شعـــــرونه

اقصی / رزین

رزین

اقصی دغه دی بس دي چې په سرودي سا تي
د هیڅ پروانه کوي په اولادو دي سا تي

هرڅه ترتا جاروي مست قرباني ته تیار
په شهامت راوزي په ټولوشتودي سا تي

اقصی عظمت دي مني دفدایانولیکې
په اودسورا وزي په ولولودي سا تي

د شها د ت کلمې ترآسما نورسیږې
ټول کا ئنا ت ټا لیږي په تکبیرودي سا تي

اقصی څوک نه پا تیږي له دیوالونوسوا
په راوتووارنه وي په کفنود ی سا تي

لوڼې ترمیندو مخ کې زمن ترپلارګړندي
خوله اوزړه دواړه لګیا په زمزمودي سا تي

په خا لي لاس را وزي له یوې مچلوزغې سره
په زندانوکې اوسي په ځولنودي سا تي

پری یهودان ولي اوترینه سخت بیریږي
دخوب کیسه کې نه وي په شوګیرودي سا تي

د شیخ یا سین کا روان د ه په شها دت مینا ن
په ډیره ارزانه سلا په سنګریزو دي سا تي

اقصی رګوکې ځا ی ده ستا د محبت ولوله
دوی کامیابي پیژني چې په سجدودي سا تي

فلسطیني ځوانان دي وینولمبو کې را لوی
حماس یی وینوکې ګډ په حما سودي سا تي

اقصی دمینې لاریئ چې مصطفی غوره کړئ
هرڅه ټول ستا چوپړ کې په تونلو دي سا تي

اقصی خپه چې نه سې سراوما ل ټول ترتا زار
چې تری څڅیږې وینې په هغوټپو دي سا تي

اقصی تا ریخ جوړوي فلسطیني زلموټي
څوک دي په وینوپا لي څوک په سلګودي سا تي

اقصی ته مسته مینه هیڅ سړیدا دي نسته
ددارتختې ته خا ندي په ورختودي سا تي

اقصی دهرچا اقصی مسلمان زړه کې اقصی
د (رزین)زړه کې اقصی په ترانودي سا تي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x