وحید مژده، لیکوال او شناند

مژده: د امريکايي جنګیاليو پاتې کېدل، د جګړې د اوږدېدو مانا لري ـ مرکه

وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه اعلان کړه، پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د بهرنيو پوځیانو پاتې کېدل د جګړې دوام وګاڼه.

کابل مېشتی د سیاسي چارو کارپوه وحيد مژده هم ورته نظر لري، دا چې د بهرنيو پوځيانو څو مره شمېر پاتې دی، ولې د امريکا پلان بدل شو او دا پاتې کېدل به څومره زيان ولري، په دې اړه مو له نوموړي سره مرکه کړې، چې ستاسې پام ورته را اړوو:

نن ټکی اسیا : د امریکا ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې له ۲۰۱۶ وروسته به ۵۵۰۰ تنه سرتېري په افغانستان کې پرېږدي، دغې پرېکړې ته په کومه سترګه ګورئ؟

مژده: لومړی خو دا ثابته نه ده، چې رښتیا هم په افغانستان کې د بهرنيانو شمېر همدومره دی کنه، دلته له دې رسمي اعلان پرته هماغه بلک واټر او ځينې نورې خصوصي کمپنۍ هم فعالې دي، بر دې سربېره په افغان لوري کې داسې خلک شته چې دوی په پیسو جنګوي، دویمه دا چې بهرنيان د افغانستان حالات ډېر په ځيرکتيا سره څاري دوی غواړي همدلته پاتې شي او له همدې ځايه سیمه وڅاري، دوی د پاکستان او روسيې اړیکي هم له نږدې څاري چې په دې وروستيو کې د امريکا په پرتله روسيه پاکستان ته ځان ور نږدې کوي، همدا اوس يې هم د پوځي همکاريو په اړه خبرې روانې دي. نو امريکايان دلته پاتې کېږي خو شمېر به ښايي تر دې ډېر وي ځکه چې زر تنه خو به یوازې د دوی د دفترونو لپاره پاتې وي.

نن ټکی اسیا: څه فکر کوئ، د اوباما د تګلارې بدلون عمده لامل څه و؟

مژده: وړاندې مې وویل چې امريکا د افغانستان حالات له نږدې څاري، دوی سیمې ته ګوري او د سیمې حالاتو ته په کتو خپلې پرېکړې کوي، خو دا جنګيالي چې يې دلته پاتې کېږي دا د افغان ګټو لپاره نه، بلکې د خپلو موخو لپاره پاتې کېږي، له دې سره به جګړه اوږدېږي، کنه یوازې همدا پنځه زره تنه بسنه کوي، نو چې یو نیم سل زره څه ونه شوای کړای، دوی خو يې بېخې نه شي کولی.

نن ټکی اسیا: ځینې پر دې باور دي چې ۵۵۰۰ تنه سرتېري جګړه نه شي کولای او په دغه شمېر شتون د جګړې پلمه کېدای شي؟

مژده: هو، همدا بهرنيان چې دلته پاتې کېږي، دا اصلاً د دې لپاره نه پاتې کېږي چې ګواکې د جګړې لپاره دې همدومره شمېر کفايت وکړي، دا یوازې د جګړې د اوږدېدو لپاره پلمه بلل کېدای شي او پر دې هر څوک سترګې نه شي پټولی، دا اوس حامد کرزي هم همدا ویلي چې د دې بهرنيانو پاتې کېدل د جګړې د اوږدېدو مانا لري، خو دا پاتې کېدل د يوې معاملې له مخې کېږي، حالات داسې را برابر شول چې په کندوز کې جګړه وشوه، افغان حکومت هم او امريکا هم دا یوه پلمه کړه چې بايد عسکر يې پاتې شي، خو که دا نه وای شوي هم، امريکا په اسانۍ نه وځي.

نن ټکی اسیا: څوارلس کاله وروسته طالبان وتوانېدل چې د کندوز په څېر مهم مرکز ونیسي. دا د حکومت کمزوري ګڼئ ، که د طالبانو ځواک او که د همدې ستاسو په وينا «معاملې» کړۍ؟

مژده: زما مقصد دا نه دی چې په کندوز کې د طالبانو جګړه هم د معاملې له مخې شوې، اصلاً خو طالبانو د همدې کندوز جګړې ته پلان جوړ کړی و، دوی د خپل پلان له مخې جګړه وکړه، مګر امريکايان همدې ته په تمه و، او له همدې موقع يې ګټه واخیسته، سمدستې يې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو اعلان وکړ او ښکاره پلمه يې همدا ګرځوله، خو د کندوز حکومت بې له شکه د دوه سري حکومت ضعف په ډاګه کوي.

نن ټکی اسیا: دا اعلان د کندوز له ماتې وروسته کېږي. فکر کوئ د ۵۵۰۰ سرتېرو شتون به د کندوز په څېر د نورو ولایتونو د ماتې مخنیوی وکړي؟

مژده: ما مخکې وویل چې یو نیم سل زره عسکرو هم چندانې پايله ور نه کړه، نو پنځه زره تنه نشي کولی چې د دا ډول جګړو مخه ونيسي، او نه هم دوی دلته د دې لپاره پاتې دي چې په جګړه کې به مستقیماً په سنګرونو کې برخه اخلي، دوی لکه چې وايي چې د قاطع ماموریت دنده يې دا ده چې تمویل او مشوره به ورکوي، نو دوی یوازې افغان عسکرو د مشورې او تمویل دنده په غاړه لري، د ولايتونو د سقوط د مخنيوي لپاره سنګر ته نه ځي.

نن ټکی اسیا: ګډ حکومت له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک کړی؛ د ځواکونو اوسنی شتون له هغه تړون سره برابر دی؟ یا په دې معنا چې هغه امنیتي تړون څومره عملي دی؟

مژده: د تړون په اړه خو حامد کرزي ویل چې دی يې نه غواړي، خو دروغ يې ویل، دی هم د امريکا ګوډاګی دی، که يې رښتیا هم تړون نه غوښتلی، نو ولې يې جرګه راغوښته او جرګه کې يې هم داسې خلک راغوښتي و، چې یا تړون تاييد کړي یا چوپ پاتې شي، د مخالفې رايې سړی پکې نه و، ورسره سپنتا او صادق مدبر چې دا پروسه يې پر مخ وړه ټولو دا غوښتل چې تړون امضا شي او اصلاً نه حامد کرزی، نه اشر ف غني او نه هم عبدالله دا واک لري چې د امريکا پر ضد دريځ ونیسي، دوی دا وس نه درلود چې له تړونه انکار وکړي.

نو دا تړون موږ ته کومه ګټه نه ده کړې او نه يې هم د عملي کېدو لپاره چا پوښتنه کړې ده، په دې تړون کې داسې نه شته چې اوس يې موږ عملي ووينو، ډېرې اخلاقي خبرې پکې دي، چې موږ به په دې برخه کې کوشش وکړو او په دې برخه کې.

نن ټکی اسیا: په دغسې یو وضعیت کې د سولې او خبرو اترو امکانات څومره شته؟ طالبانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې هم د سولې په باب ځینې اشارې کړي.

مژده: سوله خو اصلاً هغه وخت له خنډ سره مخ شوه چې تړون لاسلیک شو، د تړون مانا همدا وه چې جګړه پر مخ وړو، دغه اوس چې حکومت له امريکا نه په پوځي برخه کې پیسې او تجهیزات غواړي خو د جګړې لپاره يې غواړي، نو چې د جګړې فکر وي، سوله لرې ده، که رښتیا هم دولت غواړي سوله وکړي نو پاکستان دې له منځه وباسي، همدې پاکستان په اشغال کې برخه درلوده او اوس چې بیا سوله د ده په وسیله کېږي نو خامخا خو به دی هم یو څه هدف لري او پاکستان دا هدف لري او داسې سوله غواړي لکه حزب ا سلامي چې يې نیم په دولت کې شریک کړ او ځينې نور يې اوس داعش ته ورغلي دي، غواړي د طالبانو هم ځينې کسان له حکومت سره یو ځای کړي او نور له داعش سره وتړي، نو که حکومت رښتیا سوله غواړي هغه پیسې چې د پاکستان لپاره يې مصرفوي پخپل ولس دې يې مصرف کړي او د رښتينې سولې لپاره دي کار وکړي.

نن ټکی اسیا: اوس چې د بهرنيانو د پاتې کېدو اعلان وشو، د سولې څومره تمه کېدای شي، ځکه چې طالبانو د یو بهرني په پاتې کېدو هم، د جګړې د اړخ نیولو خبره کړې؟

مژده: اوس ژر څه تمه نشته، تر څو چې د ټولو بهرنیانو رسمي اعلان نه وي شوی، تر هغو ښايي مذاکرات ګټه و نه لري او دا کال – دوه کال په بر کې نيسي.

نن ټکی اسیا: کور مو ودان!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ښکلی مرکه وه ، پوښتنی او ځوابونو دواړو حقایق په ډاګه کړی ، له دواړو خواوو مننه کوم که مو اجازه وی زه به هم څه ورزیات کړم : لمړی : پاکستان او اسراییل په عین کال د عین انګریزانو له خوا ، دواړه د دین په بنا ( مګر د ادیانو د منځه وړلو د پاره ) جوړ شوی په کومه مغلقتیا چه اسراییل جوړ شوی ، پاکستان هم جوړ شوی صرف دومره توپیر د سطرنج د لوبی په شان اسراییل د باچا او پاکستان د غلام رول لوبوی مګر وفادار پاچا او اوفادار غلام . دوهم : تاسی… نور لوستل »