نظــر

دولسمشردويم مرستيال ټول ملت ته بايد ژمن وي

Karim Khaliliد ولسمشر دويم مرستيال ښاغلی کریم خليلی صاحب بايد خپل دولتی مقام اوموقف سره سم په هيوادکي دټولومسائيلو سره دولسمشر دمرستيال په دود برخورد وکړي ،نه ده يوه ځانګړي شخص په توګه  .

دافغانستان داساسي قانون د پنځه شپېتمه مادې په يوه فقره کښي لولو : ((جمهور رئیس نشی کولای د خپل کار په دوران کې له خپل مقام څخه په ژبنیو، سیمه ییزو، قومی، مذهبی اوګوندی ملحوظاتوګټه واخلی.)) نوداچي جهور رئېس نشي کولاي داخبره پدې معنی ده چي مرستيالان ئې هم دا صلاحيت نلري .

پدې اساس جمهوررئېس اومرستيالان ئې بايد ټول ملت  ته په يوه سترګه وګوري اوپه خپلوکړنوکښي یه هيڅ ډول قومی ،ژبنی، مذهبی اوسمتی تعلقات په نظر کښي ونه نيسي ، بلکي ځان بايد دټول ملت په وړاندي ملکف اودهغوي مشروبولي.که چيري  زموږ دهيواد دولتی چارواکي اوپه سرکښي جمهور رئېس،دهغه مرستيالان ،وزيران اوټول لوړپوړي چارواکي  دولس سره ديوه افغان په توګه کړنه ونکړي اوټولوته په يوه سترګه ونه ګوري ،طبعي ده چي په دولت کښي ددولتونودجوړېدو اوبيا ددوي تر منځ سيالی اوکشمکش  راپيداکيږي او دغه ملي  ناخواله  ددې لامل ګرځی چې  هيواد موسره وپاشل سياوياپه کورنيودښمنيوکښي مصروف پاته شي .داهغه څه دي چي زموږ دوياړلې هيواد قسم خولړلي دښمنان ئې شپه اوورځ خوب ويني .

دهمدې ملي ضرورت اومسوليت له مخې موږ ټول،په ځانګړې توګه  ترهر چازيات ولسمشر اودهغه دمرستيالانو، دکابينې اوپارلمان غړي ،لويه څارنوالي ،عدلی او امنيتی ارګانونه داملي دنده لروچي ملي يووالی په زياته هوښياری اودملي ګټوپه رڼاکښي ديوه مقدس ارمان په توګه وساتلاي شي .

موږ خليلی صاحب دکوم قوم استازي په توګه نه پېژنو،بلکې موږ هغه ته دافغانستان دجمهوررئېس ديومرستيال په سترګه ګورو،ولي ترهرچائې ځکه درناوی کوو چي دهيوادپه يوه واړه غيرتی قوم پوري تړلۍ ،ترڅودافکر ونکړي چي پښتانه اوتاجک يانوردهغه عزت نه کوي .

دهمدې مسلې سره په تړاوکي دخليلي صاحب مسوليت ترهرچا دنوروقومونوپه اړوندزيات دی،فکرکوم چې خليلي صاحب  به خپله هم پدې ډير ښه پوهېږي چې  نوموړي ته ټول متوجه دي .البته همدا ډول ټول هيوادوال اودنور وقومونو مربوط خلک دجمهوررئېس اودهغه لمړی مرستيال کړنوته هم جدي پام کوی اوهغوي هم بايد داټکئ په نظر کي ولري .

 که غواړي دنورو قومونوپه منځ کښي محبوبيت ولري اودملي يووالي لپاره دخپل دولتي امکاناتونه په ګټوري اومثبتي استفادې سره هر اړخيزکاروکړي ،نواړينه ده چې  په خپلو ټولوکړنو اوټولنيزو اړيکوکښي دې اصل اوملي حقيقت  ته جدي اوپه دوامداره توګه پام ولري .

ځکه خوکله چي مې په ډله ايزورسنيوکښي په ولسی جرګه کښي  دروزګان دخلکوداستازي عبیدالله بارکزي داانتقادتر سترګو شو چې دولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي په روزګان کې د ١٢١ کسانو قاتل په خپل امرخوشي کړی دی ،حيران پاته سوم  .

د ولسې جرګې د شکایتونو داوريدو کميسيون ښاغلی محمد کريم خليلي تورن کړی، چې د غير مسوولو وسله والو يو قومندان اود څه باندې سلو کسانو قاتل يې له زندان څخه ازاد کړی دی .د دې کميسيون رييس ښاغلی عبيدالله بارکزي له ازادۍ راډيو سره په يوې ځانګړې مرکې وويلي ((دا کس عبدالحکيم شجاعي نوميږي ،دښاغلي بارکزي په وينا شجاعی تراوسه په روزګان ولايت کې يو سل او يو ويشت تنه وژلي، يوسل او دوه پنځوس کورنۍ يې له خپلو سيمو نه کډه کړي او نږدې شپيته کورونه يې سوځولي دي.))

بارکزی صاحب دښاغلي خليلی صاحب نه لويه  ګيله لري وايي دغه په قتلونوتورن کس کابل ته راغی او زمونږ په همکارۍ د کورنيو چارو وزارت لخوا ونيول شو.وکيل صاحب وايي  زه سفر ته ولاړم اوڅلورشپې وروسته عبدالحکيم شجاعي دښاغلي  کريم خليلي په ضمانت له زندان څخه خوشي اوبيرته  خپلي سیمې ته ستون شوی دی .

 دتاند ويب پاڼي دخپورسوی خبرله مخېدلویې څارنوالۍ یوې سرچنې،چې نه یي غوښتل نوم یي واخیستل شي،تاند ويب  ټاڼي ته وویل چې لومړۍ محکمې په قوماندان شجاعي د اشدمجازات حکم صادرکړی و،خو نوموړی دوهمي محکمې ته له تلو دمخه د ولسمشر د دوهم مرستیال په مداخله له څارنوالۍخلاص شو .تاند10.20.2012

داساسی قانون شپږ پنځوسمه ماده وايي :د اساسی قانون د حکمونو پیروی، د قوانینواطاعت اودعامه نظم اوامنیت ساتل دافغانستان د ټولو خلکو وجیبه ده.

ښاغلی کريم خليلی دافغانستان دجمهوررئيس مرستيال دی نه ديوه قوم اوسيمی استازی .ځکه خوهغه نه بايدديوه ډاکو اودروزګان دبې دفاع خلکو دڅونفرودقاتل دخلاصون هڅه کړې واي اويائې هغه له زندان او محکمې نه ژغورلئ واي .
داساسي قانون له مخې کرزي دجمهور رئيس په توګه دعام ولس دورځنی اوسوله ايز ژوند دتامين اوپه افغانستان کښي دټولوقوانينوپرپلي کېدوباندي دنظارت اوکنترول مسوليت پر غاړه لري.

اوس ئې کرزی صاحب په خپلو سترګو ويني چي دبي ګناه خلکوقاتل دهغۀ چالخوا دزندان څخه خوشي کيږي کوم چي دقانوني مسوليت له مخې ددي کار صلاحيت نلري اونه ئې بايددجمهوررئېس دمرستيال په توګه داسي لويه تيروتنه کړې واي .له بده مرغه پداسي هيوادونولکه افغانستان کي چي حاکميت ئې دجنګسالارواو زورواکانوپلاس کښېوتۍ وي، دقانون پلي کېدوپرځاي فردی اراده حاکمه وي .پر قانون باندي ددې فردی ارادې برلاسی ترڅنګ دخپل حاکميت دساتلو لپاره زموږ په هيوادکي يو شمير چارواکي جنګيالي ساتي،ترڅوداړتيا په وخت کي ترېنه استفاده وکړي .

داپه کراتوليدل سوې ده ،که چيري ددغوکسانودجملې نه کوم څوک دامنيتی ارګانو لخوادخلکودشکايتونوله مخې زنداني ياڅارنوالی اومحکمې ته وروپېژندل سی دهمدې دجګپوړوچارواکولخواچي دغه سړۍ اوياډله ئې ترحمايي لاندي ده که قاتل هم وي په لنډه موده کښي دمختلفوامکاناتواوبهانونه په استفادې سره ه له زندان اوقانونی ګروېږنوڅخه ازادېږي .

ددې راپېښي ملي ناخوالي سره دمبارزې لپاره زموږ دولس عام وګړی،روڼ اندي،پارلماني وکيلان،مدنې ټولنې،سياسی ګوندونه اوټولنيز سازمانونه بايدخپل دمخالفت ږغ اوچت کړی .

دکرزی صاحب دوهم مرستيال په اړوندفکرکوم پدغه مسله کښي دعاموخلکو اومدنی ټولنوګوتنيونه پرځاي ده چي وايي،خليلی صاحب نه بايددروزګان دبې دفاع خلکودڅونفرودقاتل دخلاصون هڅه کړې واي .

دبېلګې په توګه د مدنې ټولنودهمغږۍ مرکز له مجرمينو څخه ملاتړ دقانون ضد عمل بولي اووايي چې هيڅوک نشي کولای قانون ترپښو لاندې کړي.د دې مرکز غړي زبير شفيقي په دې اړه آزادي راډيو ته وويل:” نه يوازې د جمهور رييس دوهم مرستيال بلکې خپله ولسمشر هم حق نه لري چې يومجرم چې خلک يې وژلي وي له زندان څخه خوشې کړي . . “.

د مدني ټولنو دهمغږۍ د مرکز مسوولانو تردې وړاندې هم په يوه خبري کنفرانس کې د عبدالحکيم شجاعي د محاکمه کولو غوښتنه کړې وه .د قانون پراساس د ټولو مجرمينو نه مجازات کول هغه ستونزه ده چې له امله يې په ملي او نړيواله سطح پرافغان حکومت انتقادونه کيږي. د عبدالحکيم شجاعي په شان نور تورن او مجرم کسان هم شته دي چې د ځينو دولتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو له لخوا يې ملاتړ کيږي اوځانونه ترقانون اوچت ګڼي. تاند

زما له نظره دښاغلي خليلي صاحب دا ډول تيروتنه اودقومی اړېکوپر بنيادديوه قاتل په ضمانت خوشي کول له يوې خوا ددولت کورني اوبهرني اعتبارته زيان رسوي اودبلې خوادورونو قومونوترمنځ اختلاف اودښمنۍ رازېږېولولپاره زموږ دولس بهرنیودښمنانوته دتبليغ لپاره پوره امکانات برابرېږي .اوپدې ډول به ديوې تيروتنې نه زموږ ملي ګټوپر خلاف پوره استفاده وکړاي شي . ځکه خوپردې ډارېږم چي دهمدې تيروتنې اودقانونی ګروېږنې نه ديوه نفرچي مجرم ګڼل سوی خلاصون به خداي مکړه ډيرې ناخوالي له ځان سره ولري .

افغانان هيله مند دی چي ښاغلي خليلي صاحب ژرتر ژره خپله دا لويه اونه بخښونکې تېروتنه تصحيح کړي اوامنيتی اداروته هدايت ورکړي ترڅوشجاعي دمحکمې په وړاندي جواب ويلوته حاضر کړي .

پدې باوری يم چي پدې ډول معقول عمل سره به ښاغلی خليلي دروزګان دخلکو له زړونوڅخه دده په وړاندي راپيداسوې، ګيله اوعقده ورکه کړي  .

زموږدټولودولتی چاروکونه په کلکه غوښتنه داده چي په خپلوکړنوکښي دقانون پلي کېدواوملي يووالي ساتلواصل ته جدی درناوی ولري .

ومن الله التوفيق

حبيب الله غمخور
د۲۰۱۲ ز کال داکتوبر۲۱مه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x