افغانستان

د دفاع وزارت وياند ظاهر عظیمي دنده پرېښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ملي دفاع وزارت ويندوی تورن جنرال ظاهر عظيمي خپله دنده پرېښودلې .

د ملي دفاع وزارت وياند عظيمي وايي خپله ديار لس کلنۍ دنده يې دا مهال بريد جنرال دولت وزيري ته سپارلې.

نن د جنرال دولت وزيري د دندي لومړۍ ورځ ده او رسماً يې د ويندوی په صفت کار پيل کړ .

د ملي دفاع وزارت پخواني وياند دا نه ده په ډاګه  کړې چې ولې يې خپله دنده دولت وزيري ته سپارلې.

عظيمي له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چې له ده سره يې د دندي پر مهال مرسته کړې وه .

پاته دي نه وي چې د افغانستان ملي دفاع وزارت په تيرو ديارلسو کلونو کې همدا يو وياند درلود او د ويندوی په صفت يې ور سپارل شوي چاري پر مخ وړلې.

د دولت وزيري ټاکنه په داسي حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت په دننه کې ۶۱ نوي مقررۍ شوي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x