کرزی: سخت دریځي د یو آلې په توګه کارول د پاکستان په خپل مفاد نه تمامیږی
نن ټکی آسیا: افغان ولس مشر حامد کرزي د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چي د سخت دریځو په ضد دي په جګړه کي دي د افغانستان سره په ګډه په کلکه ودریږي، ځکه چي هغوی د دواړو لورو په تاوان دي.
کرزي امید څرګند کړ چي د په سوات کي د ملالي یوسفزی ویشتل به اسلام اباد ته دا سبق ورکړي، چي د سخت دریځي د یو آلې په توګه د بل په خلاف استعمالول خپله د پاکستان په فایده کي هم نه ده.
نومړي وویل: زه امید لرم، چي دغه اوسني حقیقت به د پاکستان په حکومت کي زمونږ وروڼه او خویندي په دې پوه کړي وی، چي د یو آلې په توګه د سخت دریځو استخدام د پاکستان په فایده نه تمامیږي.
نومړي دا خبري نن د ناټو د سرمنشي انډرایس فوغ راسموسن سره په یوه ګډه خبري کانفرانس کي وکړي.
نومړي وویل هغه طالبان چي په افغانستان کي جنګیږي، د هغوی خوندي ځالي په پاکستان کي دي.
نومړي سخت دریځی ته د مار سره تشبیه ورکړه، چي دده په وینا یې پاکستان ملاتړ کوی، او د یو آلې په توګه یې کاروي، کرزي زیاته کړه، چي مار کولای سي خپل پر ساتونکو او استخدامونکو هم مخ را واړوي.
په افغانستان کی کرزی او د هغه اداره په مکرره ډول پاکستان په دې تورنوي چي په افغانستان کي د جګړې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي، ولي پاکستان دا تورونه ردوي، او خپل ځان هم د طالبانو او په اصطلاح د سخت دریځی قرباني بولي.
پاکستان چي د طالبانو له لاسه د نړی په سطحه د یو نا امنه هیوادونو څخه شمېرل کیږي، د طالبانو د حکومت په وخت کي د هغوی سره سفارتي اړیکي لرلې، خو په کال 2001 کي د نیویارک د پيښو وروسته د طالبانو د حکومت په ړنګولو او بیا وروسته د هغوی د مشرانو په ځپلو کي هم اساسي رول همدې هیواد لوبولی، او تر اوسه یې هم زیات شمېر طالب مشران په بندي خانو کي ساتلي دي.