نړۍ

د سي ای اې د عمومي مدير شخصي اېمېل هېک شوی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، تلې۲۸مه، ۱۳۹۴ل): دامريکا د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د عمومي مدير جان برينين شخصي اېمېل اکاونټ هېک شوی دی.

امريکايي چارواکي د جان برينين د اکاونټ د هېک کېدو پخلی کوي او زياتوي، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

امريکايي ورځپاڼې «نيويارک ټايمز» د لېسې د يو زده کوونکي له قوله ليکلي، چې ده ته د جان برينين ټول شخصي ايمېلونه په لاس ورغلی، چې ډېر محرم اسناد هم په کې دي او په دغو اېمېلونو کې د جان برينين له لوري د هغه د امنيت خوندي کولو غوښتنې اېمېل هم شامل دی.

نيويارک ټايمز د هېک کوونکي ځوان هويت نه دی په ډاګه کړی او د جان برينين د اېمېل هيک کولو لامل يې دا ښودلی، چې ياد زده کوونکی د امريکا له بهرنۍ پاليسي ډېر خواشينی و.

دغه زده کوونکي په خپل ټويټر پيغام کې يو اوږد ليست خپور کړی، چې د سي ای اې د مشر په ګډ ون د ګڼو امريکايي چارواکو د اېمېلونو هېکدو په اړه يې ګڼ معلومات خپاره کړي.

په دغه ليست کې يې د جان برينين شخصي او رسمي اړيکې، ټيليفون شمېرې او د سي ای اې پخواني مشر سره ورځني ايمېلونه هم خپاره کړي دي.

د سي ای اې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې د جان برينين شخصي اېمېل هېک شوی او په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، مګر په دې اړه يې رسنيو ته زيات معلومات نه دي ورکړي.

دغه زده کوونکي هېکر په خپل ټويټر پيغام کې ادعا کړې، چې د کورني امنيت ساتلو ادارې ايمېل يې هم هېک کړی دی.
ياد هېک کوونکي ځوان تر اوسه خپل هويت نه دی په ډاګه کړی.

له دې مخکې هم د ګڼو امريکايي چارواکو اېمېلونه د ناڅرګندو هېکرانو له لوري هېک شوي وو. په دغو چارواکو کې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې او د ديموکرات ګوند له لوري د ولسمشرۍ نوماندې هيلري کلنټن شخصي اېمېل هم هېک شوی و.

امريکا کې د شخصي اېمېلونو، ټويټر او نورو ټولنيزو شبکو شخصي اکاونټونه يو مهم امنيتي ګواښ ګڼل کيږي او له همدې امله څه موده وړاندې امريکايي چارواکو ته ويل شوي و، چې خپل اېمېلونه، ټيليفون شمېرې او نور اړوند اکاونټونه بدل کړي او په خوندي طريقه يې وکاروي، تر څو د هېکرانو له حملو خوندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x