نظــر

د اشرف غني سپخیدلی چارچوب

لیکوال: زخمي افغان

د اشرف غني خبرو ته مو که غوږ نیولی وي نو دغه لیکچرار صاحب چې اوس په افغانانو د پاچا په حیث رانازل شوی دوه لغات ډیر استعمالوي. چارچوب او چارراهي، نه پوهیږم علت به یې څه وي خو داسې معلومیږي چې داشرف غني د څلورو له  هندسې سره ډیره جوړه ده،نوموړي کوشش وکړ چې په افغانستان کې زعامت هم له یووالي څخه متعدد او بالاخره مربع  کړي،نوځکه یي د جانکیري په مرسته دوه سری نظام جوړ کړ، اشرف غني که ټول نظام څلور سری نه کړ، مګر د سپیدار ماڼۍ په مقابل کې  یي خپله د ګلخانې ماڼۍ په بریا سره  څلور سرې کړه ځکه آبله ورځ یې په دوه مرستیالانو سربیره  احمدضیا مسعود هم  ورمقرر کړ چې په دې سره ټول ګلخانه وال څلور تنه شول.

اشرف غني چې تقریر ته جګ شي، بیا که د خوست د قربانیانو فاتحه وي یا د شانګهای سرمشریزه غونډه بس هرځای ضرور یوځل دا خبره کوي چې افغانستان په اصل کې یوه چارراهي ده چې د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ ، جنوبي اسیا او چین ترمنځ پرته ده، اشرف غني دغه د چارراهۍ خبره دومره تکرار کړي چې یود فیسبوک ټوکمار یي اوس ترافیک صاحب بولي چې د چهارراهۍ په منځ کې ولاړ دی او د وریښمو د مسیر کاروانو  ته لارې او ګودرې ورښيي .

اشرف غني د چهارراهي په نسبت چارچوب لغت هم ډیر کاروي،نوموړی خپل حکومت په اصل کې یو چارچوب بولي او دا چارچوب بیا په هره برخه کې واړه واړه چارچوبونه په برکې نیسي.

چارچوب خو به زموږ خلکو هغه چوکاټ یا چارټ ته وایه  چې د یو شي د احاطې او احتوا لپاره به ترې چاپیره شوی و،اشرف غني چې خپل حکومت د حامدکرزي د میراث چارچوب بولي داسې ښکاري لکه چارچوب یې چې سره شړیدلی او سپخیدلی وي،ځکه هره ورځ د اشرف غني له  حکومتي چارچوب څخه یوه ولسوالي غورځي او که دا بهیر روان وي نږدې ده چې چارچوب همداسې تش پاته شي.

د اشرف غني چارچوب یو ځای درز نه دی کړی بلکې لور د لوره سوړې بوړې ښکاري،که په جنوب  لویدیځ  کې د اشرف غني له چارچوبه  نوزاد او موسی کلا  تڼیدلي، په جنوب ختیځ کې بیا د پکتیکا ګواشته ترې وغورځېده،په مرکزي افغانستان کې  یوازې د غزني څلور ولسوالۍ له چارچوبه بې ځایه شوي دي، او د شمال په حوزه کې خو بیا چارچوب داسې وازه خوله پاته دی چې یوځل خو سلامت ولایت کندز ترې  ژوندی ګړندی سقوط وکړ.

د چارچوب خوندد شمال لویدیځ په خواکې هم نشته، قیصار او المار  او د سرپل کوهستانات هم  فی الحال خارج چارچوب بلل کیږي، داشرف غني مرستیال دوستم یو ځل د فاریاب خواته لاړ تر څو که  وشي کړای شلیدلی چارچوب راپیوند کړي،مګر له  څه وخت تیرولو وروسته ورمعلومه شوه چې چارچوب داسې نه دی وروست شوی  چې پیوند  او کوشیر دې واخلي نو ځکه یې شلیدلی چارچوب همداسې پرچاو پريښود چې په تعقیب یي ګرزیوان او خواجه ناموسی هم له چارچوبه ایله سوې.

په لویديځ افغانستان فراه کې خو بکوا له وړاندې  داشرف غني په چارچوب کې نه وه مګر تازه په تازه ګلستان او بالابلوک هم له چارچوبه وتلي دي،همدا اوس تازه خبر دی  وایي کله چې اشرف غني کوشش کاوو د کندز  چهاردره په چارچوب کې داخله کړي او د همدې لپاره خپله کندز ته تللی و، هورې  لرې بادغیس کې غورماچ ولسوالي له چارچوبه وغورځېده.

دا چارچوب دغه حالت نو سړي ته هماغه وطني مصرۍ وریادوي چې :

د موزیګي شلیدلیه کټه !

چې زه دې لنګه ټینګوم بازو دي ځینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

مفكر صيب د چارچوب (بي بي گلی) په واحد مخرج کی افغانيت او مسلماني دواره په اوباما (دگه) وهلي دي نو له داسي ذلیل به افغانان سه د خیر تمه وکري

zubair

حافظ سعيد خان نه دبرائت اعلان په دې کې هیڅ شک نشته چې داسلامي امت دستونزوحل دیواسلامی عادل خلافت په قیام کې دی اودایوه اسلامی فریضه ده. مونږدهمدې موخې لپاره ابوبكرالبغدادي حفظه الله سره دبیعت اعلان وکړاوبیا موحافظ سعید خان اونوروته دبیعت بلنه ورکړه . کله چې حافظ سعید خان دخراسان والي وټاکل شونوپه ورین تندي مودهغه ولایت ومانه اودخدمت لپاره موملاکلکه وتړله. خوافسوس چې حافظ سعید خان زمونږله مشورې خلاف فتح شوی تیرا پرېښود، افغانستان ته راغی اوددې په ځای چې خلکوته داسلامی خلافت خواږه وروڅکي ، دعدل،سوکالۍ اوخوشحالۍ نظام پلی کړي اودعلم رڼا خپره کړي،ظلم يې پيل کړ،خلک… نور لوستل »

ظریفی ظریف

دګنجي چارچوب نور چاک چوب دی
امریکا پلس مفکر او روس پلس ډبل = ۴

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x