ټکنالوژي

هغه ایفون ۶ (iPhone 6) چې بیه يي ۳.۵۱ میلیونه ډالره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د انګلستان یو شرکت چې د ګران بیه سمارټ فونونو جوړولو کې ځانګړی شهرت لري یو نوی ایفون ۶ نندارې ته وړاندې کړی چې بیه يي له یوې کوچنۍ ټاپو وزمې څخه هم زیاته ده.

د راپورونو پر بنسټ د انګلستان دغه شرکت ګولډن جیني (Gold genie) نومیږي چې د کاروونکو تر منځ د جي جي (GG) سره مشهوره ده. دغه کمپنۍ له اوږدې مودې څخه د ګران بیه سمارټ فونونو ډیزاینولو په برخه کې فعالیت لري.

دغه کمپنۍ نوی سمارټ فون ډیزاین کولو سره توانیدلی د ټولې نړۍ توجه جلب کړي. دغه کمپنۍ د اپل د کمپنۍ ایفون ۶ سمارټ فون ته نوی ډیزاین ورکړی.

ګولډ جیني نومې دغه کمپنۍ خپلو ډیزانونو کې له ګران بیه زیورات او فلزنه لکه الماس او سره زر کاروي کوم چې د سمارټ فون بیه په اوچتولو کې عمده رول لري.

د انګلستان دغه کمپنۍ خپل ځانګړی کاروونکي لري. دغه کمپنۍ د ایفون ۶ په دیزاین کولو کې ځانګړی دول سره زر او د الماس زیات شمیر کوچنۍ ټوټې کارولي کوم چې د دغې سمارټ فون بیه ۳.۵۱ میلیونو ډالرو ته رسولې د کوم په وسیله چې انسان کولی شي یوه کوچنۍ ټاپو وزمه وپیري.

دغه سمارټ فون له ډیزاین وروسته (Diamond Ecstasy) نومول شوی او یوازې له وړاندې څخه خپل غوښتنې ثبت کوونکو کاروونکو ته جوړیږي او کاروونکي کولی شي د سره زر پر ځای پلاتین انتخاب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید احمد

زه په خپل ۶۱۲۰ نوکیا مبایل باندې څلورمیلیونه ډالره بیه ږدم او دا ریکارډ ماتوم آیا نن ټکی اسیا به دا خبر خپور کړي؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x