نظــر

چارواکي او د ماکیاویلي فلسفه

putting-money-in-pocket    ماکیاویلي ایټالوي فیلسوف وه. په پنځلسمه او شپاړسمه زیږدي پیړۍ کې یې ژوند کاوه. دی د شیطان د مرید په نوم شهرت لري. سیاسي فلسفه یې په شیطانت، غلا، بد اخلاقۍ، بې رحمۍ، د نورو رټل، دورغ ویل او …. باندې ولاړه ده. په تاریخ کې یې ډیر بد نوم ګټلی. ماکیاویلي به ویل، چې یوازې د خپلو ګټو او غوښتنو په لټه کې اوسه. تمه ولرئ او هڅه وکړئ، چې ډیره شتمني ترلاسه کړۍ. قهرجن او بیرحمه اوسۍ. چې دې وس کیږي، چل او تیر ویستنه زده کړه، بدي کوه، خو ځان داسې ښایه، چې ښه کوې او داسې نورې د کرکې او بې لارۍ خبرې یې د وخت واکمنانو ته وړاندې کړې وې، خو چا ورته دومره توجه ونکړه.

   مګر….
    نن څلور یا پنځه پیړۍ وروسته د هغه فکر اوسني افغان دولتي چاوراکو خپل کړی دی، هغه چې د اخلاقي پلوه ړوند بلل کیده، دادی د هغه فلسفه ننني افغان وزیرانو، والیانو او…. خپله کړېده. هغه څه چې هغه د اروپا د تیارو پیړیو په دوران کې د وخت حاکمانو ته وړاندې کړي وه، هغوی رد کړل، مګر نن دې چارواکو ورته په خپل عقل او فکر کې ځای ورکړی دی او افغانستان او ملت یې د اروپا د منځنیو پیړیو د ماکیاویلي د جاهلې فلسفې دور ته بوولی دی.
    نن هر وزیر، والي، ریئس او نور ټول د خپلو ګټو او غوښتنو د پوره کولو لپار هلې ځلې کوي، خپل جیبونه ډکوي. ټول ددې په هڅه او کوښښ کې دي، چې خپله شتمني ډیره کړي، هغه چې په لوړو چوکیو مقرر نه دي، ددې تمه لري، چې هلته مقرر شي او لا ډیره غلا وکړي. په دې کوښښ کې دي، په شیرپور، دوبی، نیویارک او انګلستان کې کورونه واخلي، اولادونه یې په خارج کې زده کړې وکړي یا په داخل کې یې د یو زوی د امنیت لپاره دوه یا درې رینجر پولیس د ښوونځي تګ لپاره په دنده وګمارل شي. خو ددې په مقابل کې دې ریښتنی افغان ښوونځی ونلري، ښوونځی دې د ژمي لپاره کړکی او دیوال ونلري، یو ریښتنی افغان دې د یوې مړۍ روزۍ لپاره سوالګري وکړي، د هر شمتن در ته دې ورشي، خو ورټل شي او ناهیلی شي.
    ماکیاویلي دولتي چارواکو ته مشوره ورکوي، چې ریښتینولي پریږدۍ، چل، فریب او خپل ملت ته تیر ایستنه ورکړۍ.
    یوولس کاله وشول، چې د حامد کرزي په مشرۍ د رامنځته شوي حکومت سیاست د چل، دوکې، فریبکارۍ او د تیر ایستنۍ په فلسفه ولاړ دی. هر وزیر، والي او ریئس د ملت سره په چل او دوکه کې دی.
  ولسمشر، د دفاع او کورنیو چارو وزیر صیبان د هیواد د امنیت او د هیوادوالو د خوندي کولو دنده پر غاړه لري، خو د تیرو څو میاشتو راهیسې په کنړ او ننګرهار باندې د پاکستان لخوا توغندي ورول کیږي، د پاکستان اردو د ډیورنډ د کرښې نه دیخوا پوستې جوړې کړي؛ مګر د ملت او هیواد د دفاع دعویدارو تر اوسه پورې کوم داسې عملي ګام پورته نه کړ، ځکه چې فکر او کړنلاره یې په چل، دوکې او ناریښتینولتوب باندې ولاړه ده.
    د مالیې وزیر په لکونو ډالرو غلا کولو باندې تورن شو، څو ورځې یې په رسنیو کې د نوم سر د غل نوم راته؛ خو د څو اوښکو تویولو سره یې لوړو مقاماتو ټوله قیصه ورختمه کړه. دده په مقابل کې یې د فساد پر ضد د مبارزې ریئس په فساد تورن کړ، یانې د فساد ضد ریئس په فساد ککړ وخوت. څو ورځې دمخه وه، داسې رپوټونه راتلل، چې پارلمان د دارالانشاء ځینې غړي په فساد کې ښکیل دي. دا په دولت کې د لوړو خلکو؟؟؟ کارونه دي، چې د وزیر پورې غلاوې کوي، ایا دا ټول چل، دوکه او ملت ته فریب ورکول نه دي؟؟؟
    دوه کاله وشول، چې د بریښنا وزیر ننګرهار ته د بریښنا د رسولو وعدې کوي، خو هر ځل یې وعده په دروغو او هیوادوالو ته په دوکه ورکولو باندې ګرم اوړی او سخت ژمۍ تیر شي.
    د ننګرهار والي صیب د تیرو څو کلو راهیسې والي دی، په لومړي سر کې یو څو سړکان تور کړل او یو څو پارکان یې جوړ کړل، خو تقریبا دوه کاله وشول، چې په ننګرهار کې یې د بیا رغونې لپاره یو تیږه او خښته نه ده ایښې.
    ریښتیا هم، چې د ماکیاویلي او د شیطان ریښتني مریدان همدوی دي، ټول فکر او کوښښ یې په جیب ډکولو، شتمنۍ بهر ته ایستلو، ملي او سیمه ایز خیانت باندې ولاړ دی.
    وتلی فیلسوف کنفوشیوس وایې، چې بد حکومت د زمري نه هم بدتر وي.

زاهد خلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x