افغانستانخبرونه

طالبانو په لومړي ځل د امريکا ايف ۱۶ الوتکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، تلې۲۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په لومړي ځل په افغانستان کې دامريکا یوه ايف ۱۶ جنګي الوتکه ويشتلې او راغورځولې ده.

د امریکا پوځي چارواکو هم منلې چې ددوی دغه قيمتي او مهمه الوتکه چې ۱۰۰ميليونه ډالره ارزښت لري په افغانستان کې د طالبانو په بريد کې رانسکوره شوې ده.

د فرانس پريس خبري اژانس د امريکايي چارواکو له قوله ويلی چې الوتکه ويشتل شوې خو پيلوټ توانېدلی چې تر هوايي ډګره يې ورسوي.

طالبانو د روانې ميلادي مياشتې په ۱۲ مه نېټه خبر ورکړ چې د پکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالۍ کې يې د امريکايي ځواکونو الوتکه ويشتلې ده خو امريکايي ځواکونو هغه مهال دا خبر نه و تاييد کړی.

طالبانو ويلي و چې د الوتکې له لګېدو وروسته د الوتکې څخه پيلوټ د پراشوټ پرمټ ځمکې ته راښکته شوی دی چې طالبان يې د نيولو له پاره سيمې ته رسېدلي دي،خو د پېلوټ د نيولو په اړه يې څه نه دي ويلي.

خو ځينو سرچينو ویلي چې د يادې الوتکې پيلوټ طالبانو ته په لاس ورغلی دی.

د امريکا ددفاع وزارت وياند جيف داويس وايي چې الوتکه له ويشتل کېدو وروسته په سخت زيانمن حالت کې پيلوټ په بيړنۍ توګه تر هوايي ډګر پورې رسولې ده.

په افغانستان کې طالبانو تر دې وړاندې يو شمېر هليکوپترونه او بې پېلوټه الوتکې ويشتلې وې خو هيڅکله يې دغه ډول مهمه جنګي الوتکه چې نږدې ۵ زره فټه په هوا کې لوړه ګرځي نه وه ويشتلې.

د فرانس پريس خبري اژانس له لوري د الوتکې اخيستل شوې انځورونه ښيي چې د يادې الوتکې په وزورنو کې

دوه د تېلو ټانکۍ چې په الوتکه کې د سفر د اوږدېدو پرمهال ترې استفاده کيږي هم له منځه لاړې دي.

ددې سربېره په الوتکه کې يو ځمکه ويشتونکې توغندی او دوه نور بمونه هم له منځه تللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
SHAAN

اداره: ######پښتون ښکنځل نه کوي.######

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x