کندوز؛ د بې پولې ډاکټرانو بمبار شوی روغتون

پینټا ګون: کندوز کې روغتون ته زموږ زغروال ټانګونه په زور ننوتي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په کندوز کې پر روغتون له بمبار وروسته د بې پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې د دې پېښې د بې پرې څېړنې ټینګار وکړ، تېره پنجشنبه امريکايي زغروال ټانګونه په زور روغتون ته ننوتل او پکې شته شواهد يې له منځه یووړل.

پټناګون نن ومنله، چې د دوی زغروالو ټانګونو د روغتون دروازه نړولې او نېغ روغتون ته ننووتي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه وياند ويلي چې د دوی ځواکونو د روغتون دروازه په ټانګ وهلې او د ننه ننوتلي، خو په وينا يې « له دې خبر نه و، چې په روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې کارکوونکي شته.»

پر ياد روغتون بمبار د اکتوبر په درېیمه وشو، چې د بې پولې ډاکټرانو د مشر له خولې په هغه وخت پکې د ۷۰ شاوخوا روغتيايي کارکوونکي او تر ۱۰۰ ډېر ناروغان موجود و، خو د نهو تنو ډاکټرانو په ګډون د ۲۲ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

دې روغتون ته د امريکايي ځواکونو پخپل سر ورتګ له هغې پرېکړې سرغړاوی ښکاري چې پکې ویل شوي و، چې که امريکايي ځواکونه روغتون ته د ورتګ نیت ولري باید له وړاندې د پېښي پلټونکي خبر کړي.

تر دې پېښې یوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ د بې پولې ډاکټرانو عمومي مشر روغتون ته ورغی او دا پېښه يې « جنګي جرم او وحشت» وګاڼه.

هغه پر نړیوالو غږ وکړ، چې دا بريد دې د یو جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

ياده دې وي په کابل کې د بهرنیو پوځیانو عمومي قومندان منلې ده، چې دا بريد يې د افغان ځواکونو په غوښتنه ترسره کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د