نظــر

بې وسه غني او ګلم جمو ته مډالونه!

جاوید حیدرزی

زه هم یو وخت د غني له ملاتړو څخه وم او فکر مې کولي چې وروسته له خداي پاک، غني کولی شي افغانستان کې سوله او امنیت راولي؛ خو په دې پرېکړه کې پاتې راغلم، د انتخاباتو په وخت هم موږ باید پرېکړه کړې وای چې دې دوه بدو کسانو په منځ کې مو یو انتخاب کړی وای.

د افغانستان ځوانانو د سولې، امنیت، خوشحاله ژوند او د افغانستان د ښه راتلونکي له پاره رایه ورکړه؛ خو اوس زما په شمول ډېرې داسې کسان دي چې په دې کار پېښمانه دي؛ ځکه هغه وعدې یې چې له موږ سره شوې وي لکه:

زورواکي به ورک شي، ظلم به ختم شي، حق به حقدار ته وسپارل شي او همداسې څو نور شعارونه یې چې د بادارانا له خوا ورته جوړ شوي وو عمل ونشو.

په دې کې شک نشته چې په اشرف غني له هر خوا څخه فشارونه ډېر دي خو اشرف غني دومره هم باید ټیټ او سپک نشي چې د خپل مقام د ساتلو له پاره د خپل ملت او وطن له مسوولیت څخه سترګې پټې کړي.

اشرف غني د خپل کمپاین په وخت کې ویلي وو چې هیڅ افغان له بل افغان څخه کم ندی؛ خو برعکس ټول حکومت یې یوې ډلې ته په واک کې ورکړ او دی هم دومره بې وسه دی چې د هر جهادي غله ډول ته ګډیږي او غلو ته د شجاعت مډالونه ورکوي.

د اشرف غني په دې یو کلن حکومت کې په سلګونو داسې افغان سرتیري ووژل شول چې حتی د دوی د جنازو د انتقال له پاره وسایط نه وو، او ډیرې داسې سرتیري تر پام وغورځول شول چې هر ورځ د دې هېواد او خاورې د ساتلو له پاره شپې او ورځ په داسې غرونو کې تیروې چې هیڅ د ژوند امکانات نشته؛ خو برعکس کله چې دوستم له خپلو زامنو سره په شمالي ولایاتو کې د امنیت راوستلو په بهانه پښتانه ووژل او بیا یې د پخوا په شان خپلو ګم جمیو ته ادامه ورکړه او د هغه جنګي ډلو قومندانان چې کندز ته د جګړې له پاره تللي وو او څه یې وکړل، تر هر چا کندوزیانو ته ښه روښانه ده.

اشرف غني د کندوز والي له دندې ګوښه کړ؛ ځکه په دنده کې یې غفلت کړې و؛ خو هغه کسان چې د کندوز په سقوط کې یې لاس درلود او د کندوز والي په رسنیو کې وویل چې دا کسان څوک دي هیڅ کوم له دندې ګوښه نشو، د کندوز والي له خبرو دا جوته شوه چې د کندوز ولایت ټول واک د ولسي جرګي له مشر عبدالروف ابراهیمي سره دي؛ ځکه شپون یي په دولتي ټانګ کې ګرځي.

پوښتنه دلته ده چې ولي د دوستم زامنو ته مډالونو او رتبې ورکول کیږي؛ خو هغه سترتیری ته وسله او ډوډۍ نه ورلیږي چې څو ورځې محاصر وي.

اشرف غني ډېر نادر کارونه وکړل او یو ځل بیا یې د افغانستان خلک دې ته مجبور کړل چې د دې نظام په وړاندې ودریږي.

که د وطن یوازي د افغان سرتیرو کار وي چې موږ هم پوه شو او که ټولو وي بیا نو باید د زور واک د زامنو او یو غریب سرتیري توپیر ونشي او د هغه د شعار مطابق عمل وشي چې ویل یې (هیڅ افغان له بل افغان کم ندی) خو برعکس یو غل امنیه قومندان مقرر شو او د بل غله زامنو ته یې د شجاعت مډالونه ورکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf

اداره: مهرباني وکړئ، پښتو ولیکئ. ډیره مننه

شیرعلی صافی

دا دقدرت تژی او لیونی هغه وخت معلوم شو چی د ډیرو رایو په هدف یی دعلمی خلکو پر ځای یی د مشهورو جنګی ډلګیو سره یی ایتلاف وکړو نو له هغه څخه د انصاف او عدالت توقع لازمه نده

غوربندی

د لورا سره په تار اچولو (واده) یی افغانيت او اسلامیت دواره په لغته وهلي دي.

زکه لورا نه افغانه ده نه مسلمانه، بلکه يوه مسيحي دعوتگره او بی پلاره پردي آمریکایی ده.

افسوس چی دي شغال دیر خلک وغولول او د پخواني حراموني ولسمشر چی د تولو بدبختيو تهداب ايشودونکي ده، په آرمان کرل

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x