په دوو جلا جلا پيښو کي 24 ملکي کسان مړه او 54 تنه نور ټپیان شول
نن ټکی آسیا: د هیواد په شمالي ولایتونو کي د دوو جلا جلا پيښو په ترڅ کې 78 کسانو ته مرګ ژوبله ورسیدل.
د تفصیلاتو سره سم تیره شپه د جوزجان یو شمېر ورزشکاران د کابل په لور روان وه، چي په لاره کي دشبرغان د ښار څخه په شل کیلومتری کی د سلطان کوټ او چغچې په سیمه کي یې موټر د تیلو د یوه ټانګر سره وجنګید.
په دې موټر کي چي تر څلویښتو زیات ورزشکاران سپاره وه، نهه ته یې مړه او 36 یې نور ټپيان شول، چي د هغو د جملې څخه یو شمېر ورک دی، چي په اړه یې ګمان کیږي سوځولې به وی.
په یوه بله پيښه کي چي ویل کیږي د سړک د غاړي د ماین له کبله د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کي را منځته شوې، په کښي 15 تنه مړه شوي او 18 نور ټپيان دي.
ویل کیږي چي په مړو او ټپيانو کي چي ښځي او ماشومان هم شامل دی، د یو واده په مراسمو کي د ګډون لپاره روان وه.
پيښه نن سهار اته نیمو بجو په شاوخوا کي د دولت اباد ولسوالۍ د سدر اباد په کلي کي را منځته شوې.