افغانستانخبرونه

فراه ولايت کې د يوې پوستې ۵ تنه پوليس ورک دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولايت د جوين ولسوالۍ د يوې پوستې پنځه تنه پوليس ورک شوي خو طالبان وايي چې ددغې پوستې شپږ تنه پولیس دوی سره يوځای شوي دي.

د جوين ولسوال غلام فاروق اکبري وايي چې تېره شپه شاوخو ۳ بجې ددغې ولسوالۍ د شېب په سيمه کې د يادې پوستې پنځه تنه سرتيري له پوستې وتلي دي.

اکبري دا نه تاييدوي چې ګواکې سرتېرې دې طالبانو ته ورغلي وي خو وايي چې تر دا مهاله مالومه نه ده چې پوليس چا تښتولي او که له دندو تښتېدلي دي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د جوين په ولسوالۍ کې د شيب د پوستې ۶ تنه سرتيري له دوی سره يوځای شوي دي.

مجاهد ويلي چې يادو شپږو کسانودوه عرادې موټر سايکلونه، پنځه ميله کلاشينکوفونه او يوه اندازه مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان د امنيتي عسکرو په ليکو کې ګڼ شمېر سرتيري خپلې دندې پريږدي چې يا هم طالبانو ته تسليميږي او يا د بل کوم کار په لټه کې کيږي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰ تنه امنيتي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي وو چې له څو ورځو وروستو طالبانو خوشې کړل.

هغه مهال طالبانو ويلي و چې نوموړي سرتيري يې د نيک نيتۍ د احساس له مخې پرېښودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x