fbpx

ایران: په ترافیکي پېښه کې ۲۰ مهاجرین وژل شوي ۱۰ ټپيان دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ په ایران کې د یوې ترافیکي پيښي په ترڅ کې ۲۰ تنه افغان مهاجرین ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

د ایران دولتي تلویزون څخه په ورکړه شوي خبر کې ویل شوي چې تیره ورځ هغه افغان مهاجر چې غوښتل یې د یوه کوچني بس په ذریعه د ایران له لاري ترکیې ته او بیا اوروپا ته ځان ورسوي، پر لاري د ټکر له امله ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

دغه ترافیکي پيښه د طهران او د قم ښار تر منځ پر غځېدلي سړک را منځته شوې.

د ایران دولتي تلویزون وویل چې په پيښه کې ۲۰ تنه افغانان مړه او یو شمېر نور ټپیان دي، هغوی زیاته کړې چي د مهاجرو مني بس موټر د یوه لوی بار وړونکې موټر سره ټکر کړی وو.

بل خوا ته د سیستان بلوچستان والي علي وسعت هاشمي رسنیو ته ویره څرګنده کړې چې کیدای شي په راتلونکي لنډ وخت کې د افغان مهاجرینو شمېر زیات سي، ځکه چې هر کله په ګاوندي هیواد افغانستان کې بې امنیتي زیاته شي، په زیات شمېر افغانان له هیواده څخه مهاجرت ته مخه کوي.

نوموړي ویلي چې د هیواد ټولي هغه برخي چې د افغانستان سره پوله لري، باید د افغان مهاجرینو نوي څپې ته د تیار سۍ په حالت کې وي، دغه مهاجرین د خپلو کورنیو د ټولو غړو سره په بد حالت کې د ایران په لوري را اوړي.
نوموړي وویل چې د مهاجرو د کنټرول لپاره باید مونږ نور ګامونه اوچت کړو.

باید وویل شي چې په ایران کې راجسټر او غیر راجسټر قریب دوه ملیونه افغانان د مهاجرت شپې ورځي سبا کوي، په افغانستان کې د ګډحکومت څخه د خلکو مایوسي او نا امني زیات شمېر افغانان د اوروپا په لور سفر ته اړ کړي، چې له کبله یې افغانستان د سوریا وروسته دوهم هیواد دی چې زیات وګړي یې غواړي له هیواده ووزي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د