په کندوز کې د بې پولي ډاکټرانو یوازینی روغتون د امریکایانو د بمبار وروسته

د بې پولي ډاکټرانو مشر:کندوز کې پر روغتون بمبار، باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د اکتوبر درېيمه په کندوز ښار کې جګړې لا زور اخیستی و او پر ځمکنیو بريدونو سربېره جنګي چورلکو او الوتکو هم پرلپسې بريدونه کول، د سیمې د خلکو په قول هوايي بمبار داسې روان و، لکه ټوله سیمه چې د دولت د مخالفينو مهم مرکزونه وي.

کندوز تر دې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په ولکه کې واخیست، د ښار په واټونو کې له طالب جنګياليو سره سیلفي انځورونه واخیستل شول او خواله رسنيو کې داسې برېښېدله چې ولس د طالبانو په تمه و، خو وسله والو طالبانو لا د کندوز بالاحصار او هوايي ډګر ته څېرمه دولتي عسکر نه و پر ګونډو کړي، چې بېرته شاتګ ته اړ شول.

دې جګړې نږدې دوه اوونۍ په بر کې ونیولې، د جګړې دواړو اړخونو او ولسي وګړو ته دروند ځاني او مالي زيان واوښت، خو وسله والو طالبانو ځينې رسنۍ پر دې ملامتولې چې د کندوز سم تصویر خلکو ته نه وړاندې کوي.

پر روغتون بريد:

د اکتوبر درېيمه، د تلې دولسمه و د سهار دوه بجې وې، چې کندوز ښاريانو تر پخوا زورورې چاودنې واورېدلې، دوی په تېرو څو ورځو کې له بمبارۍ سره روږدي شوي و، خو دې بمبارۍ پرلپسې نږدې یو ساعت دوام وکړ، دا بمبار د بې پولې ډاکټرانو «MSF» پر روغتون روان و، چې پکې د نهو ډاکټرانو په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول.

دغه بريد په افغانستان کې د مېشتو امريکايي عسکرو هوايي ځواکونو ترسره کړ، په بريد کې د شهید شوي ډاکټر امین الله سالارزي د کورنۍ غړی وايي، د شپې دریو بجو کې د ډاکټر سالارزي له نمبرو زنګ راغی، هغه په زګيروي ویل، چې زه نور ختم یم، په بچيانو مې پام کوئ!

ډاکټر سالارزی په غوڅه شوې پښه نږدې دوه ساعته ژوندی و، د روغتون په خونو کې په سینه څکېدلی و، خو د سهار خواته يې له نړۍ سره مخه ښه وکړه.

افغان ځواکونو د بريد غوښتنه وکړه:

د بريد له جزيياتو خپرېدو وروسته توند غبرګونونه را وپارېدل، لا هم په دې بريد کې د وژل شويو شمېر پوره نه دی څرګند شوی، خو د بې پولي ډاکټرانو عمومي مشر کریسټوفر سټاکس وايي چې د بريد په مهال د دوی ۷۰ کارکوونکي او تر ۱۰۰ ډېر ناروغان په روغتون کې و، خو رسنیو د وژل شویو ټوله شمېره د ۳۰ شاوخوا وښوده.

په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان جنرا جان کمپل له پېښې دوه ورځې وروسته د اکتوبر پر پنځمه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې چې د دوی هوايي ځواکونو د افغان ځواکونو په غوښتنه د بې پولې ډاکټرانو روغتون په نښه کړ.

هغه وویل چې د بريد په اړه به بې پرې څېړنه وشي، که يې وښودله چې بمبار په تېروتنه شوی دی، دوی به بښنه وغواړي؛ د پېښې په مهال د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي بیا وویل چې په روغتون کې وسله والو طالبانو سنګر نیولی و، چې بهرنیو ملګرو يې په نښه کړ، خو د بې پولې ډاکټرانو عمومي مشر دا ډول څرګندونې بې بنسټه وبللې.

اویاما بښنه غواړي:

په بمبار کې د سوځول شوي روغتون ودانۍ برګه ښکارېږي، سپين دېوالونه يې تورو لوګیو وهلي او د ټولو کړکیو شيشې يې ماتې شوې دي، افغان چارواکیو لا د بريد د تلفاتو او نوعیت په اړه بحثونه کول، چې د جان کیمپل تر څرګندونو څه وخت وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې بريد په اړه خواشيني وښوده او بښنه يې غوښته.

نوموړي له افغان ولسمشر اشرف غني او بې پولي ډاکټرانو له مشر سره په تليفوني خبرو کې بښنه وغوښته او ويې ويل چې د دوی ځواکونه به هڅه کوي چې بیا داسې تېروتنه تکرار نه کړي.

د قربانيانو له کورنیو سره مرسته:

له پېښې نږدې یوه اوونۍ وروسته د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې دوی به په کندوز کې د هغه روغتون قربانیانو ته پیسې ورکوي، چې ددوی په بمبارۍ کې ووژل شول.

د رویټرز د خبر سره سم دامریکا دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي چې دوی به د قربانیانو دوستانو ته د پیسې ورکولو تر څنګ د کندوز روغتون هم له سره روغ کړي.

اشتون کارتر وویل چې په افغانستان کې د امریکا پوځ دومره امکانات لري چې د روغتون قربانیانو ته د دیت په توګه پیسې ورکړي، او همداسي روغتون له سره ورغوي.

نوموړي زیاته کړه د اړتیا په صورت کې به د امریکا د کانګریس څخه د نورو امکاناتو غوښتنه هم وکړي.

جنګي جرم:

اوس د کندوز ښار او کنډواله روغتون د افغان امینتي ځواکونو په لاس کې دی، د بې پولې ډاکټرانو عمومي مشر د روغتون په انګړ کې ولاړ دی او وايي چې دا بمبار یو جنګي جرم دی.

کریستوفر سټاکس د جمعې په ورځ په کندوز ښار کې د بو پولې ډاکټرانو له ویجاړ روغتونه لیدنه وکړه، هغه وویل چې د بمبار پرلپسې دوام، دقیق ویجاړی او د بريد پراخوالی دا شک له منځه وړي چې ګواکې بريد دې پر تېروتنه شوی وي.

سټاکس د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې دا پېښه باید د یو جنګي جرم په توګه وڅېړل شي، په وينا يې د دوی ټولنه د دې پېښې وضاحت غواړي ځکه چې دا له نړیوال بشري قانون نه ښکاره سرغړاوی دی.

د کندوز د دې پېښې د څېړلو لپاره د حقیقت موندنې نړیوال کمیسیون له خپل پنځلس کسیز ګروپ سره حاضر دی، خو د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم امريکايي او افغان چارواکو ورسره د موافقې سر نه دی ښورولی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د