نړۍ

خواجه اصف: په پاکستان کې مو د چین مخالف جنګیالي له منځه وړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف چې په چین کې د سیمي پر امنیت جوړ شوي فورم ته په وینا کې وویل چې دوی له پاکستان څخه د چین په خلاف جنګېدونکې مسلمان جنګیالي په بشپړه توګه له منځه وړي، او هڅه کوي چې هغوی بیا کله هم پاکستان ته را ونه ګرځي.

د شرقي ترکستان اسلامي حرکت د چین په خلاف جنګېدونکې اسلامي جهادي ډله ده چې په چين کې د خپل غصب شوي هیواد شرقي ترکستان د ازادي لپاره جنګیږي.

خواجه اصف وویل: مونږ فکر کوو چې دوی به مو ختم کړي وي، زما په فکر ددوی یوه وړوکې ډله په قبایلو سیمو کې پټه وه، مونږ چې هلته عملیات وکړل، نیمی یې ووژل شول او نیمی یې له سیمي په تیښته بریال شول.
نوموړي وویل چې د شرقي ترکستان د اسلامي وسلوالو ختمول چې څومره د چین لپاره اهمیت لري، هغومره د پاکستان لپاره هم مهم دی، ددوی په خلاف جګړه یوازي د چین نه بلکي د پاکستان خپله جګړه هم ده، په دې اړه دواړه هیوادونه هیڅ اختلاف هم نه لري.

تېر کال ۲۰۱۴ د جون په میاشت کې پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې د ضرب عضب په نامه پراخ عملیات وکړل چې له کبله یې د پاکستان د رسمي سرچینو په وینا زیات شمېر وسلوال ووژل شول او نور یې له سیمي تیښتې ته اړل کړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x