ادبي لیکني

ادب د اسلام له نظره

پوهیالی رحمت الله حکیمي

لنډيز :

ادب که په عمومي ډول داسلامي ارزښتونو ترسیوري لاندې دژوند دپاره وغوښتل شي دټولنې دپاره به موثمر اوموثر واقع شي ، په ادب کې چې رهبري کوونکی اورغښتي کشش موجود نه وي ادب نه دی په دې لیکنه کې ادب او ادبیاتو ته داسلام له لیدلوري نه کتل شوي دالهي کلام اونبوي احادیثو خواږه په کې په ګوته شوي داروښانه شوې ، چې ادب داسلام په چوکاټ کې دټولنې اړینه اړتیا ده دهغوخلکو ځواب په کې موندل شوی چې شعر او ادبیاتو ته دبدیهاتو ، نفس پارونې اونورو نوم ورکوي دبازاري ،بربنډشعر لیکنې اومهذب شوي ادب ترمنځ دبېلتون لویه کرښه ښودل شوې همدارنګه دخوږې پښتو ژبې په ادبیاتو کې دقرآن عظیم الشان اومبارک احادیثوپریمانه څرکونه په ګوته شوي چې دلته پرې بحث کوو .

سریزه :

روښانه ده ، چې قرآن دعلومو مور ده ، همدغه خوږ اومعتبر کلام دی ، چې په ټولو علومو کې ترې په پریمانه پیمانه کاراخیستل شوی دی ، حتیْ دډېریو کفري ټولنو پوهان اومفکرین یې دخپل حقیقت له وجې داسلام په مبارک دین مشرف اوپه رڼه لار برابر کړي ، ادبیات په ټولنه اوژوند پورې داسې تړلي مسایل دي ، چې دټولنې اووګړو په رهبرۍ کې رغنده رول لري ، که چیرې مو ادب او ادبیاتو ته د اسلامي ارزښتونو تر سیوري لاندې دارتقا پړاونه په ګوته کړو په عین وخت کې به مو دخپلې ټولنې دپاره څومره خواږه په لاس راوړي وي . ۱ـ هغه مسؤلیت به مو درک کړی وي دکوم دپاره چې الله (ج) خلق کړي یو ۲ ـ باوري ، رغښتي اوټولمنلي ادبیات به مو ایجاد کړي وي ۳ ـ ادب به مو دټولمنلیو اوافاقي پیغامونو دلرلو سربېره په نړیواله کچه دسبیل الله پلیونی وي .

موخې :

داباید روښانه شي چې دادب غوښتنه څه ده ؟ څه شی مو ادب اوژبې ته ښکلا ورکوي ؟ بربنډ اومهذب ادب ترمنځ دبیلتون پولې کومې دي ، دادبیاتو ، شعر اولیکنې په اړه داسلام دمبارک دین موقف څه دی ؟ او دامقاله راسره دعلمي رتبې اخیستلو په مهال همکاري وکړي .

دادب پېژندنه

ادب لغوي معنا په فرهنګونو کې دعزت ، تهذیب ، علم ، حیا ، پردې ، ښه معاشرت ښه کړه وړه او اخلاقوپه مفهوم ده په اصطلاح کې هغه ښېګنه ، چې سړی یې په وسیله یوښه توب اوښېګنه له ښېګنو څخه مومي اوخپل ژوند پرې تفسیروي ادب بلل کیږي ، کله چې یو سړی ، هلک یاماشوم ناوړه کار وکړي په ټولنه کې یوه عامه اصطلاح ورته لرو چې ( فلانی بې ادبه ) دی نوزموږ ټولنې ادب هم په همغه مفهوم پېژندلی کوم چې په فرهنګونو کې تعریف شوی ،الفت صاحب ادب څومره ښه راپېژني : ((د ادب دکلمې اصل هذب یامهذب دی ، چې ( بې عیبه ) معنا لري دهذب کلمه په اصل کې دهغې ونې له پاره استعمالیده چې ښاخونه به یې پرې کړای شول اوصافه به شوه وروسته داکلمه له محسوساتو څخه معنویاتو ته رانقل شوه اوهغه چاته هم وویل شوه چې عیبونه به یې پاک شول یعنې مهذب به شو )) په څانګیز اوتخصصي ډول هر هغه ممتازه وینا که لیکنۍ وي یا ګړنۍ چې هنري ارزښت ولري ادبیات بلل کیږي دلته هنري ارزښت هغه تاثر دی چې وګړي اثرمن کوي ، نوموړي تاثر باید داسلام دمبارک دین ، ټولنیزو اوهیومانیستي ارزښتونو څخه راټوکیدلی وي نه دنرګیست اوخپلې بې بنیاده فردې ارتقا دپاره .

ادب په عمومي ډول داسلام له نظره .

دبشر دلارښوونې بهترین اومعجز کلام قران دی کوم چې ملتونه دضلالت نه دسبیل الله لور ته رهبري ، نوداچې ادبیات دټولنې او ژوند سره سروکار لري اړینه ده چې خپل مبارک دین ته په کتلو سره ټولمنلي، مهذب اوافاقي ادبیات رامنځ ته کړو ځکه ادب هم په ټولنه کې د فکري سمون اورغښتي بدولون مسؤلیت لري .

دادب کلمه په نبوي حدیث شریف کې راغلې (( ادبني ربي فاحسن تادیبی )) خو داحدیث محدثینو په دغه الفاظو نه دی ذکر کړی په بې شمیره احادیثو اودیني څرګندونو کې دادب لفظ راغلی دی .

په بل موقوف حدیث شریف کې راځي چې حضرت عمر ( رض ) ویلي : (( تادبو ثم تعلمو )) ژباړه : ادب زده کړئ ورسته پوهه حاصله کړئ .

په دیني اومهذبي ډول دادب کلمه تر ډېره بریده داخلاقو ،او ژوندانه کړو وړو دپاره استعمال شوې ده اودټولنې دسمون دپاره اړینه اړتیا بلل شوې همدارنګه ارواښاد پوهاند صدیق الله رېښتین ادب په دوو بڼو ویشلی ۱ ـ نفسي ادب ۲ ـ درسي ادب

چې نفسي ادب اخلاقي فضیلت دی او درسي ادب په سمه بڼه ویل اولیکل دي نو طبعي ده چې دنفسي ادب دبرخمن کیدو سره درسي ادب هم افاقي مزلونه وهي .

یو کس هغه وخت دعزت ، تهذیب ، حیا ، پردې ، او اخلاقو له خوږو څخه برخمن کیدلای شي چې په حقیقي ډول داسلام درڼې لارې لاروی وي یوازې بربنډو اوبازاري شعرونو او لیکنو دحقیقي ادب رنګ پېکه کړی ، چې دادب دکلمې په حق کې یې ظلم اوناروا بولم ادب باید خپله حقیقي څېره د(( امرباالمعروف اونهی عن المنکر )) په قرآني فرموده کې وویني ، ادب چې ټولنه سم اورغښتي لوري ته رهبري نه کړي ادب نه دی ، موږ باید ادب دژوند دپاره وغواړو دلته ددې غوښتنې هدف دادی چې ژوندي مو په (( سبیل الله )) سترګکونه ووهي نو هله زموږ ټولنه او وګړي دپرمختګ ، هوساینې اوبریا دعوه کولای شي .

هغه څوک چې ادبیات دادب دپاره غواړي دحمزه صاحب په وینا هسې اوتې بوتې د دروند لیکوال اصف صمیم له قوله یوکس دحمزه صاحب نه پوښتنه وکړه چې ادب دادب دپاه دی که ادب دژوند دپاره هغه ورته وویل چې ادب دادب دپاره هسې اوتې بوتې دي ادب دژوند دپاره دی ، که مو فکر کړی وي یو کس چې شعر ولیکی کله یې په جیب کې ساتې ترهغې یې طاقت نه کیږي ، چې په بل کس یې وانه وري او ورویې نه ښيي ، دلته په بل باندې داوریدلو موخه داده ، چې مقابل کس څومره په کې ځان اوټولنې ته نیمکرغي اوښه توب ویني ، څومره دسمون زړي په کې موندلای شي نو که ادب داب دپاره شي دټولنې او افرادو دجوړښت ، سمون او ارتقا ماهیت له منځه ځي .

داچې د ادبیاتو اوهنر ودانۍ دانسان داحساس ، عاطفې ، فکر اوخیال په خښتو ودانه ده نو زموږ ادب غواړي ، چې په داسې خښتو دژوند ماڼۍ جوړه کړي کومې چې پوخوالی یې داسلامي عقیدې په بټۍ کې شوی وي .

داد ب غوښتنه مو باید دالهي کلام (( وقولو لناس حسناً )) سره داسې وتړل شي ، چې زموږ لیکنې اوویناوې ښې ، نرمې ، اغیزمنې دسمون اورغښت په لور رهبري کوونکې وي .

موږ په ادبیاتو کې دمقابل نه داتوقع لرو چې ښې ، نرمې وینا ې اوموثرې لیکنې وکړي دابوهریرة ( رض ) څخه روایت دی ، چې جناب محمد رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل : (( الکمة الطیبة صدقة )) ژباړه : نیکه اوښکلې خبره کول صدقه ده ، سبحان الله څومره خوږ دین لرو چې یوکس ددې توان نه لري چې مالي صدقه وکړي داخو کولای شي ، چې نیکه اوښه وینا وکړي .

ادبیات دفصاحت په برخه کې داسې وايي : چې په خبرو کې رواني ، ساده والی اوڅرګندتیا موجوده وي یعنې الفاظ اوکلمې داسې تلفظ اووپېیل شې چې دورځنۍ محاورې سره برابرې اوله عیبونو پاکې وې اوس هم موږ دمتن لوستونکي اووینا کوونکې نه دامید لرو چې هر لفظ ښه ادا اوجملې تر خپل ځایه ورسوي ، زرونه کاله مخکې دسرورکاینات (ص ) خبرې دفصاحت له خوږ څخه برخمنې وې .

عن عایشة ( رضی الله تعالی عنها ) قالت :کان کلام رسول الله ( ص ) کلاماً فصلاً یفهمه کل من یسمعه . ( رواه ابودادو )

ژباړه : دحضرت عایشې (رضی الله تعالی عنها ) څخه روایت دی ، چې درسول الله ( ص ) خبرې به جلا جلا وې ددې دپاره چې اوریدونکې پرې ښه پوه شي .

دهر ادیب اولیکوال نه داتوقع کیږي ، چې نورو ته دنیک اوښه سلوک له وجې ښه اوبده لاره په ګوته کړي او رڼې لارې ته خلک راوبولي زرونه کاله مخکې الله رب العزت خپل پیغمبر(ص ) ته داسې ویلي وو : (( ادع الی سبیل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة ))

ژباړه : بلنه کوه خلکو ته ای محمده ! دقران په محکمو ایتونو په حکمت اوپوهې سره اوخلکو ته په نیکۍ سره نصیحت کوه .

په ادبیاتو کې ویل کیږي چې خبره باید بربنډه ونه شي ځکه خبره مونث لفظ دی څومره چې په حیا کې وویل شي اوپه حیا کې وشي دومره ښکلې وي ، دغزل په اړه وایو چې دلطافت ، حیا او باریکۍ له وجې دښځو په وړاندې خبرې وشي یعنې کومې خبرې چې دباریکتوب اوحیاپه پرده کې یې سړی دخپلې مور اویا نورو ښځو په وړاندې کوي داغزل دی ، چې ځینو یې تعبیر غلط کړی وایي : چې غزل دښځوسره خبرې کولو ته وایي نو څرنګه چې حیادادبیاتو جمال دی نو په هر وخت کې باید دې درنې کلمې ته په کتلو سره خپل ادبیات مجلل کړو .

عن ابي سعیدالخدری ( رض ) قال :((کان رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) اشدحیاء من العذار فی خدرهافاذارای شیاً یکرهه عرفناه فی وجهه ))

ژباړه : دحضرت ابوسعید الخدری ( رض ) څخه روایت دی چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) به په پرده کې له ناستې ښځې څخه ډېر حیا دار وو ، کله به چې رسول الله ( ص ) ناخوښ شی ولید نو دهغه اثار به دده مبارک په مخ کې پېژندل کیدل ( رواه بخاري )

دحقیقت نه به لرې نه وي که ووایم چې حقیقت دژوند دویم نوم دی ، په هر څه کې چې دحقیقت خواږه موجود وي دبریا اوباور چانس یې ډېر وي په ادبیاتو کې هغه لیکوال چې دریالیزم دمکتب پلیوني دي اثارو یې تل پاتې اوکلاسیکه بڼه غوره کوي اوټولنې دسمون په پارڅه پریږدي ، اړینه ده چې دژوند ټولې چارې دحقیقت په معیار پرمخ لاړې شي کله وارې په ادبیاتو کې مجازدحقیقت تر سیوري لاندې حقیقت ته ځان رسوي .

عن ابي سعید الخدری ( رض ) عن النبی ( صلی الله علیه وسلم ) قال : (( افضل الجهاد کلمة عدل عند سلطان جایر ( رواه ابوداود ) .

ژباړه : دحضرت ابی سعید الخدري (رض ) څخه روایت دی ، چې نبي اکرم ( ص ) فرمایلي : بهترین جهاد دظالم پاچا په وړاندې دحق اوعدل خبره کول دي .

کله وارې په ادبیاتو کې مووایو چې شاعر اولیکوال دټولنې سترګې دي ، که په حقیقي ډول مسؤلیت درک شي دایو لوی لقب دی چې شاعر اولیکوال ته ورکړل شوی ځکه ددوی دپنځوونو په هینداره ټولنه خپل ځان ویني ؛ نو لیکوال ته لازمه ده چې (( لایومن احدکم حتی یحب لاخیه مایحب لنفسه )) مبارک حدیث شریف ته په کتوسره ټول وګړي دیوبدن غړي وګڼي ، کوم سهولتونه اوبریاوې چې دځان لپاره خوښوي باید دنورو وروڼو دپاره یې هم خوښې کړي ، دالله ( ج ) مباک کلام دبشر دنیکمرغۍ دپاره بې شمېره مرغلرې لري نو دروڼ اومهذب شوې ادب خواږه مستقیماً له دغه لوړ کلام اونبوي احادیثو څخه اخیستل شوي دي .

قرآن موږ ته دموزونو ، تاثیرلرونکو ، دمعنا اوالفاظو تر منځ دتطابق چل راښيي څرنګه چې ادبیات اوهنر ښکلایز اړخ لري نوله لویه سره قران عظیم الشان دښکلا ستره بېلګه ده ، چې دپیل نه تر پایه په کې موزونې کلمې دمعنا اوټکیو تر منځ یې قوي تړاو موجود دی همدا علت دی ، چې بهرني او اروپایي لیکوال یې کیفیت اوجذباتي کیدوته ګوته په غاښ دي ، په قرآن عظیم الشان کې دجمال اوجلال په اړه داسې اغیزمنې ویناوې موجودې دي ، چې مخالیفینو به دجادوګومان پرې کاوه ، نو قرانکریم ښکلایز ذوق له پاللو سره ادیبانو ته داسې رڼه لاره په ګوته کوي ، چې دحقایقو پیلونې اودیوملت خوبولي ځواکونو راوېښوونکې وي .

هر ادیب ، لیکوال اوشاعر باید دخپلو ادبیاتو ارتقا دقران عظیم الشان اودهغه په تفسیر کې ولټوي ، ځکه همدا لوړ کلام دی ، چې احساساتو ته جمال ، ذهن ته قوت اوشعور ته بیداري وربښي .

داسلام دظهور نه مخکې یعنې دجاهلیت په زمانه کې شعر دادبیاتو یوه برخه وه دقبیلو ترمنځ دتعصب ، اختلاف او نوروشخصي غوښتنو لپاره ویل کیده نو په لومړي سر کې قرآن عظیم الشان دهمدغه لاملونو له وجې شعر ځکه ښه ونه ګنلو ، چې مشرکانو به حضرت محمد ( ص ) ته شاعر ویلو اوقرآن یې دده تصنیف ګڼلو نو په اړه یې الله (ج) ویلي : (( وماعلمناه الشعروماینبغی له )) سورة یاسین ۶۹ ایت

ژباړه : موږ محمد ( ص) ته شعر نه دی ښودلی اوده ته شاعر ویل هم مناسب نه دي ، خو کله چې داسلام دظهور په وخت کې دشعرمحتوا بدله شوه یهودو اومشرکانو داسلام په مقابل کې دخپلې دفاع په خاطر شعر وویلو محمد ( ص ) ته به یې سپکې سپورې کولې نو پیغمبر ( ص ) زیات خفه شو نو وروسته حسان بن ثابت ، کعب بن مالک اوعبدالله بن رواحه دکفارو دشعرونو په ځواب کې دخپلو ژبو څخه دتوروکار واخیست نو پیغمیر ( ص ) هم دځینو شاعرانو شعرونه ، چې دسمون په لور رهبري کوونکي وو وستایل اوانعامونه یې ورکړل په اړه یې داسې وویل : (( ان من البیان لسحرا وان من الشعر الحکمة ))

ژباړه : ځینې خبرې اوویناوې دسحر په څیر تاثیر کوي اوځیني شعرونه له علم څخه ډک دي .

داچې تاثیر لرونکې شعرونه اولیکنې دټولنې خوبولي ځواکونه راویښوي نو بل ځای محمد رسول ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایي : (( اغیز ناکه ژبه دانسان ښکلا ده .))

روښانه شوه چې دمهذب شوي ادب په اړه داسلام مبارک دین روڼ موقف لري دښو اوبدو دتمیز دپاره دبېلونې لارې ښيي ،نو اسلام هم دهغه لیکوال شعر اولیکنې ته لبیک وایي ، چې ټولنه په ( صراط المستقیم ) برابروي .

په پښتو ادب کې دقران عظیم الشان اونبوي احادیثو څرکونه :

راځم دې ته چې زموږ دخوږې ژبې ( پښتو ) ادب د قرآن عظیم الشان په هینداره کې څومره ځان لیدلی ، دلته غواړم دپښتو ادبیاتو په ټولو دورو کې دقرآن څرکونه په ګوته کړم .

دهرې ژبې ادبیات دخپلې عقیدې ، فکر ، فرهنګ اوټولنیزو کړو وړو منعکس کوونکې دي نو داچې پښتانه یو ټینګ او اسلام پروره قوم دي طبعي ده ، چې ادبیات یې هم داسلام مبارک دین له چېنې څخه سېرابه دي .

داچې زموږ دلیکوال او ادیب لیکنه هغه غږ دی ، چې مسلمانوي مو ، هغه الف دی ، چې مور یې ماشوم ته په تندي راکاږي ، هغه ناره ده چې انګریزان تمنبوي ، هغه سیند دی چې زموږ تنده نشي ماتولی ، هغه یتیم دی ، چې په یبلو پښو داسیا په زړه کې دمور نوم ته غېږه ورکوي ، هغه ساه ده چې بې ساه کوي مو ؛ نو هغه ژبې دې ګونګې شي چې وايي پښتو ادب دقرآن سره اړیکې نه لري .

دپښتو ادب لرغونې دوره دبیټ نیکه په مناجاتو ، دامیرکروړ په شعر، دشیخ رضي ،شیخ متي اونورو په منظومورنګینه شوې چې له ورایه په کې دیني ارزښتونه ښکاري .

شیخ متي وايي :

خاونده ! ښکلی ستاجمال دی ښکاره یې لور په لور کمال دی
زړه مې داستادمینې کور دی ســـوی دعشـــق پـــه سوځند اور دی

رپ یې وتاته ستاپر لور دی بې له دې هیڅ دی ورک یې پلور دی

ستادجمال په لیدو ښاد دی
که نه وي دغه نور برباد دی

زه چې څرګند په دې دنیا شوم دښکلي مخ په تماشا شوم
ستاپرجمال باندې شیداشوم له خپلې سټې راجلا شوم

په ژړاژاړم چې بېلتون دی
یمه پردیس بل مې تون دی

په پورته پاړکیو کې شیخ متي د(( الله جمیل ویحب الجمال )) حدیث شریف ته په کتوسره دالله ( ج) دښکلا ، قدرت ، کمال اونورو صفتونه یادونه کوي ، دغه نړۍ دالله ( ج) په صفاتواوانوارو ښکلې بولي ، په زړه کې یوازې دهمغه ذات (ج) مینې ته ځای ورکوي کوم چې دی یې خلق کړی په کایناتو اوځان کې الهي انوار اوقدرتونه ویني ، دابتدااوکوم وخت نه چې دده زوکړه شوې ځان داسلام په مبارک دین مجلل بولي ، په دغه سفر کې چې دې دنیا ته په کې راغلي بېرته دابدي ژوند دورتګ هڅه کوي نو ددې څخه څرګندي چې شیخ متي داسلام په مبارک دین ټینګ ګروهمن دی شېبه پرشېبه یې دالهي انوارو اوقدرتونه ننداره کوله .

مخکې کې مو وویل چې په ادبیاتو کې باید د( امربالمعروف اونهی عن المنکر ) تومنه موجوده وي ؛ نو دپښتو ادب لرغونې دوره هم په پریمانه کچه ترې برخمنه وه ، شیخ رضي دپښتو ژبې تکړه ادیب اونیک سړی وو ، کله چې دخپل تره شیخ حمید لخوادپښتونخوا غروته داسلام دتبلیغ لپاره واستول شوپه هغه وخت کې شیخ رضي دخپل تربور نصرلودي له ملحدۍ څخه خبر شو نو په یوه منظوم لیک کې يې ورته وویل :

دالحاد په لور دې ترپلل ګروه دې زموږ وکوراوه
مـــوږ روڼلی پـــــه زیارنه تاپه تــــور وتــــوراوه
هغـــه ګروه دې اوس اړه کړ چــــې پلرو دې رڼـــاوه

په ځواب کې یې نصرلودي وویل :

دالحاد په تور تورن شوم زه لرغون خو ملحد نه یم
له اسلامه نه ترپلمـــــه تورانوڅخه په ترپله یــــم
ګروه مې هغه لرغونی دی اوس هم کروړ په لرغونه یم
داسلام په هسک به ځـلم وتـــــورانوتــــه تیــاره یـم

په پورته منظومو پاړکیو کې دشیخ رضي اونصرلودي ترمنځ داسلام مبارک دین په خاطر مباحثه اوسوال ځواب شوی نصرلودي داتور نه مني اوشیخ رضي یې په دې اندیښمن دی چې په بل دین ګرهمن نه شي نیکي ته په امر کولو اوله بدۍ څخه دژرغولووجه وه چې نصرلودي خپل سپیناوی کوي اوشیخ رضي ته داقناعت ورکوي چې داسلام په اسمان به تل ځلیږم اسلام خپل لرغونی دین ګڼي دهغې څخه ځان نه بېلوي .

همدارنګه بېټ نیکه دالله (ج) دقدرتونو دیادولوسربېره دخپل ټبر دډېرښت ،پالنې اوروزنې په پارخپل رب ته لاسونه لپه کړي وايي :

لویه خدایه لویه خدایه ستا په مینه په هــر ځای
غرولاړپه درناوی کې ټولـــــه ژوي پـــه زارۍ کـــې

دلته دي دغرولمنې زموږ کیږدۍ دي په کې پلنې
داوګړي ډېر کړې خدایه ! لویه خدایه! لویه خدایه!

«««««

دلته لږ زموږ اور بل دی ووړ کـورګی دی ووړ برجل دی
مېنه ستا کې موږ مېشته یو دبــل چاپه مله تله نـــه یــــو

هسک اوځمکه نغښته ستاده دمــــېړو وده لـــه تــــاده
داپالنه ستاده خـــــدایــــه لویـــه خدایه! لــــویه خدایه!

په پورته منظومو کې بېټ نیکه دوګړو دتقویې ، ارتقا غوښتنه دخپل رب (ج) څخه کړې په کایناتو کې یې دالله (ج) قدرتونه اوشتون ښودلی ، همدارنګه امیرکروړ دلرغوني دورې هغه پهلوان وو ، چې دغلیم سیوري ته یې دمه نه کوله او داموي مفسدینو مخه یې ونیوله چې داهل بیتوپه مقابل کې جنګېدل اولرغونی غور یې ددې فتنې څخه خلاص کړ دوخت غلیمانوته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړداویاړینه یې له خولې څخه راووتله :

زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نشته په هندوسند په تخار اوپه کابل نشته
له مااتل نشته

دپښتو ادبیاتو په منځنۍ دوره کې دخوشحال خان ، بایزید روښان ،رحمان بابااو ددوی دلارویانو اثار داسلامي عقیدي خواږه لري، بایزید دتصوف په وسیله خپله ګروه قوي کړه اوپښتانه یې په ځان راټول کړ دمغلو په وړاندې يې ټینګ مقاومت وکړ کله چې یې دمغلو ظلمونه په ځانګړي ډول په کندهارکې چې مغلو یوه ښځه دسرپه وېښتو دژرندې په پله پورې تړلې ولیده نو تورې اوقلم ته یې لاس کړدچورې په جنګ اونورو ځایونو کې دښمن ته زیات تلفات واړول دخیرالبیان په نامه اثر یې دسورة الرحمن په لحن اوسجع ولیکه ، چې دبې شمېره ایاتونو اونبوي احادیثو څخه یې دخپلې ادعا دثبوت دپاره استفاده وکړه ، دیاد اثر له نامه څخه معلومیږي ، چې دنیکۍ ، عبادت کولو دژوند دالهي فرمودو سره دبرابرولو بیان په کې دی ، چې دګور دعذاب ، دقیامت دعذاب ، داسلام دپنځو بناوو ، دعبادتونو دطریقو او صوفیانو په اړه په کې خبرې شوې ، چې په مقابل کې یې اخونددروېزه دمخزن اسلام اثر ولیکه دخیرالبیان په اثراومولف یې چې کومې نیوکې شوې په هغه نه غږیږم ، یوازې دنوموړي اثر څخه دمتن یوه برخه رااخلم :

دکتاب شروع داسې شوې : په نامه دخدای چه بخشاینده دی مهربان په نامه دخدای چه په خدایی دی عیان .

اوبایزید: ځما ډېر ستر صفت وکښه ، خوښی م ِ پیداشی چه ځما ډیر ستر صفت وایي آدمیان : ګوره ځما تسبیح وايي چه په مزکه کښی دی ( یا ) په اسمان ، نشته هیڅ بېرون چه ځما تسبیح وایي ته باوروکړه په دابیان ( یسبح لله ما فی السموات وما فی الارض ) په قران کې دی عیان .

پیرروښان ویلي دي : زه عامی میړه یم په څه ستا ډېر صفت وکښم اوسبحان ، اوبایزید ! دخپلې پوهې په اټکل وکښه تمام ګوره ! ( اناکل شی ء خلقناه بقدر ) ( درتحقیق هرشی راپیداکردم بااندازه ) په قران کې دی عیان .

ته دانا یې اوخالق دمخلوقانو ، ته ژغوروی واړه مخلوقان اوژغورول د ِ چه لا دیوپیداشوی نه وو عیان ( وربک علی کل شی ء حفیظ ) ( پروردګار برهرچیز نګاهبان است ) په قرآن کی دی عیان .

دخیرالبیان په پورتني متن کې دبایزد له خولې چې ماته په خوب کې الهام کیږي ، دالله (ج) څخه ځان مخاطب بولي په هر صورت کتاب د دیني ارزښتونو تر سیوري لاندې لیکل شوی ، دبې شمېره ایاتونو اونبي احادیثو څخه په کې کار اخیستل شوی ، مولف چې دهرې موخې دپاره لیکل خو دقران اونبوي احادیثو څرکونه په کې له ورایه ښکاري ، ټولنې ته دادرس ورکوي چې دژوندانه کړه وړه ، سیاست اونورکارونه مو باید داسلام خواږه ولري .

دپښتودمنځني دورې بل نوموتی شاعر عبدالرحمن بابا دی ، دنوموړي دیوان دومره دخلکو په زړونو کې ځای ونیوه چې ملایانو په مسجدونو اودممبر پر سر ترې خبرې کولې ، داخرت دښیګڼو بې شمېره نمونې په کې شته دي درحمان بابا په دیوان کې دافرادو اوټولنې داصلاح دومره خواږه ولیدل شوي ، چې دبابا لقب یې پرې وګټه دبیتونو یو څو نمونې یې دلته راوړم .

رحمان بابا دمحمد ( ص) دمبارک حدیث دارشاد په ترجمانۍ سره یې ګرد انسانان دیوه بدن غړي وګنل :

واړه دخپل ځان په نظر ګوره که دانا یې ای عبدالرحمانه ! جهان ټول عبدالرحمان دی

مخکې له دې چې دارسطو ، سقراط ویدي دعاوې خراسان ته راورسي زموږ دهېواد وګړو الله ( ج) پېژندلو :

دمکي سفر اسان دی مرد هغه دی چې له ځانه سفر کاندې سفر دای

درحمان بابا په پورته بیت کې دځان اصلاح اوسمون ته اشاره شوې ځکه لومړی باید انسان دخپل زړه په کعبه کې الهي انوار وویني ، چې لوی حج یې وشي دنفس سره جهاد اودنفس تذکیه دنورو عبادتونو دپاره لومړی پوړ دی ، که چیرې داتذکیه ونشي نو نور عبادتونه هسې عبث ځي .

الهي فرموده ده : (( ان الله لا یغیر مابقوم ٍ حتیْ یغیر ماباانفسهم ))

ژباړه : په رېښتیا اوتحقیق سره الله (ج) تر هغې پورې دیوه قوم حالت نه بدلوي ترڅو چې دهغه قوم وګړي په خپلو نفسونو کې تغیر رانه ولي .

پښتون فنکار ادیب اوشاعر دنوموړي الهي فرمودې تفسیر په موزونه وینا داسې کوي :

خدای هم نه بدلوي حال دهغه خلکو څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله

روښانه ده ، چې دپښتو ادب نثر اونظم شېبه پر شېبه دقران عظیم الشان په زړه کې ساه اخلي دالنساء ( ۱۳۴ ) ایت یوه برخه ده (( یا ایهاالذین آمنو کونو قوامین بالقسط شهداء لله ولوعلی انفسکم اوالوالدین والاقربین ))

په پورته مبارک ایت شریف کې دا درس پروت دی ، چې مومنان باید ثابت قدمه اومحکم وي که شاهدي يې په ځان ، په پلار اومور اونور خپلوانو راشي اوتوان یې هم په کې وي دعدل او انصاف څخه باید کار واخلي اودحق خبره وکړي ، پښتون فنکار اوسترګور شاعر عبدالرحمان بابا دهمغه آیت له لیدلوري څخه موږ ته دادرس راکوي :

لکه ونه مستقیم په خپل مکان شه که خزان درباندې راشي که بهار

بل ځاب رحمان بابا وايي :

روښنایي په هغه زړونو ده حرامه چې پرې کښېني ګردغبار ددې دنیا

درحمان بابا په پورته بیت کې په ډاګه شوې ، چې په دنیا باندې زړه تړل ، د دنیاوي مقاصدو دپاره دمادیاتو سره دوستي کول انسان داخروي روښنایي اونیکمرغۍ څخه بې برخې کوي ، چې په دې اړه بې شمیره دیني ارشادات په قرانکریم اونبوي احادیثو کې موجود دي .

دمنځنی دورې بل نامتولیکوال خوشحال خان خټک سوچه مسلمان اوحنفي مذهبه کس وو ، چې پښتو ژبې او ادب ته یې ډېر رڼا وروبښله ډېر ځله دنوموړي له خولې څخه داسې شکرې راوتلي چې دده عقیده اومذهبي اړخ ترې ثابتیږي لکه چې وايي :

دخدای عرفان مې وشو په عرفان دمحمد پاک دی محمد پاک دی سبحان دمحمد

په پورته بیت کې خان وايي ، چې دجناب محمد رسول الله ( ص ) پېژندنه وه چې الله ( ج ) یې راوپېژانده ، ورپسي دالله ( ج) او رسول پاکي بیان کړې ، دخوشحال خان خټک ددېوان ډېره برخه دیني مسایلو ته ځانګړې شوې دلمانځه دفرضونو ،واجباتو، سنتونو اونورو ادابو په اړه یې په تفصیل سره منظومې ویلي ، دده له اشعارو څخه معلومیږي ، چې خان په قرانکریم اومبارکو احادیثو کې پوره پوهه او وړتیا لرله دیوه ایت شریف تفسیر داسې دی (( هر کله چې د دوی اجل راشي ؛ نو بیا نه یو ساعت وروسته اونه وړاندې کیږي )) سترګور فنان خوشحال خټک یې په شعري مزاج اوقریحه کې بیان داسې کوي :

زیات وکم به دې یو دم دژوندون نشي هغه دم چې دې پوره شي دمرګ ژمنه

په الهي کتاب کې دناروا ګټې په اړه دالهي فرمودې مفهوم دی (( دقیامت په ورځ به دغه پیسې د دوزخ په اور کې سرې کیږي ، د دوی تندي ، اړخونه اوملاګانې به ورباندې داغل کیږي )) خان یې مفهوم په شاعرانه انداز کې داسې راوړي :

په زړه یو درم یو داغ دوه داغونه دوه درمه

دروند استاد محمد اصف صمیم دخوشحال دیني اومذهبي اړخ ته په دقیق ډول پاملرنې کړي ګټور اثر یې د( ګام په ګام له خوشحال سره ) پرې لیکلی ، چې دقرانکریم اونبوي احادیثو په رڼا کې یې موضوع روښانه کړې یوه بېلګه یې دلته رااخلو :

که نیستي ده که هستـــي ده ستـــا پـــه حکـــم الـــستـــي ده

کرلاڼي لانور شراب څښلي نه دي دامستي واړه په جام الستي ده

نوموی لیکوال بې شمیره اثار لیکلي دمنثور اثار و له جملې څخه یې یوازې د دستارنامې منځپانګې ته د دیني اړخ څخه کتنه کوو .

دنامه څخه يې معلومیږي ، چې دمشرۍ ځانګړتیاوې ېې په ګوته کړي، خوشحال خان خټک هغه څوک ددستار سړی بولي چې شل هنرونه اوشل خصلتونه ولري دکتاب په پیل کې یې دابیت ویلی :

چې دستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي

نوموی اثر دومره کلاسیک ،ټولمنلی اودټولنې له زړه څخه راټوکیدلی دی ،چې تر ننه پورې دیوه قوم ، هېواد اوسیمې لیډران ترې استفاده کوي دلته یې یوازې ددیني اړخونو بېلګې رااخلو :

ددستار په بحث کې لیکي : دبدر په جنګ کې د دستار شمله په مومنانو حکم شوه ، شمله د دستار دهغه جنګ راپه هسې سنت موکد شوه نه یو مونځ په شمله نه ډېر نمونځونه بې شملې ګوره چې چار د دستار تر کومه لاړه . دشملې په اړه هغه ایت شریف راوړي چې پنځه زره ملایکو په برګو اسونو سورې او دسپینو دستارونو شملې به یې پرېښوې دمومنانو دمرستې دپاره الله (ج) راولیږې دال عمران په ( ۱۲۵ ) ایت کې الله ( ج) فرمایلي :(( هذایمددکم ربکم بخمسة الاف من الملکة مسومین )) بل ځای لیکي :(د رسالت پناه درې دستاره یاد شوي یو اتلس ګزه شمله یې نیم ګز شرعي دویم دوازده ګزي شمله یې یو ګز هغه دجنګ ده دریم شپاړس ګزي هغه به یې داختر په جمعه په سر تاړه ) ، دستار تړل په ولاړه بویه درود دې لولي دستار دې تړي حدیث دی ‏‎frown‎‏ جذبات لیس منا من تشبه بغیرنا )

په پورتني متن کې خوشحال خان خټک د دستار په څرنګوالي ته داسلامي لیدلوري نه کتلي ، څرنګه چې په پښتنو کې دستار تړل یو ستر دود دی لازمه ده ، چې نبوي ارشاداتو ته په کتلو سره هر سړي ته په وړتیا سره دویاړ دستار ورپه سر شي .

مخکې مو یادونه وکړه ، چې خان دشلو هنرونو اوشلو خصلتونو لرونکی کس ددستار سړی بولي نودلته یې دیوه هنر اویوه خصلت بېلګه راوړم .

دځان پېژندګلوي لومړی هنر بولي ،په اړه یې متن رانقلو :

لومړی هنر :

دځان پېژندګلي : ( ( من عرف نفسه فقد عرف ربه )) ( الحدیث )

ژباړه : یعنې دهر چا چې دځان شناخت وشه پس په تحقیق سره چې هغوی خپل پرودرګار وپېژنده .

ابیات :

که دې شناخت وشه دځـان شناخت دې وشه دسبحــان
که دې شناخت نشته دځان شناخت دې نشته دسبحان

خوشحال خان خټک دځان پېژندنه د الله (ج) او دهغه درسول دپېژندنې لومړی پوړ ګڼي دنبوي حدیث شریف په مصداق خپلو خبرو ته ادامه ورکوي .

علم دویم هنر بولي ، چې نوموړي دکسب اوکمال بللی ، دعلم په تعریف اوارزښت یې خبرې کړي ، چې دلته یې دمتن لږه برخه رانقلوو :

علم په لغت کې زده کولو ته وایي ، هرڅه چې وي اوس په اصطلاح کې تحصیل دعلم عربي ، فارسي وغیره وته چې شهرت دڅوارلس علوم لري علم وایي ) بل ځای وایي علم دادالهي فیض نامتناهي دی ، ددواړو جهانونو لویي ، بزرګي په علم کې ده دخدای شناخت چې سرمایه د واړه سعادت دی په علم کې دی ، دپیغمبرانو متابعت په علم کې دی هرچې علم بیامومي میراث به بیا مومي دپیغمبرانو (( العلماءُ ورثةُ الانبیا ء )) ژباړه : عالمان دنبیانووارثان دي

یعنې په ځایې کښېني دپیغمبرانو ، داشرف ، بزرګي دعلم ، فکر کړی بویه چې ترکومه حده ده ، چې دعلم څښتن جانشین دپیغمبرانو شي .

اتم هنر یې حلال ښکار بللی ، چې وایي :

اتم هنر ، دښکار چې حلال کسب دی حلیت یې په ایت ثابت دی ( ُاحل لکم صیدالبروالبحر ) ژباړه : ماستاسودپاره دخشکۍ او داوبو ښکار حلال کړی دی .

خوشحال په یوه ځای کې دشعر په اړه چې څلورم هنر یې بولي وایي : (( دشعر کار عظیم دی ( بسم الله الرحمن الرحیم ) هم وزن دنظم لري :

بسم الله تاج سر قرآن است نیز سنجیده بدین میزان است

اوس دهمدغه کتاب څخه دشلو خصلتونوله جملې څخه یوه بېلګه راوړو :

لسم خصلت دعدل او انصاف دی : دملک دآبادنۍ ، دخلق دآسایش مدار هم په دا کار دی حدیث دنبوي پناه دی (( عدل ساعة خیر من عبادة ستین سنتة قیام لیلها وصیام نهارها )) ژباړه : دیوه امیر لپاره یو ساعت عدل کول بهتره دي دشپېتو کالو دشپې دقیام اوورځې دروژې نیولو څخه .

وقال الله تعالی : (( واَ قسطو ان الله یحب المقسطین )) ژباړه : عدل وکړئ په تحقیق سره الله (ج) عدل کوونکي خوښوي .

اول عدل انصاف دادی : چې والي دې تر خپل رعیت ځان لوی نه ګني دبدر په ورځ رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) تر سایه لاندې ناست ؤ ، اصحاب په نمر ، جبراييل ورلره راغی ورته یېووې : یا رسول الله ته ترسایه ، اصحاب ، ستایاران په نمر رسول ( صلی الله علیه وسلم ) زر ترنمر کېښناست بل داچې په ځان یې نه پسندي ، هغه دې په هیچانه پسندي .

دپښتو ادبیاتو معاصره او اوسنۍ دوره په پریمانه اسلامي ارزښتونو مجلله ده ، دکوزې پښتونخواروڼ اندي لیکوال سیدراحت زاخیلي دپښتو هنري ادب منثوره خوا دفورم اومحتوا له مخې غني کړه دلومړی لنډې کیسې ، ناول او طنز لیکلو ویاړ یې وګټه دلته بیا دپښتو ادب پنځو ستورو ( ګل پاچا الفت ، صدیق الله ریښتین ، قیام الدین خادم ، عبدالحی حبیبي ، عبدالروف بېنوا) دپښتوادب منظومه اومنثوره برخه دفورم اومحتوا له مخې بیخي پسې بډایه کړه دیووېشتمې پیړۍ په راورسته برخه کې پښتني لیکوالو عبدالشکور رشاد ، حبیب الله رفیع ، عبدالله بختاني ، صدیق پسرلي ، محمد صدیق روهي ، کاروان صاحب ، فضل ولي ناګار ، عبدالغفور لیوال ، محمد اعظم اعظم ، درویش دراني ، سیال کاکړ معصوم هوتک ، محمد اصف صمیم ، اسدالله غضنفر …….. اونورو په تیورکي اوعملي ډول دپښتو ادب ځولۍ دبې شمیره منظومو اومنثورو مرغلرو څخه ډکه کړه ، اوس د ځینو لیکوال په نظم اونثر لنډې خبرې کوم لومړۍ غواړم چې دپښتوهنري ادب په ایجاد کوونکي سیدراحت زاخیلي د(کونډې نجلۍ) په نوم چې دلومړۍ لنډې کیسې ویاړ یې ګټلی په منځپانګه خبرې وکړم ، چې څومره په کې دیني ارزښتونوته پام شوی ، مرغۍ دلنډې کیسې مرکزي کرکټر دی ، مرغۍ هغه نجلۍ ده ، چې دپښتنو دودونو اوناوړه کړنو قرباني شوې نه دپلار اونه دخسر په کورکې دخپلو حقوقو څخه برخمنه شوه ، ټولو ددې په پار چې ښځه ده دتقدیر هره پریکړې ته یې ددې په نصیب سره تړاو ورکاوه اوځان یې دسیند غیږې ته وسپاره ، نوپښتون فنکار سیدراحت زاخیلي په یاده کیسه کې ټولنې ته دادرس ورکوي ، چې موږ باید دودونو ته داسلامي حقوقو په پرتله اولیت ورنه کړو، زاخیلي هغه کړنې غندلي کوم چې دمرغۍ سرنوشت یې سیند ته وسپاره په زغرده وايي چې ښځه باید دهغو حقوقو څخه برخمنه شي کوم چې اسلام ورکړي ، ترننه پورې په پښتني ټولنه کې دې دود خپله لمنه نه ده ورټوله کړې په کومه کورنۍ کې چې دښځې میړه مړ شي ، یا یې لورانې پیداشي نو نوموړې ته دسپېرې اوبدنصیبې نومونه اخلي نو پښتون ریالیست لیکوال خپلو اسلامي ارشاداتو ته په کتوسره دټولنې په ناوړه کړنو انتقاد کوي اودسمون لوري ته یې رابولي .

سیدراحت الله زخیلي دسیدفریح الله زوی په خټه سید ، په مذهبي اوروحاني کورنۍ کې زیږدلی وو نو دنثر سربیره یې طبعاً په اشعارو کې هم زیات مهذبي رنګ لیدل کیږي دلته یې څو بېلګې راوړو :

یولوی شان دی هغه شان دمحمد یـــو الله دی قـــدردان دمحــــمـــد

دزاخیلي یوغزل ډول نعتیه منظومه ده ، چې دحضرت محمد (ص ) دزیارت مدینې اشتیاق اومینه په کې څرګنده شوې دوه بیتونه یې دلته راوړو :

په اظهار د درد دزړه کې په ارمــــان وای ګرځیـدای دمدینــــې لارو کوڅــــو کــــې
لیونتوب کې په روضه باندې قربان وای داهم ښه ده ، چې قیامت دې نیـــټه کــړی

په بل ځای کې ریاکاره شیخان داسې غندي :

عجب ځان ته یې غاوره ای شیخانــــو خبر یې چې عبادت مو ریا لـــوټ کــــړ

همدغه شان پنځوستورو په خپلو لیکنو کې ډېرې ریالیستي او دیني لیکنې کړي دي دهغو له جملې څخه دګل پاچاالفت دمنظومو اونثرونوموشت نمونه یې خوار یوڅو بېلګې دلته راوړ .

دسترګور فنان ګل پاچاالفت د ( دوه جنازې ) تر سرلیک لاندې دنثر یوه ټوټه لري ،داپه کې روښانه شوې ، چې په ټولنیز ژوند کې باید دهمدردۍ ، همکارۍ ، ترحم اوعدل څخه کار واخیستل شي دبې وزلو سره مرسته وشي ، ځکه دزکات دفرضیت یوه وجه هم داده ، چې په ټولنه کې فقر ورک شي موړ دغریب دحال څخه خبرشي ، په نوموړي نثر کې یوکس دډېرې وینې لرلوله کبله دویني دفشار اوجربۍ له وجې مري اوبل دوینې دکمبودسره مخ دی ، وینه یې دومره کمه ده چې ژوند یې دټکر سره مخ کړی، په قرآن او احادیثو کې په دې اړه هم پریمانه ارشادات دي ، ځکه مسلمانان داسي مثال لري لکه یوبدن ، که دبدن یوه عضوه دردمنه شي طبعي ده چې ټول بدن ورسره دردیږي نو الفت صاحب هم داسې وایي چې مومنان باید په واقعي ډول یو بدن له ځانه جوړ کړي .

زما په اند دفکر ازآدي او جوړول دملک او ټولنې پرمختګ دی ، دازادۍ هدف دانه دی ، چې که رواکړنه وي یا ناروا په اړه یې داسې فکر وکړه ، چې دجهالت په خونو دې ورننباسي دلته دفکر دازادۍ نه موخه داده ، چې فکر ته دښو اوبدو دتمیز ورکولو په حق سره هغه لاره وښيو ، چې د دایمي ژوند توښه په کې برابریږي ، که دامهمه نه وي ، نو ارواښاد الفت ( رح ) به ولې داسوې نارې له زړه نه رااېستلې :

هریو مې که وژنې خیال اوفــــکر مــــې وژنـــه په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

په الهي کلام اونبوي احادیثو کې ډېرځله دفکر په کولو تاکید شوی همدافکر کول دي ، چې دبې فکره کولو څخه مو ژغوري اوپه رڼه لاره مو برابروي .

الله (ج) فرمایي : ((الذین یذکرون الله قیام وقعود وعلی جنوبهم ویتفکرون فی خلق السموات و الارض ربنا ماخلقت هذاباطلاسبحانک فقناعذاب النار ))

ژباړه : دادعقل خاوندان داسې ځانګړنې لري چې دالله (ج) یادونه په ولاړه ، ناسته او اړخ لګولي حالت کوي او دوی داسمانونو اوځمکې په خلقت کې فکر کوي ، دفکر کولووروسته دوی وایي ای زموږ ربه ! تاهیڅ شی عبث نه دي پیداکړي نو پاکي تالره ده موږ ددوزخ دعذاب نه وساته .

څنګه چې دغه دنیا دهغې دنیا دپاره دتوښې دبرابرولو اړینه لار ده نو انسان ته لازمه ده چې ددغې دنیا پر مټ دراتلونکي ابدي ژوند توښه برابره کړي الفت صاحب وايي :

په دنیــا کې که فایده ترې وانخلې اخـــرت کې خو دنیا څه پکارنـــه ده

په دغه دنیا پورې باید زړه ونه تړل شي ، ځکه دغه دنیا دمومن دپاره دوزخ او دکافر دپاره جنت دی ، هره لحظه يې په تحول کې وي او دا دماشومانو دخټوهغه کوردی ، چې یوساعت یې ورانوي اوبل ساعت یې جوړوي نو دالفت صاحب نړۍ لید داسې دی :

دکــــــوم لــــــوري راروان یو جهــــان ګردوو مخ او څټ باندې یې پروت دلارې ګرد وو

ماوې څـــــــه دې ولیدل په دا دنیـــا کـــــــې ویلې دومره شومه پوه چې جهان ګــرد وو

ارواښاد الفت صاحب دې ورته ډېرخوږې ، ریالیستیکې اومهذبي فنپارې لري یو اثر یې د ټولنې په جوړښت کې داسلام نقش نومیږي ، الفت صاحب په نوموړي اثر کې ټولنه داسلام په تومنه جوړه بولي ، چې رغښتي بعدونه یې قرآن عظیم الشان اونبوي احادیث دي .

داسلامي جامعې جوړولو تر سرلیک لاندې یوه لیکنه لري چې منځپانګه یې د( انماالمومنون اخوة ) الهي فرمودې څخه سېرابه ده ، حضرت محمد ( ص) عرب ، عجم ، غلام اوبادار ، تورپوستي اوسپین پوستي په یوه ټغر کښېنول د دوی ترمنځ یې دبرترۍ زړۍ تقوا وګڼله ، حضرت محمد ( ص) داسلامي جامعې په جوړولو کې جهاني اوعالمي نظر داخل کړو دقرآن په لارښوونه باندې یې دقومیت اووطنیت له ساحې څخه بهر خپل رسالت دټولو خلکو اوعالمیان لپاره وګاڼه اوپه عربو باندې منحصر نشو الله (ج) یې په اړه وايي : (( دماارسلناک الارحمة للعلمین )) یاداچې (( وماارسلناک الاکافة للناس بشیراً ونذیراً ))

پورتني ایتونه داثابتوي ، چې اسلام د دین اودیوه اجتماعي نظام په حیث ډېر وسیع نظر درلود اوتعلق یې له بشیریت سره ؤ.

په نبوي احادیثو کې دبشریت دوستۍ اوبشرپالنې درسونه ډېرموندلای شو ، چې هلته دمومنانو یامسلمانانو په ځای د((ناس )) لفظ ویل شوی چې په خلک ترجمه کولای شو .

(( خیر الناس من ینفع الناس )) الحدیث

همدغه شان تر ننه پورې زموږ د ریالیست او مهذب شوي لیکوال قلم اوژبه ادب دژوند په مفهوم اوژوند دحقیقت او اسلام په مفهوم پېژني دنني لیکوال دلیکنې منثوره اومنظومه بېلګه راوړو :

درویش درانی وایي :

که سره ګډه کړې دلـــــــــمر سپــــــــوږمي اوستــــــــوري رڼا دې بانـــــــدې زیاتــــــــــه دقـــــــرآن دیــــــوه تــــــــوري رڼا
یوه درویش وو یــــــو وخت نــــوم دمحــــــــــمد یــــــــادکړی په هغــــه ځای باندې تــــر اوســــــه پـــورې ا وري رڼــــــــــــا

دمقالي لیکوال اوسني دی څه ناڅه دادب د منظومې اومنثورې خوالیکنې لري ددیني ارزښتونو دپیداکولو قضاوت تاسې ته په کې پریږدي .

وایي :

ځېني اوس هم شته د کافر په شتون ځان نشـــته ګــڼي چې خوږ نبي مې ورپه یاد کړم نو پڼي یې سـرې شي
د شهــــادت وروســـــته زمــــا د ژونـــد وي ښـــکلی پړاو ګلاب چـــې کله په مستۍ راشې جامې یې سرې شي

یا:

څوک چي له میـــني ډګ زړګی نرمې سینې ته یوسي لکه شغله چې ټـول بــدن لــــوړې لمبــــې تـــه یــــوســـي
ښه یم د حــــسن لــــــه کتـــــابـــــه نـــــه مـــــــــې دا زده کړي چې خاوره ښکل کړمه په خپله مې سجــدې ته یوسي

یا :

څومـــــــــره پــــــــــــه اســــــــــان زړه تـــــــــــه راغلــــــــــــی دی ویـــــــــــنه کــــــــــې انســــــــــان زړه تـــــــه راغــــــــــــــلی دی
نوم مـــــــې د جــــــانان چــــې په خــــــولــــــه ډیر راشــــــــي پــــــوه شـــــــم چــــــــــــــــې قرآن زړه تــــــــــــه راغــــلــــــــی دی

دلیکوال اولیکنې تر سرلیک لاندې لیکنه یې په لاندې ډول ده :

لیکنه اولیکوال

دانځوروړې وړې ذرې مې په ذهن کې شورماشور جوړ کړي ، دزړه ور مې په وړو وړو چچکو راټکوهي تر هغې مې نه پریږدي ترڅو چې ځان راباندې رسم نه کړي ، راته چغیږي ، راته ژاړي ، تنګوي مې نو زه هم قلم ته لا س کړم لومړی ترې وپوښتم څه غواړئ ؟ څنګه یې غواړئ ؟ په ژړغونو سترګو، رنګ الوتي مخ اوټيټ غږ راته وایي !

ــــــــــــ ته نه یې خبر چې زه په څه شي ژوند کوم ؟

ــــ نه والله هغه څنګه ؟

ــــ زه له هغه درد اوچیغې نه جوړ یم چې تاسو دردوي ، زه هغه لاره یم چې لارونکي یې تاسې یاست ، زه هغه الف یم چې مور يې درته په تندي راکاږي ، زه هغه ساه یم چې تا بې ساه کوي ، زه هغه قلم یم چې رنګ مې ستا وینه ده ، زه هغه یتیم یم چې داسیا په زړه کې په یبلو پښوپه لوړه اوژوره کې دمور نوم ته غیږه ورکوم ، زه هغه سیند یم چې ستاسو تنده نشم ماتولی ، زه هغه ناره یم چې مسلمانوي مې زه هغه ټپه یم چې انګریزان تمبوي ، زه هغه اوښکه یم چې مالګه نه لري زه زه زه زه زه زه …. اوف زه .

ـــ بس!اوف بس! ومې پېژندې ، پېژندلې مې ، نور مې مه تنګوه .

ـــ داسې نه ده ،ته مې نه پېژنې ، که دې پېژندلای ، نوزما وړې وړې سلګۍ اوچیغې به دې اورېدلې وای ، مور به دې راته پیداکړې وای ، تر لاس به دې نیولای وای ، زړه ته به دې وړی وای .

ـــ ښه نو څه ! څه وکړم ؟

ــــ زه غواړم چې داسې مې انځور کړې ، چې لارویانو ته په تابلو کې رڼه لاره په ګوته کړې تر څو دڅلورمې لسیزې داورنیوحالاتو ټغر ورټول ، دیتیم اوښکه وچه ترڅوهر وګړی په یاده لاره د ( امر باالمعروف اونهی عن المنکر ) په لور سترګکونه ووهي .

ـــ ښه زړګیه ! دابه وکړم نور .

ـــ نور به زه لیکنه شم اوته لیکوال .

پایله :

ادب دټولنیز ژوند دجوړښت یومهم اصل دی ، لازمه ده ، چې خپل ادب دهغو خوږو څخه برخمن کړو چې ژوندي مو په سبیل الله برابر کړي ، که په ریښتیني ډول دادب غوښتنې درک اوپه ژوند کې یې عملي شي نوهله مو ټولنه مو په مهذب شوي ادب پسلول کیږي .

په پورتني مقاله کې په ډېر لنډډول ادب ته اودپښتوژبې ادبیاتوته دقراني لیدلوري نه کتل شوي تر څو وپوهیږو چې داب په اړه داسلام موقف څه او زموږ ادبیات څومره ددیني ارزښتونو تابع اوپلیوني دي .

ماخذونه :

۱ ـ الهي کلام قرآن عظیم الشان .
۲ ـ امام بخاري ، صحیح البخاري .
۳ ـ امام محی الدین ابوزکریایحی بن شرف ، ریاض الصالحین ، پښتو ژباړه مولوي نجم الرحمن فضلي .
۴ ـ خټک خوشحال خان ، دستارنامه ، پرتلنه اوڅېړنه عبدالقیوم ذاهدمشواڼی ، مومند خپرندویه ټولنه ۱۳۹۳ ل کال
۵ ـ هیوادمل زلمی ، دراحت یاد ( دمقالو ټولګه ) ، دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت ، ۱۳۹۲ ل کال .
۶ ـ اورمړ بایزید ، خیرالبیان ،پېښور ۱۹۶۷ م کال .
۷ ـ الفت ، ګل پاچا ، غوره نثرونه ، دویم چاپ ، سازمان مهاجرین ، افغانستان ، پېښور (۱۳ ) کال .
۸ ـ الفت ګل پاچا ، دټولنې په جوړښت کې داسلام نقش ،دانش خپروندویه ټولنه ۱۳۷۷ ل کال .
۹ ـ حکیمي رحمت الله ، دادبپوهنې اساسات ، مستقبل خپرندویه ټولنه ،کابل ۱۳۹۴ ل کال .
۱۰ ـ حکیمي رحمت الله ، رڼه لاره ( شعري ټولګه ) ترچاپ لاندې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x