fbpx

اسلامي تاریخ څنګه وټاکل شو؟

https://i1.wp.com/1.bp.blogspot.com/_hF-aAt5X1nc/TP3j42meMEI/AAAAAAAACjQ/Y2TCb-x6M7E/s1600/%25D9%2582%25D9%2581.jpg?resize=321%2C276دحضرت عمر فاروق رض دخلافت په زمانه کښ چي کله داسلامي مسائلو کار شروع شو په همغه وخت کښې داسلامي تاریخ تاسیس کړل شو
لکه څنګه چي دمسلمانانو دبریالیتوب او کامیابۍ دائره پراخه شوې وه په همدې وجه مسلمانانوته داسلامي تاریخ ډير زیات ضرورت وو ٫له همدې کبله حضرت عمر رضصحابه کرام را جمع کړو او له دوي څخه ئې مشوره وغوښتله بعض صحابه کرامو دا مشوره ورکړه چي زموږ دتاریخ شروع دې د حضرت محمد ص دولادت له ورځي سره وټاکل شي۰ خوځینو صحابه کرامو وویل چي دمحمد صلی الله علیه وسلم دوفات له ورځي سره دې دتاریخ لومړۍ ورځ وټاکل شي همدې دواړو رایو ته عام قبولیت حاصل نه شو

یعنی دغو دوو رایو اکثریت نه درلودلو ٫ خو سترو صحابه کرامو وفرمائل چي داسلام ددین دا مزاج نه دئ چي دچا ولادت او یا وفات دیادګار په طور خپل کړي بلکه اسلام هغې ورځي ته تاریخي حیثیت ورکوي چي په هغو ورځو کي داسلام دپاره ذیاتي قربانۍ ورکړل شوي وي ٫ دهمدې رایې په روڼا کي حضرت فاروق رض وفرمائل چي اسلامي تاریخ ورځ دې دحضرت محمد مضطفی صلی الله علیه وسلم دهجرت له ورځې څخه پیل شي ځکه چي هجرت یوه داسي واقعه ده چي په دې کښې پیغمبر ص او مسلمانانو ددې ورځې دتقدس دپاره هرڅه قربان کړل مال جائیداد او زمکې ئې قرباني کړې کورونه ئې پرېښودل خپل ملک او وطن ئې پرېښودل ٫ او صرف دالله تعالی نوم یې واخیست او دخپل ایمان ساتلو دپاره جنت وطن دمکې معظمې سرزمین پرېښود او دالله تعالی کور خانه کعبې ته ئې الوداع وویله او دمسافرۍ ژوند ئې خپل کړلو لکه څنګه چي دا یو تاریخي او قرباني وه له همدې وجې څخه ټولو صحابه کرامو همدغه رایه خوښه او غوره کړه او دهجرت همدغه ورځ داسلامي تاریخ لومړۍ ورځ وټاکل شوه

داسلامي کال ددولسو میاشتو ترتیب په دې ډول سره دئ
داسلامی کال ړومبۍ میاشت ٫ محرم الحرام ٫ دویمه ٫ صفرالمظفر ٫ دریمه ٫ ربیع الاول ٫ څلورمه ٫ ربیع الثاني ٫ پنځمه ٫ جمادی الاولی ٫ شپږمه ٫ جمادی الثاني ٫ او ومه ٫ رجب ٫ اتمه شعبان ٫ نهمه ٫ رمضان ٫ لسمه ٫ شوال المکرم ٫ یوو لسمه ٫ ذی القعده ٫ او دوولسمه ٫ ذوالحجه

په غرنۍ پښتنه مینه
محمدعلی عمری
 مسلم باغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د