نادري ناولده

د یوسف قرضاوي او سلمان عوده تر منځ مرکه

یوسف القرضاوي د مصر وتلی عالم دی، چې د مصر څخه د پخواني عسکري رژیم له خوا له هیواد شړل شوی، اوس په قطر کې اوسیږي، زیات شمېر کتابونه یې تصنیف کړي، په اوس وخت کې د اسلامي امت د علماو د ټولني سرپرستي کوي.

سلمان العوده د سعودي وتلی عالم دی، دواړه عالمان په اسلامي نړۍ کې زیات شهرت لري، لاندي مکالمه سلمان العوده د شیخ یوسف القرضاوي سره د هغه په کور کې کړې، او په خپل ټولنیزو پاڼو یې خپره کړې:

سلمان: په خپل ژوند کې په کوم کاره ډیر پښېمانه یاست.

قرضاوي: د اهل سنت او اهل تشیع تر منځ د تفرقې د ختمولو پر کوشش پښېمانه یم، ما غوښتل چې اسلامي امت باید پر قومیت، تعصب او طوایفو باندي تقسیم نه وی.

سلمان: په ژوند کې دي کومه ارزو لرله، چې نه ده پوره شوې؟

قرضاوي: ما غوښتل چې انګلیسي زده کړم، خو ونه توانېدم، د پوهنتون په ۴ کلنۍ دوره کې مي ښه وویل، خو بشپړه مې نه کړه.

سلمان: او په شرعي علومو کې؟

قرضاوي: غوښتل مي چې د سبعه عشره قاري اوسم. ( دقران کریم د تلاوت ۱۷ طریقې زده کړم).

سلمان: په ژوند مو لومړی کتاب چې تاسو لیکلی؟

قرضاوي: په اولس کلنۍ کې مي (نمایشنامه یوسف صدیق) ولیکئ.

سلمان: ستا د خوښي خپل کتاب کوم یو دی.

قرضاوي: په (اسلام کې حلال او حرام) کتاب مي ډیر خوښ دی.

سلمان: څو ځله چاپ شوی؟

قرضاوي: تر ۷۹ ځله زیات چاپ شوی.

سلمان: ستاسو په ژوند کې تر ټولو غمناکه پيښه چې ورسره مخ شوي یاست.

قرضاوي: د قدس شریف اسیرېدل، او د شیخ حسن البناء شهادت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x