افغانستان

لوګر: خروار کې بهرنیو ځواکونو د واده پر مراسمو بمبار کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر په خروار ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د واده پر مراسمو بمبار کړی چې شپږ تنه يې وژلي دي.

پېښه تېره شپه وروسته له هغه را منځته شوه، چې د يادې ولسوالۍ په تمور سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان عسکرو تر منځ په نښته کې ۱۶ افغان عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته او د دریو ټانګونو د تخریب خبر يې ورکړل شو.

ځايي اوسېدونکي وايي چې امريکايي چورلکو د غاښي په کلي کې د واده پر مراسمو بريد وکړ، چې شپږ تنه يې پکې ووژل.

د خروار يوې ځايي امنیتي سرچينې ويلي چې په پېښه کې دوه ولسي وګړي او څلور طالبان وژل شوي دي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د واده په مراسمو کې طالبانو ګډون نه درلود.

وسله والو طالبانو په دې بمبارۍ کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د تمور په سیمه کې يې د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو خبر منلی دی.

د لوګر ځايي امنیتي چارواکو د امريکايي بمبار په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ياده دې تر دې وړاندې هم په لوګر ولایت کې پر ولسي مرګ ـ ژوبلې سربېره څو ځلې امريکايي هوايي ځواک افغان عکسر هم په نښه کړي دي.

خروار ولسوالۍ چې د لوګر یوه نا امنه ولسوالي ګڼل کېږي، دم ګړۍ هم د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې ده، چې څو ځلې يې افغان عسکرو د خلاصون هڅه کړې خو پاتې راغلي دي، د ورانې میاشتې تلې په شلمه هم په همدې ولسوالي کې طالبانو د افغان پوځ د دوو چورلکو د راغورځولو خبر ورکړ، چې د لوګر امنیتي مسوولینو د یوې الوتکې غورځېدل منلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x