دیني، سیرت او تاریخ

يوه داسي ګناه چي انسان جنت ته داخلوي

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
بعضوعلماووفرمايلي دي:
ذنب يدخلک الجنة وحسنة تدخلک النار
يوه داسي ګناه ده چي تاجنت ته داخلوي اويوه داسي نېکي ده چي تااورته داخلوي.

ګناه داده چي  څوک  ګناه وکړي اوهغه ګناه يې په يادوي،دهغې له کبله په ده کي عاجزي اوپښېمانتيا  راشي،الله ته متوجه شي،توبې باسي،نوالله پاک په پايله کي ورڅخه راضي شي او باالآخره يې جنت ته داخل کړي.

نويوه ګناه يې جنت ته دداخلېدلوسبب شوه .
دوزخ ته داخلوونکې نېکي داده:يوښه کاروکړي،تل يې يادساتي چي ماخوپه فلاني وخت داسي  ښه کاروکړ،ددې يادولو له کبله يې په زړه کي لويي راشي،ځان ورته لوی سړی معلوم شي اونوروته په سپکه ګوري،چي نورخلګ په ګناهونوکي لګيادي اوزه دادی داسي عبادتونه کوم،په دې سره الله جل جلاله  ناراض کړي،په پايله کي يې دغه عبادت  جهنم ته ورسوي نودادی عبادت يې وکړواودعبادت له کبله جهنم ته ورسېد!!
حضرت امام مالک رحمه الله  فرمايلي دي چي تاسودخلګوګناهونوته مه ګورئ لکه تاسوچي خدايان ياست!
بلکي خپلو ګناهونو ته وګورئ لکه تاسو چي بندګان ياست!
پر هغو خلګو رحم وکړئ څوک چي په تکليفونو کي مبتلاوي او دالله پاک شکر په دې ا داکړئ چي تاسو ته يې سلامتيا درکړې ده!
دچاپه هکله له داسي فيصلې کولوډډه وکړئ چي دادوزخي دی اوداجنتي دی!
پرګناهګارانوباندي ځان لوی مه بوله بلکي دهغوی لپاره دهدايت اوسم لاريتوب دُعاګاني له الله پاکه  وغواړه!!
حضرت ضمضم هلالي رحمه الله  ويلي دي چي ماته حضرت ابوهريره رضی الله عنه وويل چي ته چاته داسي مه وايه چي تاته الله پاک بخښنه نه کوي اويادي جنت ته هيڅکله نه داخلوي .
ماورته وويل :اې ابوهريره(رضی الله عنه)داخويوه داسي خبره ده  چي په موږکي يې څوک خپل ورورياملګري ته په داسي حال کي چي  درداوغصه ورشي،کوي؟
حضرت ابوهريره(رضی الله عنه)وفرمايل:ماله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي  چي په بني اسرآئيلوکي دوه کسان وو،په دوی کي يوه په عبادت کي ډېرکوښښ کولواوبل يې پرځان زياتی کولو(ګناوي يې کولې)اوددوی دواړوورورګلوي(دوستي)وه.
په دوی کي عابدبه هروخت هغه بل  په ګناه باندي ليده،اوورته ويل به يې  چي اې سړيه !داکارپرېږده!
نوهغه به ورته ويل:مااوزمارب سره پرېږده،آياته پرماباندي نګهبان اوساتونکی رالېږل شوی يې؟
تردې چي يوه ورځ يې په يوه داسي ګناه وليد،چي عابد غټه وبلله،نوورته ويې ويل :هلاک شي داپرېږده!هغه ملګري يې ورته وويل :مااوزمارب پرېږده،آياته پرماباندي نګهبان رالېږل شوی يې؟نوده ورته وويل:په الله مي دي قسم وي چي تاته به الله پاک بخښنه نه کوي اوياداچي الله پاک به دي هيڅکله جنت ته نه داخلوي نو الله پاک ملايکه وروليږله اوددواړوساوي يې واخيستلې .
ترمرګ وروسته يې ګناهګارته وويل :لاړشه زماپه رحمت سره جنت ته ننوزه !اوعابد ته يې وويل :آياته پرماخبروي(چي ده  ته به بخښنه نه کوم،يابه يې جنت ته نه داخلوم)؟ آيا تا دهغه څه واکمن وې  چي زما په اختيارکي دي(بخښنه اوجنت ته داخلول)؟ (نوالله پاک ملايکوته امروکړچي)داسړی اورته بوزنئ!
نو نبي عليه السلام وفرمايل: په هغه ذات مي دي قسم وي دچاپه واک کي چي دابوالقاسم(نبي عليه السلام)ساه ده،چي ديوې خبري کولو دده دنيا او آخرت وربربادکړل (ابوداودشريف)
نومطلب دادی چي مهمه خبره داده چي انسان به په ځان کي عاجزي راولي .
يوترکي بزرګ چي دمولاناعبدالرحمان جامي رحمه الله مُريدوو،دهغه حال داسي ووچي تل به يې  په خپل سرباندي يوه رڼاليدله،حج ته ولاړ،له حج څخه فارغ شواوراغی،نوهغه کيفيت په ځای ددې چي زيات شي،بالکل ختم شو،خپل پيرمولاناجامي رحمه الله ته يې خپل حالت بيان کړو.
نومولاناجامي رحمه الله ورته وويل چي ترحج مخکي په تاکي عاجزي وه،خپل ځان دي ګناهګارباله،الله پاک ته دي عاجزي اوزارۍ کولې،ترحج وروسته  ځان بزرګ درته معلوم شو،له دې کبله حج ستادغروراولويي سبب شو،له دې امله هغه مخکينی کيفيت ختم شو (تفسيرمعارف القُرآن ص۴۹۵ج۱)
په قرآن کريم کي هم په ګڼوآياتونوکي دمؤمنانوصفت داسي بيان شوی چي دوی دعبادت دکولوسره هم له الله پاک څخه وېرېږي اوبخښنه ترې غواړي.
نوبايدپه عبادت باندي له لويي کولوڅخه په کلکه ځانونه وژغورو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x