د ډار اختر: د میلیونونو مړو په مینځ کې شپه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): لویدیځه نړۍ هر کال د اکتوبر میاشتي په ۳۱ نیټه د هالوین یا د ډار اختر لمانځي.

په دغه ورځ رسمي دفترونه رخصت وي، عام وګړي رنګا رنګ ویرونکې جامې اغوندي او ویرونکې فیلمونه ګوري.

د دوی په عقیده چې چا دغه ورځ باندي خپل ځای د شیطانانو او بلاوو په څیر جوړ نه کړ، دوی باندې به بلاوي بد اغیز وکړي.

د همدې ورځي په مناسبت د فرانسې په پلازمینې پاریس کې یوه سیاحتي شرکت اعلان کړی چې دوی به د هالوین په شپه یوې زړورې جوړې ته تر ځمکې شل متره لاندې د انساني هډوکو په مینځ کې د شپې تیرولو بندوبس وکړي.

تر ځمکې لاندې په دغه اجتماعي قبر کې چې میلیونونه انساني هډوکي او کوپړۍ پکي را ټول شوي، دیوالونه، ځمکه او هر څه په هډوکو پوښل شوي، په دې سمڅه کې د یوې جوړې (نارینه او ښځینه) لپاره یو کټ، سینګار مېز او د ضرورت ټول اړوند شیان ایښودل شوي. خو انټرنیټ او تلیفون دلته کار نه کوي، څوک چې شپه په کي کوي، هغوی دي له ځانه سره چې څومره یې زړه وي، چیغې ووهي، څوک به یې پوښتنې ته نه راځي.

د مړو له هډوکو څخه ډکه دغه سمڅه په اصل کې د روماني امپراتورۍ څخه راپاتې هغه هدیره ده چې د هغه مهال عیسویانو به په کې خپل مړي ښخول. په دې سمڅه کې تر ۶ میلیونو زیاتو مړو هډوکي موندل کیږي.

هېره دې نه وي چې د هالوین اختر چې د «ډار اختر» په نامه هم یادیږي، د بت پرستانو له دین څخه سرچینه اخلي. د تاریخ پوهانو په وینا، پخوانیو بت پرستانو دا عقیده درلوده چې په دې ورځ د مړو ارواګانې بیرته دنیا ته راځي. خو وروسته دغو افکارو عیسویانو ته هم لار موندلې.

د اسلامي نړۍ دیني علماء د هالوین اختر په مراسمو کې ګډون ناروا بولي. مشهور عالم او داعي «شیخ محمد المنجد» د هالوین اختر تاریخي شالید ته په کتو له مسلمانانو غواړي چې له لمانځلو یې ځان وساتي. نوموړي په دې اړه خپرې کړې یوې فتوی کې ویلي چې که مسلمانان په خپلو اولادونو کې په اسلام د ویاړ او افتخار شعور پیاوړی کړي، مسلمان ځوانان به د پردیو ادیانو په اخترونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

نور په لاندي انځورونو کې:

howloween (2) howloween (8) howloween (7) howloween (6) howloween (5) howloween (4) howloween (3)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د