نظــر

د افغانستان اوسنۍ جګړه د معاصر تاریخ تر ټولو مقدسه جګړه ده

mujahideenشهید عبد الله عزام د روسانو په وړاندې د افغان جګړې په اړه د یو شمیر عرب شیخانو په ځواب کې چې د افغانستان جګړه ېې د خپل وهابي تفکر له مخې مقدسه نه بلله او په دې پلمه چې د افغانستان مجاهدین د خپلو شهیدانو په قبرونو جنډې لګوي او دا د هغوی په اند بدعت او حتی شرک دئ ، وايي د افغان جګړې یو چرسي مجاهد په مکه معظمه کې د عبادت کوونکو مسلمانانو له ملا امام غوره دئ ځکه د مکې شریفې ملا امام د کفر مخه په دوعآء او اوښکو نیول غواړي خو افغان مجاهدین بې له دې چې د تنخوا ، معاش او امتیازونو غوښتونکي وي د نړۍ د زبر ځواکي کفري بلاک شوروي مخه ېې په عملي ډول او د خپل بدن د وینو په نذرانه نیولې ده .

عبد الله عزام شهید ریښتیا وايي افغانانو هغه وخت د کفر ، ظلم او ښکیلاک په وړاندې د خپلو وینو په بیه او د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره جهاد ته مخه کړه چې د نړۍ ټول مظلوم ملتونه د کفر او طاغوت په وړاندې له دریدا ناهیلي شوي ؤ .
زما قبله ګاه صاحب وايي د جهاد په لومړیو کلنو کې مې له یوه کمونیست سره بحث ؤ هغه راته ویل د شوروي پر ضد ستاسو مبارزه یواځې د ځان وژل دي او داسې مثال لري لکه د اور لګیت یو خلئ چې له یوې شل پوړیزه کانګریټي ودانۍ لري جنګول کیږي .
ريښیا هم دا په عقل نه برابریږي چې هغه بې وسلې او پښې لوڅي مجاهدین چې حتې د اوړي له ګرمۍ او د ژمي له یخنۍ ېې د ځان ساتلو وس نه درلود د نړۍ له تر ټولو ستر زبر ځواکي سره چې له امریکا ېې د ګرنلنډ ټاپو ګان په زور نیولي او بیا بیرته په بیه پرې پلورل ، د دریدو توان ولري .
خو افغان مجاهدینو په هغه وخت کې هم داسې قربانۍ ورکړې چې د بشر تاریخ به ېې هم تر پایه په یاد ساتي .
یو روسئ جنرال لیکي کله چې موږ په افغانستان کې د مجاهدینو پر خلاف جنګیدو موږ ته ویل کیدل چې مجاهدین د امریکا له خوا سخت سمالیږي خو یوه ورځ مو په یوه جګړه کې څو تنه مجاهدین د چورلکو په مټ محاصره او ووژل او کله چې ورغلو او د هغوی مړي مو وپلټل نو له ابتدايي ټوپکو د ګوتو په شمیر کارتوسو او د صابون او غوړیوڅخه په لاس جوړو شویو بوتلي بمونو پرته ورسره بل ډول وسله نه وه .
هغوی حتې د غرونو د سختو او اغزنو لارو د طۍ کولو لپاره چې دوی به تل په کې اوسیدل بوټان هم نه درلودل او شلیدلې د څرمنې څپلۍ ېې په پښو وې چې له امله ېې د پښو پوندې ټولې چاودلې وې او وینې تر روانې وې .
کله مو چې د هغوی بدنونه وپلټل په ملا پورې د تړلې وچې ډوډۍ او د اوبو له یوه پتک پرته ېې د خوراک لپاره هم څه نه درلودل .
روسئ جنرال لیکي موږ د هغوی په جیبونو کې حتې یوه افغانۍ هم ونه مونده .
د روسي جنرال په وینا د دې صحنې له لیدلو وروسته زه پوه شوم چې موږ د چا په وړاندې جنګیږو او په دې هم پوه شوم چې د داسې قوم پر ضد بریالي کیدل هم ممکن نه دي ځکه هغوی زموږ له منګولو د خپل ټاټوبي د ساتلو لپاره په یوه مقدسه جګړه لګیا دي چې هم ېې ژوند او هم ېې مرګ د ځان لپاره ویاړ بولي .
د تیر جهاد خاطرې به ډيرې زیاتې وي خو د بیلګې په ډول به د وردګو د اونخي دری د یوه مشهور مولوي صاحب قصه وکړم چې له خپلو ملګرو سره د روسانو پر ټانګونو له  تبرونو او چړو سره وروخوت او تر شهادته ېې جګړه وکړه .
نوموړئ مولوي د روسانو د ټانګ سر ته په ورختلو او د یوه روسي په وژلو یا ټپي کولو هم بریالئ شو خو د ټآنګ پر سر ېې تر سینه مرمۍ وختې او شهید شو .
د امریکايي طاغوت په وړاندې ننۍ جګړه هم د هماغې مقدسې جګړې دوام دئ او افغان میړني ملت نن هم له ډيرې غریبۍ او بې وسۍ سره سره د کفر او ظلم توغ ته سر نه دئ ټيټ کړئ او له ذلیل ژوند ېې عزیز مرګ ته ترجیح ورکړې ده .
څو کاله وړاندې د یوه فرانسوي نوم له دې امله د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ولیکل شو چې یو ساعت ېې د سلو فرانسوي عسکرو په وړاندې مقاومت وکړ خو نن افغان مجاهدین د کفر د تر ټولو مهمو اډو په منځ کې چې په زرګونو او لسګونه زره پر مختللي طاغوتي عسکر او مزدوران ېې په کې میشت وي ۲۴ ساعته جګړه کوي تر هغې چې د شهات مقام ګټي خو نوم ېې په هیڅ کوم کتاب کې نه لیکل کیږي .
یوري ګاګارین او نیل آر میسټرانګ ته له دې امله د نړۍ د زړورو خلکو نومونه ورکول شوي چې فضاء ته ېې دتګ زړه ښه کړ چې ۹۰ سلنه ېې د مرګ احتمال ؤ خو نن افغان مجاهدین په پوره ډاد او اطمینان په خوښۍ او خوشحالۍ او مطمئن زړه د بارودو او بمونو ډک واسکټ تر خپلې ملا تړي او د خپلو دوښمنانو د صفونو په منځ کې د ځان له غوښو سره د دوښمن غوښې او هډونه هم آسمان ته الوزوي .
 هغوی په داسې حال کې د مرګ و لور په خوښئ او خوشحالۍ ورځي چې سل په سلو کې مري او ډاډه وي چې له مرګ پرته بله لاره نه لري خو بیا هم مطمئن ډاډه او خوشحاله وي چې د یوې زرې په اندازه ناهیلي توب به ېې په څيره او سترګو کې ونه ګورې .
په دې به نه غږیږم چې کفري او طاغوتي لوري څومره د استشهادي عملیاتو او د سرک غاړي چاودنو د بدنامولو لپاره په بیلابیلو ډګرونو کې څومره او څنګه پلاونه جوړ کړي او په یوه غشي ېې د څو مرغیو د ویشتلو هڅې کړې دي .
جورج واشنګټن او سیمون بولیوار ته له دې امله امریکایان د تعظیم سرونه ټيټوي چې د انګریزانو پر خلاف ېې د خپلواکۍ جګړې رهبري کړې خونن چې افغانان د خپل ټاټوبي د آزادۍ او د آزاد ژوندکولو د حق تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي په کوم منطق ورته ترهګر ویل کیږي .
کمونستانو د داود په وړاندې کودتا وکړه خو له دې امله چې له خپل ملت ېې ویره درلوده ځان ېې د شوروي په غیږه کې ورواچاوه او د ځان د ساتلو لپاره ېې له شوروي مرسته وغوښته په هغه وخت کې د ملګرو ملتو مطلق اکثریت غړو په افغانستان کې د شوروي د پریکړې پر خلاف رایه ورکوله خو نن ، امریکا هغه نظام چې په خپله د امریکایانو خوښ نه ؤ له منځه یووړ او په کوټه کې د انګلیسي ژبې د کورس یو استاد ېې ،هغه هم د دې په خاطر چې د انګریزانو ژبه ېې زده وه راوست او د قدرت پر ګدۍ ېې کیناوه او د هغه تر چپنې لاندې ېې د افغانستان په کلو او بانډو کې هغه جنایتونه وکړل چې ښايي جنګیز او تیمور به هم په قبر کې پرې شرمیږي خو نن د نړۍ ملتونه ولې چوپ دي او بیا هم افغان مجاهدینو ته یاغیان او تر هګر وايي .
د عامې قاعدې په اساس د سختیو او مشکلاتو پر مهال اصلي اوکچه مالومیږي .
سره زره هم د اور په بټیو کې له خاورو او شګو بیلیږي او انسانان هم هغه وخت خپل اصلي هویت ښيي چې د مرګ او ژوند مسئله شي .
نن خلکو منافقین او مجاهدین ښه وپيژندل .
د نن ورځې د افغان جهاد تقدس تر دې کچې دئ چې مفسدین او منافقین ېې په صفونو کې ځای نه شي موندلای .
نن که څوک د کفري ښکیلاک په وړاندې د مبارزې ډګر ته ځي نه یواځې به په څومحدودو ورځو کې د خپل سر نذرانه ورکوي بلکې کورنۍ ، خپلوان ، او حتې ملګر ي او همصنفیان به ېې هم  د نیستۍ او نابودۍ له خطر سره مخامخیږي .
منم چې د مجاهدینو په نوم به یو شمیر شر اچوونکي کارونه هم کیږي خو دا هغه څوک دي چې له نړیوال استکبار سره تړلي او مټ ېې له هغه پلوه پیاوړئ دئ .
زما مطلب دلته مجاهدین دي واقعي مجاهدین چې د کفر او ظلم د تورو مخ ته ېې خپلې سینې سپر کړې دي .
نن چې څوک د جهاد ډګر ته ننوځي دا هیله بیا نه ورسره پيدا کیږي چې د تیر جهاد په څير به قوماندانۍ ته ورسیږي موټر او ژوند به پيدا کړي ځکه نن له خدای ج پرته د مجاهدینو بل مرستندوی او ملاتړئ نه شته .
نن د ټولې نړۍ سر مجاهدینو ته سکروټې ګرځيدلئ او په دې ټوله نړۍ پوهیږي .
 نن نه د پاکستان نه د ایران او نه د کوم بل هیواد په خاوره د مجاهدینو لپاره امن کور شته .
غواړم د څو مجاهدینو څرګندونې هم شریکې کړم .
د وردګو د سید آباد ولسوالۍ د سالارو شهید داود راته ویل موږ له دې امله د چا په کور کې شپه نه شو کولای چې خدای مه کړه زموږ له لاسه د کور څيښتن ته سر خوږئ جوړ نه شي ځکه امریکايي وحشیان د چاپو پر مهال د وچ او لانده تو پير نه کوي او ښځې او ماشومان له یوې مخې وژني او بمباروي ېې .
هغه ویل زموږ ډيرې شپې په ویالو لښتیو غرو او ځنګلو او حتې د هدیرې په زړو قبرونو کې تیریږي .
د شهید داود په خبره موږ اوس د پخوا په شان له مړیو او قبرونو نه ویریږو ځکه پوهیږو چې څه وخت وروسته موږ هم همدې قبرونو ته راځو نو له همدې امله د مني په یخو شپو کې په زړو او لویدلیو قبرونو کې شپې تیروو .
په داسې حالت کې که بیا څوک ټپي کیږي تاسو فکر وکړئ او ځان فرض کړئ هغه کسان چې په روغ حالت کې د ځمکې په سر ځای نه لري په ټپي حالت کې به ېې حال څنګه وي .
د شنیز یوه مجاهد راته قیصه کوله چې د ملي خیلو په سر مو په عام سرک په امریکايی ځواکونو برید وکړ د څو ټانګونو له ویشتلووروسته مو د قاري حبیب الله او فدايي په نوم ملګري شهیدان شول او موږ له څو ټپي ملګرو سره په سختۍ د جګړې له ډګره ووتو .
په همدې ترڅ کې د دوښمن چورلګې او جیټ الوتکې را ورسیدې  او په سخت بمبارد ېې پیل وکړ .
په بمبارد کې د شهید حبیب الله یو بل ورور هم چې د خپل ورور په لټه کې راوتلئ ؤ سخت ټپي شوئ ؤ او څو تنه نور مجاهدین هم ټپيان شوي ؤ .
مجاهد ویل موږ ټپيان په ډيره سختۍ تر یوه جوماته ورسول خو نور له جوماته د وتلو لار نه وه .
ځکه دوښمن ټوله سیمه محاصره کړې وه او چورلکو ټيټ پروازونه کول . هغه وايي زموږ یو ملګرئ چې سخت ټپي او د بدن ډيره برخه ېې په امریکايي بمبارد کې سوځیدلې وه له درده چیغې وهلې او له تندې ېې ستونئ وچ ؤ خو موږ له هغه سره هیڅ مرسته نه شوئ کولای .د مجاهد په وینا موږ پوهیدو چې نوموړئ مجاهد به په شهادت رسیږي خو حتې د درد یوه ګولۍ یا ستنه مو هم نه لرله چې ورکړې مو وئ او ساه ېې لږ په آرام ختلې وائ او یو غوړپ اوبه هم نه وې چې لږ ېې ستونئ پرې لوند شوئ وائ .
ټپي مجاهد د شپې له لسو بجو د سهار تر آذانه چیغې وکړې خو بیا ېې غږ خپ او شهید شو .
دا سختۍ چې عقیده نه وي څوک ېې نه شي زغملای که دا جګړه مقدسه جګړه نه وائ هیچا دې سختیو ته ځان نه ورکاوه .
دې مجاهد ویل شهید فدايي  په دې جګړه کې دوه ټانګونه وویشتل او بیا شهید شو خو پوهیږۍ چې شهید فدايي چې د سید آباد د آکا خیلو اوسیدونکئ ؤ د راکت مرمۍ له کومه کړې وې .
دې مجاهد ویل فدايي ته په همدې ورځ یو تن دری زره افغانۍ ورکړې او ورته وېې ویل چې په کور کې مو اوړه نه ؤ لاړ شه او د خپلو اولادونو لپاره یوه بوجۍ اوړه واخله .
فدايي په سر کې پيسې نه اخیستې خو د هغه کس او د نورو په اصرار ېې واخیستې ځکه مجبور ؤاو په کور کې ېې بل داسې څوک هم نه ؤ چې سر پرستي ېې کړې وای یا ېې د هغوی لپاره خواړه برابر کړي وائ .
هغه مجاهد وايي په لاره راتلو چې یوه کس وویل دلته دری د راکټ مرمۍ له یوه کوچي سره دي چې هره یوه په زر افغانۍ خرڅوي له دې امله چې موږ د راکت مرمۍ نه درلودې سخت له ستونځو سره مخ ؤ خو د دې مرمیو د اخیستلو لپاره پيسې هم نه وې .فدايي وروګرځيد او سره له دې چې موږ ډير منع کړ خو بیا ېې هم ونه منله او ویل ېې ما خپل اولادونه په خدای سپارلي هغه به ېې یوه چاره وکړي خو دا مرمۍ بیا نه پيدا کیږي او هماغه ؤ چې دری د راکټ مرمۍ ېې واخیستې .
فدايي په همدې شپه په امریکایانو د برید هوډ وکړ او موږته ېې وویل چې زه د سرک غاړې ته ورځم تر څو ټانګونه رانه خطا نه شي او تاسې مې د کوم امریکايي یا عسکر په ګمان ونه ولئ .
هماغه ؤ چې فدايي له جګړې وروسته د سرک له غاړې بیرته را ونه شو ګرځيدای او د امریکايي ځواکونو په متقابلو ډزو کې شهید شو .
د سالارو شهید امیر ګل یوه ورځ راته چې د روژې مبارکه میاشت وه ویل موږ ډير وخت د روژه ماتي لپاره هم څه نه شو پيدا کولئ اومجبور یو سر په سر روژې و نیسو .
یوه بل تن راته ویل یوه ورځ د سالارو له شهید داود سره وم ټوله ورځ مو په پښو مزل کړئ ؤ خو د شپې لپاره مو د خوړلو لپاره هیڅ نه درلودل ، یوه جومات ته وروګرځيدو او لمونځونه مو په کې اداء کړل یوه کس چې زموږ وچې شنډې ولیدې نو راته وېې ویل چې که ډوډۍ مو نه وي خوړلې چې زه ېې درته راوړم . خو شهید داود ورته ویل مننه ډوډۍ مو خوړلې ده . کله چې هغه کس لاړ ما ورته وویل چې ولې دې داسې ورته وویل شهید داود وویل نه غواړم نور څوک له موږ سره په تکلیف شي ما ورته وویل نو څنګه وکړو زه خو نور د تګ وس نه لرم شهید داود په خندا شو او ویل ېې ښه ده چې د مجاهدینو له حاله لږ خبر شئ .
دا هغه کسان دي چې نړیوال ېې ترهګر بولي افغان دولت ېې شر اچوونکي خو قرانکریم ېې په اړه فرمايي
 يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ  ،
یعنې دوی له خدای او خدای له دوی سره مینه لري د مؤمنانو په وړاندې نرم خو د کفارو په وړاندې کلک او سخت دي، د خدای په لاره کې جهاد کوي ،د ملامت کوونکو له ملامتیا نه ویریږي ، داد خدای ج یو فضل دئ او هغه چاته ېې ورکوي چې خوښه ېې وي بیشکه خدای ج پراخي ورکوونکئ او علیم دئ .
په بل ځای کې د دې کسانو په اړه په قرانکریم کې راغلي  إن الله اشتری من المؤمنین أنفسهم و أموالهم بأن لهم الجنة یقاتلون فی سبیل الله فیقتلون و یقتلون :یعنې خدای ج له مؤمنانو د هغوی مالونه او ځاڼونه د جنت په مقابل کې اخیستي دوی د خدای ج په لار کې وژل کو ي او وژل کیږي .
بې شکه نن ورځ په ریښتیا چې خلکو خپل ځان او مال ټول د خدای په لاره کې قربان کړل او لا ېې هم قربانوي .
هغه تکړه انجینران چې همصنفیان ېې د لویو لویو ماڼيو او شتمنیو څيښتنان شول نن چې جهاد کوي له خپل کور او کلي ورک دي او اولادونه ېې د بیګا ډوډۍ ته حیران دي .
د سالارو شهید امیر ګل او وروڼو ېې دوکانونه موټر پيسې او کار و بار درلود باغونه او ځمکې ېې درلودې خو دا هر څه ېې د خدای په لار کې بایلودل ، څوک شهیدان او څوک بندیان شول . څه وخت وړاندې مې ېې یو کشر ورور ولید چې له یوه کس ېې ۵۰ افغانۍ په پور واخیسې او ویل ېې پلار مې ډير مریض دئ روغتون ته ېې بیایم خو د موټر پيسې نه لرم .
دا دردونه یواځې هغه څوک درک کولای شي چې پرې تیر وي ، د امریکا په ډالرو مست خلک نه ، هغوی ته چې شراب او کباب تیار دي او د تاجکستان او پاکستان فاحشه خانې ېې په ډالرو چلیږي دا خبرې حتې د وطن آزادي ناموس او اسلام اهمیت نه لري .نور بیا….

په مینه . ډاکتر عماد الدین پژمان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x