خبرونهنړۍ

اسرائيلو بيت المقدس ته څېرمه د دېوال جوړولو چارې پېل کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل):وروسته له هغې چې فلسطينيان د اسراييلو له ظلمونو په تنګ شول نو په اسرائيلو دفلسطينيانو له لوري د چاقو ګانو بريدونه زيات شول اسرائيلو د فلسطين په ختيځ کې د فلسطينيانو د تګ راتګ په لارو کې ديوالونه جوړوي.

د عربي رسنيو د راپورونو له مخې ددغه د يوال د تعمير چارې د اسرائيلي ځواکونو له څارنې لاندې ترسره کيږي.

د يکشنبې په ماښام د اسرائيلي پوليسو له لوري په يوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د دوی امنيتي ځواکونو د بيت المقدس په ختيځ کې د جبل المکبر په سيمه  کې د ياد دېوال چارې پيل کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ديوال په نيت تر اوسه د نږدې دوه مترو په اندازه ۶ بلاکونه درول شوي دي.

په تل ابيب کې د اسرائيلي ښاروالۍ يوې ښځينه وياندې ويلي چې جبل المکبر ته څېرمه به د ۳۰۰ مترو په اندازه د اسرائيلو د استوګنې په سيمه (ارمون هانټزيف)کې ديوال جوړوي.

خو ددغه دېوال له جوړيدو سره بيا فلسطينيان له دې امله مخالف دي چې په دغه لار د فلسطينيانو د تګ راتګ له پاره خنډ جوړيږي او ددوی لارې بندوي.

اسراييل وخت په وخت فلسطينيانو ته په دغه سيمه کې ګواښونه پېښوي چې له امله يې فلسطينيان اړ کيږي او د خپلې دفاع له پاره له اسرائيلي عسکرو سره په جګړه لاس پورې کوي.

د اسرائيلو له لوري د ياد دېوال د تعمير چارې په داسې وخت کې ترسره کيږي چې اسرائيلي ځواکونو له څو ورځو راهيسې بيت المقدس ته ورغلې ځينې مهمې لارې د فلسطينيانو پرمخ بندې کړي دي او د پلټنو او تالاشۍ لړۍ يې پيل کړې ده.

په فلسطين کې له تېرو نږدې دوه اوونيو راهيسې يوځل بيا دفلسطينانو او اسراييلو تر منځ جګړو زور اخيستی چې تر دا مهاله په دغو تازه جګړو کې ۴۰ تنه فلسطينيان شهيدان شوي او اته تنه اسرائيلي عسکر وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x