نظــر

خیالي حکومت

جاوید علي خیل

شاید تاسو به هم کله د خیالي پادشاهي تجربه کړې وي،خیال او تصور یوازینی جهان دی چې څوک دې په کې د کوم کار او ارادې مخه نه شي نیولی،هرڅه چې دې زړه غواړي کولای یې شې،که ځانته پاچاهي جوړوې، که له ځانه د ټولې نړۍ ابرقدرت سازوې،که د نوبل میډالونه اخلې او که په نورو بیلابیلو ډګرونو کې د ګینس د کتاب ټول ریکارډونو په یوازې سر ماتوې مخه دې خلاصه ده،دا ټول څه د فکر د سرعت په برکت یوازې په څو ثانیو کې ترسره کولای شي.

د خیالي حکومت او پاچاهي جوړول که پخوا یوازې د بړستنې د چورتیانو او اوزګارو تمبلانو کار و ، مګر اوس دغې پدیدې د سیاست عملي ډګر ته هم مخه کړې،اوس د واقعي سیاست په میدان کې هم د خیالي حکومتدارۍ، خیالي تشکیلاتو، خیالي معارف او خیالي اردو او عسکرو شاهدان یو.

په تیرو څو میاشتو کې چې د اشرف غني په حکومت پسې ځینو نړیوالو د تفتیش ادارو څراغ رااخیستی، نو دایې موندلې چې ددې حکومت ډیرې برخې یوازې خیالي دي چې کوم خارجي وجود او مصداق نلري.

د سیګار په نوم یوې امریکایي ادارې څو میاشتې وړاندې وویل چې یوازې د معارف په برخه کې ۷۶۹ میلیونه ډالر په خیالي مکتبونو مصرف شوي دي، دلته باید یادونه وکړو چې د اشرف غني د خیالي تشکیلاتو او د بړستنې د چورتیانو د خیالي پاچاهۍ فرق په دې کې دی، چې هغې خیالي پاچاهۍ به که ټوله دنیا اداره کوله هم مصرف او خرچه یي نه درلوده، مګر د اشرف غني دحکومت دغه تشکیلات که څه هم خیالي دي مګر بیا هم په میلیونونو ډالر هضموي چې دا نو بیا سړي ته هماغه کیسۍ وریادوي چې : آدم نسته بوی یې سته .

مفکر د خپل تفکر او تصور په زور یوازې خیالي مکتبونه نه دي ساز کړي ،بلکې د خیالي پوځونو او لښکرو لوی لوی غنډونه او لیواګانې یې هم اماده کړې دي، څو ورځې وړاندې یوې امریکایي ورځپاڼې دا راز رابرسیره کړ، چې د حکومت لخوا د اعلامیدونکو امنیتي ځواکونو لوړ ارقام د په لویه کچه خیالي دي،چې خارجي وجود نلري.

دغه د خیال او تخیل موضوع نن تردې رایاده شوه، چې د خیالي پاچاهۍ یوه برخه تیره ورځ د همدې خیالي تشکیلاتو له امله کنډو شوې ده، د فاریاب وکیل نقیب الله فایق د پارلمان په غونډه کې وویل چې تیره ورځ د طالبانو لخوا د غورماچ ولسوالۍ د نیول کیدو علت خیالي تشکیلات دي.

د فایق په وینا اشرف غني په خپل خیال او تصور کې د غورماچ لپاره ۵۰۰ ورزیده او ښه سمبال امنیتي ځواکونه توظیف کړي وو او هره میاشت هلته د پنځه سوه عسکرو معاش استول کیده مګر په واقعیت کې هلته د عسکرو شمیر تر ۲۰۰ هم کم وو.

په غورماچ کې د خیالي پاچاهۍ د راز افشاء کیدل ښيي چې د مفکر د رژیم شاید ډېرې نورې برخې او پرزې به هم خیالي او وهمي وي،اشرف غني چې مفکر شوی شاید وجه یي همدا د تفکر او تصور لوړ ظرفیت وي،خیال پردازي که څه هم شاعران یي ښه بولي مګر دوه نقصه لري، یو داچې تصور او د خیال قوت د ماشومانو صفت بلل شوی ، ماشومانو ته مو که پام کړی وي، په کوچنۍ لښته یي پښه اړولي وي او بیا یي په ډير شوق د یرغه آس غوندې ځغلوي،دا د دوی دتخیل قوت ښيي چې له یوې لښتې هم ځانته آس یا موټر مجسم کولای شي.

او د خیالي پاچاهي بل زیان دادی چې د واقعيت په وړاندې تاب نلري، یوازې لکه کوم شیرین خوب لیدل یا لکه د چرسي خمارماتی آني لذت لري خو په یوه شیبه کې درڅخه هر څه له لاسه وځي. له همدې امله خو ویل شوي دي چې :

په تصور مې ځان پاچا کړ
سر مې راپورته کړ ملنګ ددنیا ومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x