نړۍ

کوټه: چاودنې ۱۰ کسه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې یوې چاودنې لږ تر لږه لس کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

نن ټکی اسیا ته د کوټي ښار مشهور ژورنالیست جمال ترکي وویل چې چاودنه د سریاب پر بس باندي د سریاب پاټک سره اکرم هسفتال ته نیژدې وشول.

د راپورونو له مخې د چاودنې پر مهال په بس کې ۴۰ مسافر ناست و.

د ژغورنې افسرانو ویلي چې په چاودنه کې ۲ ماشومان هم وژل شوي دی.

پولیسو ویلي چې د چاودنې له کبله تر ۲۰ زیات کسان ټپیان شوي دي او ټول نېږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په ټپیانو کې د ۶ حالت نازک ښودل شوی دی.

د چاودنې غږ د کوټې ښار تر لرې پرتو سیمو پورې اوریدل شوی.

quetta_bas2 quetta_bas1 quetta_bas

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x