افغانستاناقتصاد

د افغاني بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم بنده لار خلاصه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د ټرانسپورت وزیر وايي د هغو ۳۰۰ لاریو ستونزه حل شوې ده چې تور خم ته نږدې درول شوې وي او پاکستان ته نه پریښودل کیدلې.

محمد الله بتاش وویل چې د پاکستان او افغانستان تر منځ شوې معاهدې پر اساس باید د افغانستان موټر پاکستان ته د ننوتلو څخه منعه نه شي او د همدې معاهدې پر اساس پاکستاني بار وړونکي موټر افغانستان ته ننوزي او په ازاده توګه تګ – راتګ کوي.

هغه ګواښ وکړ که چیري د پاکستان له خوا د معاهدې څخه سرغړونه جریان ولري، دوی به کله هم پاکستاني موټر افغانستان ته دننه پرې نه ږدي، بلکي هغوی به دې ته اړباسي چې پر ډېورنډ کرښه خپل مالونه کښته کړي او بیایی له هغه ځایه افغاني موټر تر خپل منزله ورسوي.

د ټرانسپورټ وزیر نن له یو خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وویل چې په پيښور کې د دوی د نمایندګي او د بهرنیو چارو وزارت په هڅو د افغاني موټر پر مخ د تورخم لاره پرانیستل شول.

باید وویل شي چې له تیرو درو ورځو راهیسي په تور خم کې ۳۰۰ افغاني بار وړونکي لوی موټر د پاکستان له اړخه درول شوي و او پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېدله، چې له کبله یې د موټر چلونکو او تجارانو له خوا شدید غبرګون ښودل شوی وو.

سوداګرو وېره درلوده چې که يې څو ورځې نور هم موټر ودرول شي، ښايي ميوې يې خرابې او له دروند زیان سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x