افغانستان

هلمند: د مارجې د اربکيانو عمومي قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د اربکيانو عمومي مشر، قومندان اصف پرون ورځ د وسله والو طالبانو د هاوان په بريد کې ووژل شو.

قومندان اصف چې په سیمه کې په ظلم او وحشت مشهور و، پرون د هلمند مرکز لښکرګا ته څېرمه په باباجي سیمه کې د طالبانو پر هوان ووژل شو.

په باباجي کې له پرون راهیسې جګړه روانه ده، چې پکې دواړه لوري د مرګ ـ ژوبلې دعوې کوي.

وسله وال طالبان وايي چې په سیمه کې يې تر پرون ناوخت شپږ پوستې ونیولې او ۳۲ تنه عسکر يې ووژل چې جسدونه يې په سیمه کې پراته دي.

د هلمند ځايي چارواکي د جګړي پخلی کوي او منلي يې دي چې دې جګړې ته د قومندان اصف هم رارسېدلی و، چې د طالبانو د هوان ښکار شو.

د مارجې یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا سیمه ییز خبريال ته وویل چې قومندان اصف لا هم د سیمې د دوکاندارانو نږدې یو نیم سل زره ا فغانۍ قرض داره و.

د هغه په خبره پخپله قومندان اصف او د هغه ملګرو د سیمې له دوکاندارانو سودا وړله، خو پیسې يې نه ورکولي، چې د همدې شکايت په پایله کې يې یو تن دوکاندار مرګونی وډباوه.

د هلمند ځايي امنیتي چارواکي د قومندان اصف پر وژل کېدو خواشينی دي او په وينا يې دا په هلمند کې د امنیتي ځواکونو لپاره یوه تشه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x