نړۍ

د پاکستان لومړی وزیر نن امریکا ته په رسمي سفر ځي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل):  د پاکستان لومړی وزیر نن د دوشنبې په ورځ په رسمي سفر امریکا ته ځي.

د پاکستاني رسنیو په قول ددغه سفر بلنه نواز شریف ته د امریکا ولسمشر باراک اوباما ورکړې وه.

نواز شریف به ددغه سفر په ترڅ کې د اکتوبر پر ۲۲ د باراک اوباما سره ملاقات وکړي، د امریکا د نورو جګپوړو چارواکو په ګډون به د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره هم وګوري.

د نواز شریف سره به په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان، د فاع وزیر خواجه اصف، د لومړي وزیر سلاکاران طارق فاطیمي او سرتاج عزیز هم ملګري وي.

باراک اوباما د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په داسي وخت کې خپل هیواد ته ور دعوت کړی ، چې د افغانستان څخه یې د خپلو عسکرو د ایستلو پخوانۍ وعده ماته کړې او اعلان یې وکړ چې په دغه هیواد کې به ۵۵۰۰ عسکر د تروریزم په خلاف د جګړې لپاره د نامعلوم وخت لپاره پریږدي.

د پاکستاني رسنیو په قول نواز شریف به د اوباما سره په سیمه کې امنیت، د تروریزم پر ضد جګړه، تجارت، اقتصاد او د چاپيریال د ساتني پر موضوعګانو بحث وکړي.

دغه رسنیو زیاته کړې چې نواز شریف به د امریکا ولسمشر باراک اوباما ته د ګاونډیو هیوادونو لکه افغانستان او هندوستان سره د ښو اړیکو ساتلو لپاره خپل لرلید هم وړاندي کړي، او دهغه څخه به د همکاري غوښتنه وکړي.

که څه هم په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکي یو ځلي بیا خرابي شوي، خو د پاکستان لومړي وزیر څو ورځي وړاندي په لاهور کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل چې دوی تیار دي د پاکستان او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو په پیلولو کې مرسته وکړي، خو د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس دواړو وویل چې پاکستان دي لومړی په خپل هیواد کې دننه د طالبانو مرکزونه ړنګ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x