افغانستان

ارګ په دفاع وزارت کې د ۶۱ نويو مقرريو فرمان ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): په ارګ کې د جمهوري ریاست له دفتره په تازه خپاره شوي فرمان کې د ملي دفاع وزارت په دننه کې ۶۱ نوې مقررۍ شوې دي.

په دې مقرريو کې ځينې جنرالان د ځينو نورو څوکيو ته بدل ته کړل شوي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه مقررۍ د کارونو د ښه ترسره کېدو او د سولې او حاکمیت د تحکم لپاره کړې دي.

د همدې فرمان له مخې تورن جنرال افضل امان چې وړاندې د ستر درستیز د اوپراسیون مشر و، د ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو او د نوموړي پر ځای تورن جنرال محمد حبیب ټاکل شوی دی.

په ورته توګه، تورن جنرال عزیز الله د احتیاطي ځواکونو په برخه کې مرستیال، د جنرال غلام فاروق پر ځای جنرال نجیب الله د اوپراسیون لومړی مرستیال او پخپله غلام فاروق د کابل ولایت د ډایاګ زون مسوول ټاکل شوی دی.

په دې فرمان کې د جنرال جمال الدین، جنرال عبدالقدیر، جنرال مومند، جنرال عتیق الله او نورو جنرالاانو دندې بدلې شوې دي.

ارګ په داسې حال کې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ پورته مقررۍ ترسره کوي چې تر اوسه پورې د ملي دفاع وزارت د یو سرپرست له لوري اداره کېږي.

معصوم ستانکزی چې تر دې وړاندې د سولې د عالي شورا مشر و، د ولسي جرګې له لوري يې د تاييد رايې تر لاسه نه کړې او د سرپرست په توګه يې دنده پیل کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x