ټولنیزه برخه

د ټولنیز یا اجتماعي امنیت تیوري « Collective Security Theory»

لیکوال: محمد عالم

پیژندنه (تعریف): په دغه تیوري کې څو ملتونه او هیوادونه د یو پر بل د نه حملې کولو، د جنګ مخنوی او د بهرنیو حملو په صورت کې د یو بل څخه په کلکه دفاع کولو پر اساس سره یو ځای او یو تړون تر سره کوي.بنیادي موضوع ېې دا ده، چې د بهر او خارج څخه په یوه حمله ( په ټولو هیوادونو) حمله ده. اکثره سازمانونه دغه یادونه په خپلو منشورونو او قوانینو کې ذکر کوي، چې بیلګې ېې په لاندې ډول دي:

د جامعه ملل منشور د لسمې مادې په اساس: ټول هیوادونه د بهرني خطر په دفاع کې سره ولاړ یو او د اړتیا په صورت کې د نظامي یرغل ته هم تیار یو. (Nations M. o., 1919)

همدارنګه د ملل متحد سازمان منشور د لومړۍ مادې په اساس:

د ملل متحد سازمان د منځته راتګ اصلي علت د نړیوالې سوله راوستل دي، تر څو له دې لارې د نړیوالو ګواښونو، خطرونو او د نورو سوله ماتونکو عناصرو مخه پرې ونیول شي.

همدارنګه د نهه دیرشمې مادې پر اساس د امنیت شورا هم کولای شي، په هغو مواردو کې چې نړیوالې سولې ته خطر وي نظامي یرغل وکړي. (Nations M. o., Charter of United Nations, 1945)

د ناټو سازمان د لومړۍ او څلورمې مادې همدا د اجتماعي امنیت مفهوم ارایه کوي.

ویل کیږي، چې په لومړی ځل د دغې تیوري نظر د امریکا ولسمشر ویلسن د لومړی نړیوال جګړې په پای او د جامعه ملل د سازمان په جوړیدو کې ورکړ. بیا فرنکلن روزویلټ چې دا هم د امریکا ولسمشر وو د دوهم نړیوال جنګ په پای کې د ملل متحد سازمان په رامنځته کیدلو کې ورکړ. په اسلام کې هم څه کم ۱۵۰۰ کاله وړاندې په دغه تیورې ټینګار شوی. یعنې په اسلام کې د مسلمانانو په یو والې او اتحاد ډير ټينګار کړی. نبي کریم فرمايي، سَمِعْتُ النُّعْمَانَ بْنَ بَشِيرٍ يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى”.

ژباړه: ټول مومنان سره په خپل منځي محبت، تراحم او عواطفو کې د یوه انساني جسد په شان دي، لکه څرنګه چې د انساني جسم یوه عضوه دردمنده شي نو ټول جسم ور سره نا آرامه کیږي. همدارنګه فرمايي، چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي. همدارنګه فرمايي، کچیرې یو مسلمان په شرق کې وي او د هغه مسلمان په غم غمجن نشي چې په غرب کې وي او برعکس نو د دې مسلمانانو ایمان کامل ندی.

د کولیکټیف سیکورټي کامیابي په دوه نقطو کې ده،

لومړی: باید هیوادونه چې د کولیکټیف سیکورتي په مفهوم سره راغونډ شوي وي، نو همدې اتحاد ته باید متحد ووسي، داسې نه چې د وخت په تیریدو سره یا د خپلو نفعو په خاطر یاد سازمان او اتحاد څخه بهر شي، چې ښه مثال ېې د ملتونو د ټولنې یا جامعه ملل سازمان کې د امریکا هیواد نه ګډون وو، که څه هم یاد سازمان امریکا را منځته کړی وو، اما په سازمان کې د امریکا نه شتون سازمان د وراني خواته بوته. همدانګه د وخت په تیریدو سره د یاد سازمان څخه د اټالیه، جاپان او د روسې هیوادونه د خپلو نفعو په نظر کې نیولو سره یا خو خپله ووتله او یا هم وباسل شول. چې د یادو هیوادونو د وتلو سره کولیکټیف سیکورټي د خطر سره مخ شوه.

دوهم: باید هغه هیوادونه چې د کولیکټیف سیکورټي په اساس سره را ټول شوي، ټول باید خطر او حمله په یو معنا وپیژني، پدې معنا چې یوه ډله د دغو هیوادونو یا یو هیواد به دغه کولیکټیف سیکورټي ته خطر بولی، او په بل طرف کې به دغه خطر د اتحاد د ځینو هیوادونو لخوا هیڅ خطر نه بلل کیږي، یعنې ټول سره په یوه خوله نه وي.نو دا هم یو مشکل جوړیدلای شي. (Goldstein, 2011)

چې ښه مثال ېې د امریکا هیواد په عراق حمله وه.دا چې ملل متحد سازمان د کولیکټیف سیکورټي په اساس رامنځته شوي، کله هم چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا هیواد صدام حسین خپلو او د اسرائیلو هیواد کټو ته خطر ولید، نو سمدستي ېې پدې تور چې صدام حسین اتومي وسلي لري او نړۍ ته یو لوی ګواښ دی (که څه هم د ملل متحد سازمان اکثرو هیوادونه د امریکا سره په یاد تیري کې موافق نه وه) په یاد هیواد یرغل وکړ.

Rigges and Plano دواړه بیا د Collictive Security د پیاوړتیا لپاره درې نقطې پیشنهاد کوي.

۱: Consensus: په یوې اجنډا سره راټولیدل، پدی مانا چې کله هم چې یو څو هیوادونه د Collective Security لپاره سره یو ځای کیږي، په یوه اجنډا به سره کار کوي، مثلا د شانګهاي د همکارۍ سازمان یا SCO د هیوادونو ګډه یا مشترکه اجنډا د تروریزم مخه نیول دي.

۲: Commitment: دې نه مطلب دا ده، چې غړي هیوادونه باید د دې اجنډا د تطبیق او د هوکړې لپاره سره متحد، ریښتیني او صادق وي.

۳: Organization: پدې مانا چې کله هم اجنډا، پلان او ریښتیوالي ثابته شوه، نو اوس به دغه پلان او اجنډا ته یوه اداره وواوسي تر څو یاد پلان ته د تطبیق جامه او وخت په وخت د دې کار ارزونه وکړي. اوس که فکر وکړو د ملل متحد سازمان اداره لري، خو داسې یو خاص پلان او یاد پلان ته متحد هم نه دي. ځکه د امنیت په شورا کې ټول واک د امریکا ده. او هر څه چې امریکا غواړي هغه تر سره کیږي. (Kelly-Kate, 2012)

پټه دې پاتې نه وې چې ټولنیز امنیت Collective Security او ټولنیزه دفاع Collective defense سره فرق لري. پدې معنا، چې کولیکټیف ډیفینس د یو ګروپ دفاع ده، چې په یو خاص فکر سره ولاړه وي، د مثال په ډول د NATO سازمان چې د کمونیزم په خلاف سره رامنځته شوي او د کمونیزم خلاف نظریه لري، همدانګه، د WARSA تړونون چې د ناټو او د امریکا یعنې د کپیټلیزم په خلاف سره راټول شوي وو. دا چې دوۍ یو خاص ګروپ او د یو خاص فکر په اساس منځته راغلی وه، نو دې دفاع ته کولیکټیف ډیفینس وايي. بل پلوه، کله چې د مختلفو مفکورو هیوادونه سره راټول شي، او د دفاع حالت جوړ کړي، نو دې ته بیا کولیکټیف سیکورتي وايي. لکه د جامعه ملل یا League of Nations او د ملل متحد یا United Nations سازمانونه.

بل فرق ېې دا ده، چې کله هم د همدې کولیکټیف ډیفنس هیوادونو ټولګه ېې چې جوړه کړې، د همدیو هیوادونو څخه یو هیواد د خپلې دفاع په خاطر په یو بل هیواد حمله وکړي نو د کولیکټیف ډیفیس هیوادونه به د همدې یو هیواد حمایت کوي. مثال: امریکا د ناټو سازمان غړی ده، کله هم چې امریکا په افغانستان حمله وکړه، نو د ناټو سازمان چې د کولیکټیف ډیفیس په اساس سره راټول شوي دي، یو ځای د امریکا په حمایت پر افغانستان حمله وکړه. کولیکټیف ډیفنس له ځانه سره ګټې او نقضانات دواړه لري:

د ټولنیزې دفاع ګټه په دی کې وي، چې یو هیواد بې وسې وي، نو اکثره بودجه ېې نورو هیوادونو لخوا ورکول کیږي. یعنې د نورو هیوادونو لخوا په مختلفو (تعلیم، اقتصاد، تجارت، تکنالوژي…) برخو کې ور سره مرسته او کمک کیږي. او نقصان ېې دادی، چې کله کله به د یاد اتحاد هیوادونو سره جنګ ته هم وردانګې.

دغه ټولنیزه دفاع د هغه دفاع نه ډیره بهتره ده، چې یو هیواد ېې په تنهايي ډول تر سره کوي. پدې معنا چې یو هیواد په تنهايي ډول نشي کولای چې د ټولو بهرني خطرونو سره مقابله وکړي، نو ټولنیزه دفاع د انفرادي دفاع څخه ډیره بهتره وي. همدانګه یاده دفاع د یو ضعیف هیواد لپاره هم ډیره بهتره ده، ځکه ضعیفه هیواد نشي کولای چې د خپلې ناتوانۍ په اساس د نورو هیوادونو مقابله وکړي، خو کله چې بیا د نورو هیوادونو سره یو ځای شي، بیا ېې دغه یوځای والی د ضعیف هیواد پر قوت بدل شي، چې بیا په دغه اتحاد سره د نورو دښمنو هیوادونو مقابله په اسانۍ سره کولای شي. Balance of Power یا د قدرتونو توازن او Deterrence Theory (دا یو سیاسي او نظامي ستراتیژي ده. پدې معنا چې دوه دښمن هیوادونه، کوشش کوي، چې یو د بل په مقابل کې د نظامي تیري مخه ونیسي، یعنې تر اوسه پورې یو پر بل نظامي تیري کړی نه وي،خو خواهش لري چې یو پر بل حمله وکړي) دا هم د هیووادونو اتحاد دی اما هیوادونه شخړو او لانجو ته بوزي، په داسې حالیکه، چې Collective Security کولای شي هیوادونه همکارۍ خوا ته بوزي، ښه مثال ېې د ملل متحد سازمان دی. پدې معنا کچیرې تاسو بیلنس اف پاور او د ډیټیرنس تیوریانو ته وګورو، نو هلته چې هیوادونه سره یو کیږي، کوشش ېې دا وې چې د نورو هیوادونو سره مقابله وکړي. خو په کولکټیف سیکیورټې اتحاد سره هیوادونه د همکارۍ په اساس سره راټولیږي، چې ښه مثالونه ېې د جامعه ملل او د ملل متحد سازمانونه دي.

کولیکټیف سیکورټي باندي انتقاد داده، چې جامعه او ملل متحد سازمان دواړه د کولیکټیف سیکورټي پر بنسټ رامنځته شوي، خو تر اوسه ېې یو هم د حمله کوونکو هیوادونو شخړې ندی هوارې کړي، دا ځکه چې دا د ابر قوتو هیوادونو نفعې او ګټې دي چې دا ډول کارونه تر سره کوي. بل انتقاد پرې دا دی، چې اوس د اتومي وسلو وخت دی، کولیکټیف سیکورټي دومره اهمیت نلري.

په خلاصه توګه ویلی شو، چې د کولیکټیف سیکورټي اتحاد د هیوادونو د دفاع لپاره یو ښه اتحاد دی، خو چې پورته نقاط پکې په نظر کې ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x