خبرونهنړۍ

پېښور ښار ته د افغان او قبايلي کډوالو په داخلېدو بنديز ولګېد

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل):د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت امنيتي چارواکو ويلي چې ددغه ايالت مرکزي ښار پېښور ته به د محرم په ورځو کې افغان کډوال او د قبايلي سيمو بې کوره شوي کډوال نه داخليږي.

د پېښور امنيتي چارواکو په هغه اعلان پاڼو کې چې د پېښور ښار په بېلابېلو واټونو کې يې ځړولي ليکلي چې د محرم په ورځو کې به له اذان او خطبې پرته د تقريرونو پر وخت په جوماتونو کې لاسپيکرونه بند وي،د پېښور ښار ته د افغان کډوالو او بې کور شويو قبايلو په داخلېدو بنديز، د هر ډول وسلې ګرځول، په موټر سايکل د دوه کسانو سفر کول او د هر ډول اشتهاراتو خپرول منع کړي دي.

دپاکستان امنيتي ادارو له دې مخکې هم د محرم په مياشتو کې ښارونو ته د افغان کډوالو په ورتګ بنديز لګوي و او له خپلو استوګن ځايونو څخه يې ورته د نه وتلو خبرداری ورکړی و.

خو د پاکستان دقبايلي سيمو بې کوره شويو په اړه يې دغې تازه پرېکړې د قبايلو غوسه راپارولې.

که څه هم پاکستاني پوليس وايي چې پربې کوره شويو قبايلو يې ښار ته د ورتګ بنديز دوی سره د کومې ستونزې په معنا نه دی مګر دغه اقدام يې د امنيت د ټينګښت له پاره دی.

خو بې کوره شوي قبايل دپاکستان په دولتي چارواکو نيوکه کړې او دا يې د قبايلو په اړه د پاکستان د حکومت دوه مخي بللې.

يوه قبايلي خبريال رسول داوړ رسنيو ته وويل چې پاکستاني قبايلو د پاکستان له خاورې هر وخت دفاع کړې ده او د پاکستان په جوړولو کې يې مرسته کړې نوموړي وويل چې د پاکستان امنيتي چارواکي دې ددغې پرېکړې امله له قبايلو بخښنه وغواړي.

تېرکال د دسمبر په ۱۶ نېټه د پېښور په يوه پوځي ښوونځي د بريد له امله په پاکستان کې امنيتي ځواکونو د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پيل کړه چې ګڼ شمېر افغان کډوالو له پاکستان څخه خپل هېواد ته په راستنېدو مجبور شول.

د ښوونځي له پېښې وروسته تر ډېره وخته د پاکستان امنيتي ځواکونو د افغان کډوالو په کورونو چاپې ووهلې چې دغه لړۍ لا هم د خيبرپښتونخوا ايالت په ځينو سيمو کې روانه ده.

شاوخوا لس ورځې وړاندې د خيبرپښتونخوا ايالت د کوهاټ د افغان کډوالو په ګهمکول او اوبلن کيمپونو د پاکستان دپوليسو له لوري چې د پاکستان پوځ يې څارنه کوله د کورونو تالاشي وکړه چې تر سلو زيات افغان کډوال يې ونيول.

يو تن سپين ږيري چې يو ځوی يې د پاکستاني پوليسو له لوري په داسې حال کې چې دمهاجرت قانوني اسناد يې هم درلودل نيول شوی و د نن ټکي اسيا خبريال ته ويلي چې پاکستاني پوليسو يې ځوي له تېرې یوې اوونۍ راهيسې بندي کړی چې تر اوسه يې شاوخوا لس زره روپۍ پرې لګولي خو د خلاصېدو هېڅ درک يې نشته.

د کوهاټ افغان کډوال له دغه حالت څخه شکايت کوي او د کډوالو له ادارې (يو اين ايچ سي ار) په پاکستان کې د افغان کډوالو له سفارت او افغان قونصلګرۍ څخه غواړي چې ددوی د ستونزو په حل کولو کې دې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x