fbpx

پروان: اربکيانو پر روغتون بريد کړی او روغتون تړل شوی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د پروان د مرکزي روغتون مسوولينو وروسته له هغه خپل روغتون د اعتراض په توګه وتاړه، چې د سیمې اربکيانو پر دې روغتون بريد وکړ.

په بريد کې اربکيانودرې ډاکټران ډبولي او دوښمن ټپی يې ترې وړ دی.

د یاد روغتون سر طبیب ډاکټر محمد قاسم سنګين وايي چې د اربکيانو پخپل منځي نښته کې دوی ته یو تن زخمي ور وړل شو، چې مقابل لوری يې روغتون ته پسې ورغلل، ټپي يې هم وړی دی او درې تنه ډاکټران يې سخت ډبولي دي.

ډاکټر سنګين وايي د روغتون وسایل يې مات کړي او ان د کړکیو ښیښې يې روغې نه دي پرېيښې.

د پروان ځايي چارواکي هم مني چې پر روغتون بريد شوی، ډاکټران ډبول شوي او دم ګړۍ دا روغتون تړلی دی، خو بريد کوونکي په سیمه کې غیر مسوول وسله وال بولي.

د پروان والي محمد عاصم عاصم وايي چې دوی هڅه کوي بريدګر ونیسي، خو د ځايي اوسېدونکو په وينا دغه اربکيان چې دولتي چارواکي يې غیر مسوول وسله وال بولي له کلک دولتي ملاتړه برخمن دي.

د شنونکو په باور د وسله والو طالبانو پر ضد د خلکو د مسلح کولو پایله دا راوځي چې اوس د دولت له واکه هم د باندې دي، د دوی په وينا اربکيان د ځان ساتنې په خاطر ټوپک له اوږ نه ښکته کوي، او دولت پرې واک نه لري، ځکه يې هغه اربکيان چې د دوی له واکه وتي غیر مسوول وسله وال اعلان کړل.

تر دې وړاندې هم په شمال کې د اربکيانو د قومندانانو تر منځ د ودونو په مراسمو کې هم نښتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې له کړنو پرلپسې شکايتونه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د