ټولنیزه برخه

په ټولنه کې انسان

لېکوال: عبدالرقیب ساېل

لیکوال: عبدالرقیب سایل
لیکوال: عبدالرقیب سایل

(ستاسو وړتیا داده چې  له نورو سره ښه چلند وکړئ او خلک ښو چارو ته وهڅوئ! ) دکتور العریفي

ټولنه او انسان دوه نږدې کلمې دی؛ ټولنه بې له انسانه او انسان بې له ټولنې نشي کیدای او د انسان ژوند هم په ټولنه کې اړین دی، ددې لپاره چې انسان په ټولنه کې ښه ژوند وکړي اړ دی چې د خپلې ارمتیا لپاره یو بل سره ټولنيزې اړیکې او راکړه ورکړه ولري.

لوی خدای (ج) انسان ټولنیز خلق کړی دی، نو ددې په خاطر الله (ج) حضرت ادم (ع) په ځمکه کې خلیفه په توګه وګرځاوه، ترڅو  په ځمکه کې د فساد مخ نیوی وکړي .

له هغه وخته که وګورو انسان ژوند په امتحان کې دی او همېش یو بل سره ددې لپاره سالم رقابت او اختلاف کې پاتې شوی دی ځکه د یو ښه ژوند کولو هېله یې لرله .

پيړۍ پیړۍ وړاندې دانسانانو یو بل پوهول راپوهول سره ستونزمن وو، نو هغه وخت هم ددې فکر فلسفه یې لرله چې څنګه خوراک،لباس او نور اهم کارونه ترسره کړي او څنګه د ژوند کولو ښې او اړینې هڅې وکړي .

نو کله چې پوهونه د شفاهي څخه د تحریر یا  کتابت بڼه ودرلوده ،نو د ژوند کولو لپاره هم یو بل سره نیکې اړیکې یو بل ته په احترام ، مینې او لطف قایل شول .

که افغاني ټولنې ته راشو موږ افغانان هم د نورو انسانانو په څېر دا ښه ګڼو چې موږ د یوې ښې ټولنې درلودنکي شو .

څوارلس سوه کاله وړاندې د ژوند د ښه تېرولو لپاره د کایناتو سردار حضرت محمد(ص) مقرارت وضعه کړي وو د هغو منل او په عامل کې پلي کېدنه د ښه ژوند نمونې ښودلی شي.

بله دا چې لوی ذات الله (ج) انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی؛ د شعور سره سم یې عقل ورکړی دي او هم انسان يې له شیطان څخه غوره ګڼلی، ځکه شیطان به ملاېکو ته تدریس کاوه او استاد وو؛ نو ددې په وجه، چې الله (ج) ورته امر وکړ، حضرت ادم (ع) ته د تعظیم سجده وکړه نو د امر متابعت یې ونه کړ اوالله (ج) له خپل درڅخه وشاړه؛ دا اړینه ده که په ټولنه کې د ښه ژوند کولو هېله لرو نو باید د لوی رب حقیقي بندګي او اوامرو متابعت وکړو.

بله فلسفه د ولسي مبارزينو د سرکښانو هغه چې انسان پېژندونکي وودا وه ،  چې په انسان باندې ظلم زیاتی ونشي نو مبارزه یې د انسان د ښه ژوند کولو لپاره وه خو نن هغه فلسفه عملي کېدونکې نه ده او موږ هم له ډول ډول ستونزو سره مخ یو .

یو عالم لیکي: نورو ته ارزښت په حقیقت کې د ځان درناوی دی.

موږ او تاسې په ټولنه کې ژوند کوو نو ځینې وخت دې ته اړ کیږو چې یو څوک دې موږ ته هرومرو یو څه ووايې نو باید یو بل ته ارزښت ولرو دا ارزښت کیدلی شي چې ټولنه مو له ناخوالو وژغورل شي.

بل په يونان کې د فلاسفاوو راتګ دا وه چې هغوی یو بل ته د نظر ارزښت کونکې وه او یو د بل نظرونه یی اورېدل نو د هغوی ټولنه با علمه ټولنه وه او اوس د هغوی له علم څخه موږ مستفید کېږو.

د انسانیت پېژندنه او د الهي احکامو په عمل کې پلي کېدنه موږ په ټولنه کې ښه ژوند کولو ته رهبري کوي او همدارنګه د تارېخ زرینې کرښې که راوسپړو نو په ډاګه به شي چې په ټولنه کې انسان سنګه ژوند کاوه، او څنګه ژوند کولای شي؟

نو که د پورتنیو مواریدو نچوړ داسي وکړو چې انسان یو بل ته ارزښت او ټولنیز ژوند او نورو ته یو سالم فکر برابرول همدارنګه وروستنیو ټولنو ته امېد نه بلکه کارکول او هغوی له اوسنیو انساني ستونزو څخه لرې ساتلو کې؛ اوس هڅې وکړو.

۱۳۹۴/۲/۲۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x