د نن سرلیکنه

امريكايان د چا د ګټو لپاره په افغانستان کې پاتي کیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرليکنه: د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما په خپلې وروستۍ پریکړې کې په افغانستان کې د ۵۵۰۰ امریکايي سر تیرو پاتي کیدل منظور کړل.

څوارلس کاله وړاندې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ سره سم دلته د افغانانو د وژلو ، ځورولو او د هغوی د ټاټوبي د بي ثباته کولو لړۍ پیل او له بده مرغه چې تر اوسه همداسې ګرمه روانه ده .

د یرغل په پیل کې یو شمیر ساده فکره افغانانو امریکايي اونورو خارجي ځواکونو ته د نجات د فرښتو په سترګه کتل او هغوی يې د افغانستان د ژغورنې لامل ګڼل.

امریکایانو او د هغوی ایتلافیانو هم افغانستان ته خپل راتګ د افغان ولس د آرامي ، سوکالي او هغوی ته د آبادي راوستلو په نوم توجیه کاوه ، خو د وخت تیریدو او پرافغانانو باندې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو وحشیانه مظالمو، ړندو بمباریو او په تورو شپو کې د ولسي خلګو پر کورونو باندې چاپو وهلو د نجات د فرښتو اصلي ماهیت هرچاته ښه څرګند کړ.

په افغانستان کې د امریکا په مشري د خارجي ځواکونو څوارلس کلن موجودیت که له یوې خوا د لسګونوزره بیدفاع افغانانو د وژل کیدو او د هغوي د کورونو او کروندو د تباه کیدو لامل شو د هغه ترڅنګ خپله د دوی څه کم ۵۰۰۰ عسکر هم مړه دلته او په لسګونو زره نور له افغانانو سره د مقابلې په ترڅ کې ژوبل کړای شول.

پر دې سر بیره د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د پیل کړې څوارلس کلنې جګړې مالي لګښت پرتریلونونو ډالرو ور واوښت ، او د هغې احصايې له مخې چې تازه د سولې او دیموکراسي موسسې لخوا ترسره شوې د افغانستان د نظامي لګښت کلنۍ بودیجه تر ۹٫۰۹۱ میلیارده ډالره ښودل شوې چې په دې حساب دلته روزانه تقریبا ۲۴٫۹۰۶ ملیونه ډالره پر امنیتي او نظامي چارو لګیزي خو د دې ټولو ځاني تلفاتو او مالي لګښتونو وروستۍ نتیجه دا شوه چې افغانستان له امنیتي او اقتصادي لحاظه په تر ټولو بد وضعیت کې قرار لري او خپله امریکایان د افغانستان په نا امني د هغه د حکومت پر فاسد والي او د افغانستان پر ناسم امنیتي وضعیت شاهدي ورکوي.

امریکایانو چې ۱۴ کاله وړاندې په افغانستان کې د القاعده د له منځه وړلو په پلمه یرغل وکړ اوس د هغې ناموجهې پلمې په هیرولوسره د داعش د مخنیوي په پلمه په افغانستان کې د ۵۵۰۰ سرتیرو د پاتي کیدو پریکړې کوي .

حقیقت خبره دا ده چې نه پرون امریکایانو د افغانانو دمصلحت لپاره دلته په زرګونو سرتیري له لاسه ورکړل او نه هم نن د هغوی د ګټو په خاطر د خپلو ۵۵۰۰ عسکرو ژوند په خطر کې اچوي.

هغوی په افغانستان کې ډیر داسې مهمې ستراتیژیکې موخې لري چې تر لاسه کولو لپاره يي نورو ډیرو ځاني او مالي تلفاتو منلو ته هم اماده دي.

په افغانستان کې د امریکایانو ټول اهداف یواځې د هغوی په شخصي مصالحو پوري تړلي دي نه د افغانانو په ګټو پوري.

مظلوم افغان ولس به بیاهم د امریکایانو د دغه نا مشروع اشغال د دوام په ټس کې هم خپله د امریکایانو او هم د هغوی د تحت الحمایه حکومت د نیابتي مستأجرینو د وحشیانه مظالمو اوجنایاتو قربانیان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x