افغانستان

چارواکي: د غورماچ امنیه قومندان له لسګونو عسکرو سره طالبانو ژوندی نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ امنیه قومندان له لسګونو نورو عسکرو سره طالبانو ته تسلیم شوی، خو وسله وال طالبان وايي چې نوموړی په ټپی حالت کې ژوندی نیولی.

سیمه ییز خبریال قطب الدین کوهي (د دې خبر تر خپریدو نېږدې ۲ ساعته وړاندې) په یوه راپور کې ویلي وو چې د غورماچ امنیه قومندان مجید ګلیم له لسګونو پولیسو سره له تېرو دوو ورځو راهیسې د طالبانو په محاصره کې ګیر دی.

د کوهي له قوله مجید ګلیم اندېښنه ښووله چې که په پنځو دقیقو کې ورته الوتکې ونه رسیږي، وژل کیږي.

د امنیه قومندان مجید ګلیم له قوله څو دقېقې وړاندې دوو پوستو سقوط وکړ او ټول غړي يې ووژل شو. «یواځې یوه پوسته پاتې ده، د اور او درنو وسلو لاندې یو، که په پنځو دقیقو کې مرسته را ونه رسیږي، وژل کیږو».

که څه هم هغه مهال د فاریاب د اولې لوا قوماندان جنران شیرین شاه کوهبندي ویلي وو چې الوتکې الوتنه کړې، په څو دقیقو کې به سیمې ته ورسیږي او تر محاصرې لاندې عسکر به وژغوري.

خو په ولسي جرګه کې بیا د فاریاب د خلکو استازي نقیب الله فایق شېبه وړاندې د امنیه قومندان او ورسره پولیسو او عسکرو طالبانو ته د تسلیمیدو خبر ورکړ.

فایق وویل چې په غورماچ کې «ستره فاجعه رامنځته شوې»، لسګونه عسکر وژل شوي او د غورماچ امنیه قومندان په شمول تر پنځوس زیات طالبانو نیولي دی.

نوموړي ګډ حکومت په دې تورن کړی دی چې د یادو عسکرو او پولیسو د ژغورنې لپاره یې اقدام نه دی کړی.

د غورماچ امنیه قومندان پرون یکشنبه ویلي وو چې یو بوتل اوبه او یو ټیکله ډوډۍ نه لري خو تر مرګه به وجنګیږي او طالبانو ته به تسلیم نشي.

امنیه قومندان زیاته کړې وه چې طالبانو هغه مهال د غورماچ ولسوالۍ مرکز ونیولو چې د محافظت عامه قطعې درې پوستو له کوم مقاومت پرته شاتګ وکړ.

امنیه قومندان په باور، احتمال لري چې د محافظت عامې پرسوتل له طالبانو سره معامله کړې وي.

هغه پرون همدا راز ویلي وو چې «له سهار راهیسې یو شمېر سپین ږیرو او طالبانو په تلیفوني اړیکو کې له ما وغوښتل چې له وسلې سره تسلیم شم څو ونه وژل شم؛ خو زه تر هغه جنګیږم چې په بدن کې مې یو څاڅکی وینه او په ټوپک کې یوه مرمۍ وي».

وسله والو طالبانو هم په تازه خبرپاڼه کې ويلي چې د غورماچ امنیه قومندان يې له ۱۸ عسکرو سره یو ځای ژوندی نیولی دی.

خبرپاڼه وړاندې لیکي چې نوموړي له خپلو عسکرو سره د تېپې په نوم سیمې ته پناه یووړه «امنیه قومندان چې له پرون راهیسي یې دتسلیمیدو وعدي یې کولي چې نن غرمه یې په مجاهدینو ډزي وکړي مجاهدینوهم په تېپه پراخ وسلوال بریدترسره کړ.»

د وسله والو طالبانو د خبرپاڼې له مخې امنیه قومندان زخمي دی، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې نور څه نه دي ويلي.

ياده ولسوالي له څو ورځې محاصرې وروسته تېره ورځ وسله والو طالبانو له جګړې وروسته ونیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Dr allahnoor maiwand

دالله ج دکلام مطابق رفتار ؛عمل، اواوامرودالله ته غاڑه اشودل……

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x