نظــر

د ملي وحدت حکومت او پښتانه

نصیراحمد زاخیل

د څو لسیزو ناخوالو او ستړیاو وروسته ملت خصوصاً دپښتون قام دیو مثبت بدلون او دخپلو راتلونکو دهوسایني دهیواد اقتصادي پراختیا او امنیت په شکل درنګارنګ ستونزو په ګالولو سره دسیلاب په څیردخپلو مستورو خویندو او میندو سره یو ځآي راووتل او دانتخاباتو په پروسه کې یی دغني په ملاتړ برخه واخسته دخپلو ګوتو بچبانو او عزیزانو دشهادت په مقابل کې یی غني تر ارګه په دي هیله ورساووچي دا به ددی دردیدلي هیواد او ملت دنجات ملکه وي .

نصير احمد زاخېل
نصير احمد زاخېل

خو دټولو ستونزو کړاونو او جنجالونو (وهلو،ټکولو،ټولنیزو ستونزو ،دځورواکو ځورولو ) سره سره بیا هم دا ملت دبدبختې دکندي څخه ونه وت بلکه ښاغلي غني دملت سره په ټولو کړو وعدو ،دهغوي ستونزو،سرخندنو خاصتاً دپښتون قام قربانې ته هیڅ نوعه توجه ونکړه دلري او نژدی ګاونډیانو او امریکا په لمسون او مستقیمه مداخله او دهغوي په غوړو وعدو غنې ملت په تیره بیا پښتون مظلوم اکثریت ته یو ځل بیا شاکړه.

هره بیروني خبره که څه هم ددی وطن او ملت په زیان وه قبوله او خپلي ټولي وعدي چي دسهامي شرکت ،غیر مفسد او موثر حکومت په هکله یی دملت سره کړي وی ماتې کړي ځکه اوس دا خپل مقصود همغه ارګه ته رسیدلي دی .

تش په نامه ملي وحدت حکومت ترشعار لاندی یی دملت بل خصوص دپښتون دبربادي لپاره یو تازه اقدام تر سره کړاو دا مظلوم اکثریت یی نور هم داقلیتونو پښو لاندي کړ

سره ددي چی ددوی حکومت دملي وحدت په نوم دی خو دوحدت هیڅ نوعه اثراو څرک په کې نه تر سترګو کیږي بلکه دکرکې ،بد بیني او نفرت بوي تر رازي ځکه دملت اکثریت ځان د حکومت څخه ګوښه او هیواد دامنیتي ،اقتصادي او سیاسي ناورین سره لاس او ګریوان بولي .

حکومت دغني او عبدالله تر منځ داساسي قانون ، دیموکراتیکو اصولو او ملت دارادي خلاف ۵۰+۵۰ وویشل شو سره ددي چي دغني ملاتړي مطلق اکثریت پښتانه وه مګر پښتنو مشهورو سیرو او ټولو پښتنو ته دواړو چوکي طلبو مشرانو دهغوي دبادرانو په لمسون چل جوړاو هغوی یی پرینښودل تر څو دملت هر قشر په حکومت کې ځان او یاخپل استازی او رهبر وویني یا حد اقل خپلو ستونزو ته په دولتي سطحه رسیدګي وکړاي شي .

بلاخره داقوم چي یو وخت ۶۲ فیصده اټکل شوی وه او نورو ورنو قومونو ورته درناوي او دمشر ورور په سترګه کتل نن د ځیني وطن فروش او جواسیسو لخوا اقلیت درجي ته راښکته او حکومت په ناانډوله ،غیرعادلانه توګه قومونو دبربادي او دبدبیني دپیدا کولو په قصد په قومونو وویشل شو .

۹څوکي پښتنوته ،۸ تاجیکو،۶هزارګانو،او څلور نور دنورو اقلیتونو ترمنځ تقسیم شول خو ګوډاګیانو او دپښتون قوم تاریخي دښمنانو دا هم په زړه ځآی نشوه او دپښتنو په سهم کي نهه رسیدلي وزارتونو څخه ۶ کي یی داسی اشخاص وګمارل چي نوم یی پری دپښتون کیښود خواصلاً هغوي په پښتو لیکل ،لوستل او غږیدل هم نشي کولاي او په سمبولیک ډول دپښتنو په سهم کي داخل کړاي شول.

یواځي دري وزیران يوڅه په پښتو غږیدلاي شي او بلدیت ورسره لري چي هغوی هم دهیڅ نوعه اجراېوی صلاحیت څخه برخمن نه دی او وار له مخه بیروني استخباراتي او داخلي مغرضولخوا پري دپښتون او پښتون پال په نامه رنګارنګ پاپي ولګول شوی تر څو په اړوند ساحه کي دهغه دپرختګ او پښتونپالني مخه ډب کړي .

په مقابل کي یی تاجک او هزاره هریو خپل مکمل سهم واخیست او خپل اعتمادي او خدمت کونکي اشخاص یی ورته معرفي کړل چي وزارتونو ته دننتوتلو سره سم یی خپل قوم ته کار شروع په انکشافي او عادي برخه کي یی پراخه ګمارني شروع اوپه پښتون ټبر کوم چی دهغوی درهبري لاندی یی دندی درلودي رنګارنګ مشکلات راوستل او دهغوی په ګوښه کولو یی شروع وکړه.

چي بیلګي یی ټول ملت دپانګه اچوني دملاتړ اداري او نور وزارتونو کي دمیډا درلاري ننداره کړلې.

کوم یو یی چی پاتي وه هغوي هم بي صلاحیته کړاي شول او ټولي اجررائیوی چاري یی دمشاورینو په نوم یو تعداد دوزیر خاصو افرادو لخوا اداره کیدل .

هر وزیر دهر معینیت او ریاست لپاره تر دری تنو مشاورین په لوړه تنخوا په قراردادي ډول مقرر او ټولی چاري ددوی لخوا اداره کیدی رسمي معین او رئیس په ټولو داخلي او بیروني اجرااتو کی دمشاور تر اثرلاندی چاری سرته رسوي .یواځي دامضاء صلاحیت لري او بس او هغه هم چي مشاور ورته هر څه وړاندی کړی بیدون دچون او چرا څخه هغه باید امضاء کړي که نه نو څوکې دلاسه ورکوي.

په دي اساس دا ګډ حکومت یوه ترخي تجربي سره ملت لاس او ګریوان دي ملت باید نور راویښ شي او دهر پردي معاملي باید په خپل ځان عملي نه کړي بلکه دهري بیروني دسیسي سر مقابله وکړي او هغه خنثي کړي .

دا دوره به هم تیره شي ملت به وځپي خو ختمولي یی نشی او که خداي کول داملت به یو ورځ خپلو سپیڅلو ارمانونو ته ورسیږی او یو خپلواک اباد او سولیزه هیواد افغانستان کي به ټول ورونه قومونه یو ځل بیا دپخوا په څير دخوشحالي په فضاء کی سره ژوند ته دوام ورکړي.

ژوندي دي وی افغان ویاړلې ملت مړه دي دافغانانو قسم خوړلې دښمنان.

فاعتبرو یا اولي الابصار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x