اپل کمپنۍ ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ خپل په ورستي ایفونونو کې د استعمالو شوو هارډوییرونو له امله ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه شوې.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د ویسکانسن پوهنتون د اپل کمپنۍ په خلاف شکایت کړی. ویسکانسن پوهنتون په رسمي دول خپل شکایت محکمې ته سپارلی و.

د ویسکانسن پوهنتون په وینا اپل کمپنۍ هغه ټکنالوژي او هارډوییر چې دغه پوهنتون پنځولی و د دوي له اجازې پرته خپلو ورستیو تولیداتو کې کارولی.

د اې ۷ (A7)، اې ۸ (A8) او اې ۸ ایکس (A8x) د چیپونو د پنځولو حق له ویسکانسن پوهنتون په نوم ثبت دی او اپل کمپنۍ خپل ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) او ایفون ۶ ایس پلس (iPhone 6S Plus) کې اې ۹ (A9) نومې چېپ د ویسکانسن پوهنتون له اجازې پرته کارولی.

محکمې خپلې لومړۍ ناستې کې د اپل کمپنۍ ۸۶۲ میلیونه ډالره جریمه کړی و خو په وروستیو ناستو کې يي د جریمې اندازه ۲۳۴ میلیونو ډالرو ته ټیټه کړه.

د محکمې د پریکړې پر بنسټ اپل کمپنۍ باید ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه د ویسکانسن پوهنتون ته ورکړي. که څه هم دغه جریمه ډیره زیاته کمه شوې خو بیا هم اپل کمپنۍ ډیر زیات زیانمنوي.

هیره دې نه وي چې اپل کمپنۍ بیا هم د محکمې په حکم د نیوکې حق لري او د امکان په صورت کې د دغې جریمې اندازه له دې هم کمولی شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د