افغانستانخبرونه

راپور:د افغانستان دجګړې د يوې ورځ مصرف ۲۴ ميليونه ډالره دی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل):د سولې او د يموکراسۍ مؤسسې او د امريکا د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټوټ يوې ګډې څېړنې ښودلې چې تېر کال د افغانستان په جګړه ۹ ميليارده ډالر لګېدلي.

دغې څېړنې ښودلې چې د افغانستان په جګړه هر ورځ ۲۴ ميليونه ډالر مصرفيږي،چې دا د افغانستان د کورني ناخالص توليد له نږدې ۴۴ سلنې سره برابر ده.

د امريکا د متحده ايالاتو د سولې د انستيتيوت مسؤل شاه محمود مياخېل د دغه راپور په اړه رسنيو ته ويلي چې د افغانستان د جګړې له پاره په دومره اندازه بوديجه نه ده ځانګړې شوې خو دغه بوديجه د ښوونې او روزنې، روغتيايي خدمتونو او عامه اړتياوو له بوديجو څخه جلا شوې او په جګړو لګېدلې ده.

دغه څېړنه د اوو مهمو سرچينو د مالوماتو په بنسټ شوې ده چې په کې دنړيوال بانک په ګډون نورې ادارې هم شاملې دي.

د راټولو شويو مالوماتو په بنسټ په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۴ زيږديز کال کې د افغانستان د جګړې لګښت چې نږدې له ۹ ميليونو څخه زيات و، که چېرې دغه پیسې په افغانستان کې په بيا رغونې او نورو عامه اړتياوو لګول شوې وې افغانستان به تر ډېره په پښو ولاړ هېواد وای.

د سولې او ديموکراسۍ مؤسسې په دغه راپور کې راغلي چې که چېرې د جګړې د برخې مصارف د بيا رغونې په چارو لګول شوې وای افغانستان به تر ډېره اباد شوی وای.

تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي و چې د افغانستان د جګړې د يوې ورځې په لګښت د افغانستان يوه ولسوالۍ اباديږي او د يوې مياشتې په لګښت يې يو ولايت جوړيږي.

په دغه ۴۷ مخيز راپور کې دا هم ويل شوي چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د پيل شوې جګړې له امله افغانستان ته د پام وړ اقتصادي زيانونه اوښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x