ساتونکو تر څنګ ووژل شو، په دغه چاودنه کي یو شمېر امریکایان هم ووژل شول، چي په هغو کی یو د سی آی ای ضابط هم شامل وو.

د ایساف مسئولینو ویلي چي داسي معلومیږی چي د برید اصلي هدف امریکايي عسکر یا استخباراتي چارواکي نه وه، بلکی امریکایان هلته په غلط وخت او غلط ځای کی وربرابر شوي وه.

باید وویل شي چي په دغه برید کي چي طالبانو یې مسئولیت په غاړه اخیستی وو، په هغه وخت کي د ایساف مطبوعاتي خبرپاڼي ویلي وه چي په چاودنه کي یو عسکر او بل امریکايي ملکي کارکونکی وژل شوی وو.
طالبانو ویلي وه چي په دغه برید کي ۹ تنه بهرني عسکر ووژل شول، او څلور تنه د ملي امنیت چارواکي ووژل شول.

ورځپاڼي ویلي چي د امریکايي عسکرو د مجموعي مړو د شمېر 15 سلنه یوازي د افغاني عسکرو له خوا په بریدونو کي وژل شوي دي.

د ورځپاڼي په وینا د امریکا استخباراتي ادارې (سی آی ای) په افغانستان کي تر ټولو غټ ګوزار په کال 2009 وخوړ، کله چي یو دوه اړخه اردني جاسوس د خوست په یوه مرکز کي ځانته چاودنه ورکړه، او ددغي ادارې  7 تنه لوړ رتبه مامورین یې ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x