افغانستان

طالبانو د ماینونو په اړه د یوناما غوښتني او څرګندوني رد کړې

blast in eastern afghanistanنن ټکی آسیا: نن طالبانو دېوې اعلاميي په خپرولو سره د یوناما د دفتر غوښتني او تیري ورځي څرګندوني رد کړې.

د اعلامیه یوه کاپي چي نن ټکی آسیا ته رسیدلی، دلته کټ مټ را اخلو:

دچاوديدونکو توکو له امله ديونامادتورونو په اړه داسلامی امارت غبرګون

داچې پرون بيا په کابل کې ديو ناما چارواکو دماينونو د چاوديدو له امله د ملکي خلکو دتلفاتو دزياتيدو خبره وکړه او ملامتي هم په داسي حال کې په مجاهدينوواچوله  چي هرڅوک پوهیږي چې دملکي تلفاتو له موضوع نه ديوناماپه ګډون ټول غربي نهادونه دخپلو شومو هدفونو دلاسته راوړلولپاره دتبليغاتوديوې وسيلې په توګه کاراخلي او دملکي خلکو دژوند او مرګ دتشويش پرځای ورته خاص اهداف حاصلول اهميت لري ،

له دغو تبليغاتو نه لویه موخه داده چې دمجاهدينو دهغو کارنده ګوزارونو مخه ونيول شي چې په يرغلګرو باندي دځمکني ماينونو په وسيله ترسره کيږي ، په داسي حال کې چې زموږ بې وزله ولس ددښمن دخورا پرمخ تللي اوعام وژونکې تکنالوژي په وړاندې ډیرکمزوري وسائل لري ، يوناما په کراتو بې له دې چې داسلامي امارت سره دملکي خلکو او په ځانګړي ډول د ماينونو دانفجارونو او خلکوته دمرګ ژوبلې پرسر ځان پوه کړي ، په يولوريز ډول دامريکایانو او غربيانو په ګټه راپورونه خپروي او تبلغوي يې ، دځمکني ماينو نو په اړه موږپه خورا وضاحت سره وايو چې زموږ مجاهدين په ټول هيوادکې ځمکني ماينونه په ژوندي ډول نه ځای په ځای کوي بلکې  دريموډ کنټرول په وسيله دلري نه کنتروليږي او په نظامي اهدافو انفجار ورکول کيږي ،بل پلو هغه چاودنې چې په مرموزاو نامعلوم ډول دلويو لارو په سر دملي بسونو او نورو ملکي نقليه وسايلو پسي رامنځته کيږي هغه  زموږ ددښمنانو کاردې چې غواړې  دمجاهدينو دنام بدي هڅې وکړي او په دې کارکې مخامخ امريکايي استخبارات هم لاس لري ، چي ښه مثال یې دتیري ورځي هغه غمجنه پیښه ده چي دبلخ ولایت ددولت اباد په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه اوموږ یې سخت غمجن کړوبل پلو په هيوادکې په ځينو سيمو کې پخواني ناچاودي توکي لا هم شتون لري چې کله ناکله دملکي خلکو پسې انفجار کوي او مرګ ژوبله اړوي   ، همداراز دهيواد په ځينو برخوکې  دشخصي دښمنيو او تربګنيو په وجه هم داسي بدي پيښې رامنځته کيږي چې دملکي خلکو دواده مراسم يا نور  پر وګرامونه مختل کړل شي ، نو د داټولو پيښو پړه په مجاهديو اچول په خپله پخپل ذات کې لويه بي انصافي او دنه منلو وړ خبره ده ، که ديوناما دفتر په ريښتيا هم دملکې خلکو دمرګ ژوبلې په اړه ريښتونی تشويش لرلای نو دمخنیوي لپاره به يي عملي ګام پورته کړی وای دناټو په بې رحمه کړنو به يې اعتراض کړی وای په بندیخانو کې به يې دوحشي کړنو او شکنجو پوښتنه کړي وای دکندهار په پنجوایې ژیړئ او دهیواد په ځینو نورو سیمو کې به یې دامریکا یانو له لوري دزرګونو جریبه شنو با غونو له منځه وړل محکو م کړي وای چې متأسفانه یوناما په نامعلوم دليل له دې کار نه ډډه کړي ، په يادوبرخوکې بې اعتنايي پخپله زموږ داخبره يقيني کوي چې دملکي خلکو له موضوع نه په لوی لاس دتبليغاتي وسيلې په توګه کار اخلي او دخلکو ژوند، مرګ او مالي زیانونه ورته داهميت وړ نه دي ،اسلامي امارت دهغو چاودنو او پيښو مسئوليت نلري چې  صرف ملکي خلک پکي وژل کيږي او څرګند پوځي هدف ونلري  په ځانګړي توګه هغه پيښې چې زموږ ويندويان يې  په اړه غبرګون هم ښيي  .

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۳/۱۲/۵ هق

۱۳۹۱/۷/۱۸هش ــ ۲۰۱۲/۱۰/۲۱ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x