افغانستان

د غور والي وايي له ټوپک والو د مرګ وېره لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د غور والي وايي په سیمه کې له ټوپکوالو او زور واکانو نه د مرګ وېره لرې، ځکه چې نوموړې يې پر خلاف ګامونه اوچت کړي دي.

مېرمن سیما جوينده وايي په سیمه کې ټوپک وال، جګړه ماران او غیر مسوول وسله وال شته چې دا يې د نامشروع اهدافو پر وړاندې خنډ ده.

د هغې په خبره دا پر خپل ځان او د کورنۍ پر غړو وېره لري، هغې ازادي راډیو ته ومنله چې سل سنله یې د وژل کېدو امکان شته.

مېرمن جوينده په غور کې د کوم ټوپکوال نوم یاد نه کړ، خو تر دې وړاندې هم پخوانیو سیمه ییزو چارواکو په غور کې له مېشتو اربکيانو او ټوپکوالو سره خوله یوه کړې وه.

پر دې سربېره د غور د نوې والي په توګه د مېرمن جوينده پر وړاندې خنډونه نور هم زيات شوي دي، په تېره يوه اوونۍ کې د نوموړې پر ضد دوه ځلې لاريون وشو.

هغه وايي چې په دې لاريون کې د ولايتي شورا غړي او د ټوپکوالو خپل کسان هم و، د دې په خبره دوی يې ځکه پر وړاندې لاريونونه کوي چې دا يوه مېرمن ده او غواړي د مېرمنو لپاره ډېر کار وکړي.

جوينده د ګډ حکومت پر مشرانو غږ کوي چې غور ته دې د دې جنجالونو د څېړلو په موخه پلاوی ور ولېږي، په وينا يې که دا ملامته وه باید په دار شي او که يې مقابل لوری ملامت نو پر هغوی هم باید زړسوی ونه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x